شعـــــرونه

اته څلوېښتمه فی البدیهه مشاعره!

ترتیب او را ټولونه ; محمدحسن (جهادي عمري)

پۀ اونیزه فی البدیهه مشاعره کې د شاعرانو شریک شوي بیتونه!

نیټه: ۱/جمادي الاولی/۱۴۴۵

د (اسلامي ادب ګلبڼ) تر سر لیک لاندې؛ پۀ یوۀ شاعرانه محفل کې یوه لۀ ښکلا ډکه مشاعره تر سره شوه! چې انتخابي بیتونه یې لاندې راوړل شوي دي.
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
بیت!
زه لـه مرګي نه دومـره نه ډارېږم
په ما دې شپه د تنهایي نه راځي
ارواښاد رحمت الله درد
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

څوک چې لري د قناعت سرمايه
په هغو خلکو غريبي نه راځي
اکرام الدین مفتون

چې په کې مینه اوښکې، اوښکې نه شي
د زنګو زړونو صفایي نه راځي
پیر محمد کاروان

مخکې سجدو کې د لقا احساس وو
اوس آن عمره کې بزرګي نه راځي
راشد جالب

دلته وړیا دی د جنګونو تخم
دلته د مینې ارزاني نه راځي
ګل رحمن رحماني

له زلمیتوبه ځان ته ګټه راوړه!
په ژوند کې بل ځلي ځواني نه راځي
قاضي پامیر

د عمر دنګ چنار که ورژېده!
بیا یې پر څانګو پسرلي نه راځي
مهاجر فراهي

نن مو هنداره د پرون ویاړونو
په ویاړ دې هيڅ کله پردي نه راځي
حسیني مختار

نیتوته ګډوډ عقیدې خرابې!
په مونږ به ولې دا قحطي نه راځي?
مخبت وردګ

څوک چي د ورور په درد دردمن نه ښکاري
پر هغه چا دې خوشحالي نه راځي
قاري یوسف احمدي

چې وېش د مینې د موسکا وکړي
زمونږ پر چم حاتم طایي نه راځي
پیر محمد کاروان

په سپینې مینې سوځېدلی نه یې
د زړۀ له دره دې لوګي نه راځي
منتظر نجرابی

زلفو ته شړک ورکړه، تيارې خورې کړه
چې تياره نه شي، رڼايي نه راځي
نورالحبيب نثار

چیرته هجران به وي ګیر کړی اشنا
احوال يې نشته کشکري نه راځي
الشیخ عزیز الله مظهري

ریبار د یار انکار راؤړي سترګو کې
که ؤلي نۀ راځي خالي نۀ راځي
رحیم سکندر

ما یې په هجر کې وصال لیدلی
پر موږ هیڅکله جدائي نه راځي
ثاقب خپلواک

زما د زړه له کوره ځي نه راځي
قسم یې کړی دی بیخي نه راځي
شرر ساپی

هغه سبا د تللو نیت کړی دی
او ماته خوب له برايي نه راځي
شفاعت ریحان

جانان د بل کره پاخه واړول
هسې په ما لارې ساتي نۀ راځي
زاهد زېری

زړه! لېونتوب مکوه بس که کنه
دا هسې خيال دی چې راځي نه راځي
احمدالله نثار

لکه چې مړ يم معلوميږي راتـه
له پرهرونو مې زګيروي نه راځي
وارث انځور

د ليلا مينه هم بازار نلري
اوس يې د مينې ليوني نه راځي
حمدالله فطرت

غوڅه یاري ؤي لکه ماته توبه
دا قیامت دې پۀ سړي نۀ راځي
سیدانور انځور

سړیه دادې څه کیسه را وکړه
چارې په چپه ځي په ښي نه راځي
منصور څاروان

د بېلتانه په اعتکاف کې ناست یم
ستا د دیدن زېری بېخي نه راځي.
حامد ناصر

ستا د وېښتو خوشبو دې نه ورکیږي
په ما دې ژوند کې تباهي نه راځي
هدایت ازمون

یا مې دې ساه در پسې وخیږي ژر
یا دې بې تا مازیګري نه راځي
عبدالرحمن ادریس

له زړه مې وتی کوم ارمان ځوانيمرګ
اوښکې له سترګو مې چټي نه راځي
نور قانع

له هڅو تېر شم که دوام ورکړمه?
بخته! زما دوران بیخي نه راځي?
جهادي عمري

بلبلې ته خو راته وایه نغمې
غږ د شپېلۍ د شهنایي نه راځي
پیر محمد کاروان

د بې رنګۍ پۀ اذیت اخته یم
اوس ستا د زلفو خوشبویي نۀ راځي
نورالله عرفان

زما ځواني دې په بلا پسې شي
خو ستا د حسن دې نیستي نه راځي
عزیزالرحمن ایاس

سر به مې بیا ستا پر نامۀ اېښی وای
ارمان چې بله زندګي نه راځي
رحمت الله ګرم

مخ دي میدان د پانې پت دی یاره
زړه مي تش لاس تري ابدالي نه راځي
حنیف مظهري

ځوان محبت د ژوند راواح راکوي
ځکه مې ګونځي په تندي نه راځي
حافظ سجاد

که ځان ور ځار، که باچاهي ور ځار کړم
هغه ملنګه طـ.البي نه راځي!
اکرام الدین مفتون

هغه زما زه له هغه نـه خفـه
جانان مې څنګ ته اوس بیخي نه راځي.
وفیق اشنا

د زړه پر دشت د بنګو کر نه کوم
اوس تورې ورېځې باراني نه راځي
عصمت تمیم

دا دی جانان درقیب زړه کي هم سته
چا ویل دوزخ ته جنتي نه راځي؟
حیات خان همت

د زاره چاودي زړګي ورک امام مې
د راتلو نوم نه اخلي ځي نه راځي.
راشد جالب

چې زړه یې ډک د خدای له مینې نه وي
اثر په تشه ملایي نه راځي
پیر محمد کاروان

په لپو اوښکې ځوانه کونډه توی کړي
ژوندی سلام یې د لالي نه راځي
قرآن مل

چې ګلابونه مو سپارل خاورو ته
بیا دې هغسې پسرلي نه راځي
نسیم منصور

داسې مې هېر یې چې منله مې نه
څېره دې ذهن ته بېخي نۀ راځي
سید انور انځور

د هجر داغ مې حافظه وهلې
را ته يادونه پخواني نه راځي
معاويه زيارمل

زه لوږې، تندې تېرولی شمه
د دیدنونو د قحطي نه راځي
نوراني تڼیوال

مینه، الفت او ورورولي پکار ده
هغه چې تللي بیا بیخي نه راځي
فاروقي خپلواک

چې ستا له زلفو خوشبویې نه راوړي
نو دې موسم د پسرلي نه راځي
سید محمد صدیق

د ارزونې خلاف نه غږېږم
د هېرېدو چل دې بېخي نه راځي
راشد جالب

ساه مې دې ستا تر ساه تړلې ښه وي
یاره خو بیا دې جدایي نه راځي
ثناءالله معصوم

زه دې یادونو ته لا هم په یاد یم
راځي خو هسې هوايي نه راځي
ګل رحمن رحماني

دا تا چې ژوند ته انتخاب ده ياره
ښکلي په دې لاره بېخي نه راځي
ګل بادشاه سعيد

تمام جهان راته توی وړی ښکاري!
په مازيګر غږ د لالي نۀ راځي
زاهد زېری

درد درد راټول کړمه لفظونه یې کړم
چا وِېل چې ماته شاعري نه راځي
ساجد سهار

ستا له تګ وروسته مې دا ګټه وکړه
اوس مې په شونډو موسيقي نه راځي
وارث انځور

چاچې پۀ مینه کې شکست خوړلی
درد به یی څنګه پۀ زړګي نۀ راځي?
احمد غازي

پر زړه مي بله ستا دحسن ډيوه،
چې پر ما غم دجدايي نه راځي
عبدالرحمن معتصم

زما د ماتو ګوډو هیلو رازه
ستا د دیدن خو دې قحتي نه راځي
سیف صدیق

شکر جانان نازک تبیته نه دی
شکر بیخي یې ناشکري نه راځي
واقد احـرار

خزان خزان شو نور بدلون راغلی
چا ویل چې دلته پسرلي نه راځي
محمد آغا حیدري

موږ د زخمي او وينې وينې وطن
موږ ته خوبونه حنايي نه راځي
نورالحبيب نثار

له دوی راکړی درس به ټینګ وساتم
ماته دي څوک نور په یاري نه راځي.
وکیل احمد متوکل

اوس مې دا زړه لکه یو مړاوی ګلاب
اوس دې د زلفو خوشبویي نه راځي
نجیب الله هجران

ځان ستړیومه خپله هڅه کوم
خو خوشحالۍ مې له تندي نه راځي
عمران همزولي

چې یم بیل شوی ستا د مخ له دیدن
ژوند ته مې هېڅ کومه خوښي نه راځي
انعام نعیمي

خوږې لېمې يې د لحد مېلمنې
د خندا کړس اوس د لالي نه راځي
محمدخان محب

دلته نفرت دومره ريښې کړې دي
ما ته د ميني چل بيخي نه راځي!
صبغت الله مدبر

دا سپینه بله لمپو مړه مکړې بیا
بیا دې فراق او جدایي نۀ راځي.
دانش ملنګ

پای.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx