دیني، سیرت او تاریخ

داسې وي د اسلام سرلاري

طالب العلم زابلي

شیخ عبدالله عزام إبن یوسف رحمه الله د معاصر تاریخ ستر مجاهد، مفکر، عالم، متقي، داعي او نابغه شخصیت دی.
هغه د جهاد فکر په ټوله نړۍ کې خپور کړ او په ډیر مهارت یې په ځوانانو کې د قربانۍ جذبه ژوندۍ کړه، خپله داعیه یې په یو عجیب انداز د امت باشعوره او با درکه کتلې ته ډیره واضحه تشریح کړه.
موږ کولای شو، د شیخ عزام رحمه الله له کتابونو، تقریرونو، لیکونو، مخطوطاتو او درسونو څخه د جهاد فکر، اصول، تاریخ او جذبه په بشپړ ډول زده کړو.
شیخ عزام رحمه الله د خپل عصر د جهاد مجدد و، هغه مسلمانانو ته د صحوة او بیدارۍ فکر ورکړ.
د جهاد لښکرونه یې تیار کړل او د کفر پر سر یې د حق غشي واورول.
شهید شیخ عبدالله عزام فلسطیني تقبله الله زموږ دیار ته مهاجر راغلی و
هغه په یوه وینا کې فرمایي، چې موږ که په کابل کې جهاد کوو، همدا د فلسطین د آزادۍ جهاد دی، یعني دا د حق سپیڅلی لښکر دی، چې له کابل څخه به یې د عروج شعلې د قدس تر مبارکو سردرو رسیږي.
موږ باید د همدې هدف د تحقق لپاره کار وکړو.
شیخ عبدالله عزام رحمه الله خپله هم یو فکر دی، د هغه شخصیت پیژندنه هم یوه عمیقه مطالعه غواړي، د هغه د پیژندلو لپاره د یوه ستر او سپیڅلي کاروان او مسیر مطالعه کول ضروري دي.
شیخ عزام رحمه الله د هغه یون ستړی لاروی و، چې رهبر (صلی الله علیه وسلم) یې د حرا له غار څخه الله تعالی د ټول بشریت د اصلاح لپاره رالیږلی و.
د شیخ عبدالله عزام رحمه الله شخصیت مې په کتابونو کې لوستی دی، د هغه هر اړخیز خدمات د یوې ټولنې له خدماتو ډیر او مؤثر دي.
زه هغه د ځان لپاره یو مدبر رهبر ګڼم.
هغه د خپل ځان استاذ ګڼم او د ټول مسلمه امت لپاره یې د یوه رښتیني خادم په حیث پیژنم.
شیخ شهید عبدالله عزام رحمه الله د ۱۹۸۹ میلادي کال د نومبر د میاشتې په ۲۴مه نیټه د جمعې مبارکې د خطبې لپاره په پیښور کې یوه جامع مسجد ته پر لار و، چې د اسلام د دښمنانو له لوري د هغه په موټر کې د ځای پر ځای شوي مین د چاودنې له امله له خپل زوی محمد عزام سره د شهادت لوړ مقام ته ورسید.
رحمه الله تعالی

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx