نړۍ

پاکستان: عمران خان نوازشریف ته یوه ورځ التیماتوم ورکړ

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، زمري ۲۹مه، ۱۳۹۳ل): د پاکستان انصاف ګوند مشر، عمران خان چې له اګسټ میاشتې له ۱۴مې راهیسې یې له لاهوره د نوازشریف حکومت پر ضد لاریون پیل کړی او اسلام اباد ته ورسېد، پرون (زمري ۲۸مه) ګواښ وکړ، چې که یې نوازشریف غوښتنې ونه مني؛ نو د پلازمېنې اسلام اباد Red Zone یا سرې سیمې ته له خپلو پلویانو سره ننوزي. د پلازمېنې اسلام اباد سرې سیمې کې د صدارت ماڼۍ، د ولسمشرۍ ماڼۍ، د پارلمان ودانۍ، د سترې محکمې ودانۍ او د بهرنیو هېوادونو سفارتونه موقعیت لري.

عمران خان د تېر کال ټاکنې درغلیزې بولي او د لومړي وزیر نوازشریف استعفا او د اوسني پارلمان انحلال غواړي. نوازشریف ولس ته په وینا کې وویل، چې د سترې محکمې درې کسیزه کمېټه دې منځ ته راشي او د تېر کال د ټاکنو په اړه دې څېړنې وکړي. مګر عمران خان د نوازشریف دا وړاندیز ونه مانه، که څه هم عمران خان مخکې ورته غوښتنه کړې وه.

عمران خان پرون ماښام خپلو لاريونوالو پلویانو ته په وینا کې وویل، چې که یې غوښتنې ونه مني، نو سرې سیمې ته ننوزي. اوس (د راپور لیکلو پر مهال) چې پاکستان کې د شپې ۱:۳۰ بجه ده، عمران خان له خپلو پلویانو سره سرې سیمې ته ننوزي. له عمران خانه مخکې پاکستانی دیني عالم، ډاکټر طاهر القادري چې ده هم لاریون پیل کړی، سرې سیمې ته ننوتی دی.

عمران خان نن ماښام خپلو خبرو کې وویل، چې که لومړی وزیر نوازشریف تر نن (چهارشنبه) ماښامه خپله استعفا ورنه کړي، نو د ده پلویان د صدرات ماڼۍ ته ننوزي او لومړی وزیر به لرې کړي. له روان سیاسي کړکېچ سره سم، د پلازمېنې اسلام اباد امنیتي مسئولیت له پولیسو اخیستل شوی او پوځ ته سپارل شوی. عمران خان وویل، چې اوس د دوی مخه نه پولیس نیولی شي او نه هم پوځ. دا په داسې حال کې ده، چې د پوځ ویاند نن وویل، چې په سرې سیمه کې د ودانیو ساتنه د پوځ مسئولیت دی. د پوځ وروستي دریځ د ځینو کارپوهانو په باور د روان کړکېچ په تړاو یو ډول غبرګون دی. دا غبرګون ځینو ناپېيلی ګڼلی او ځینو بیا د لاریونوالو په پلوۍ بللی.

د پاکستان سیاسي کړکېچ شېبه په شېبه خونړی کېږي. ځینو کارپوهانو په پاکستان کې د ډیموکراسۍ د له منځه تلو وېره څرګنده کړې ده.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x