افغانستانخبرونه

د هرات ولايت د اطلاعاتو او فرهنګ رياست له خوا په ایران کې د اسلامی دائرةالمعارف مرکز ته ۲۰۰۰ ټوکو کتابونو ډالۍ شول

د هرات ولايت د اطلاعاتو او فرهنګ رياست له خوا په ایران کې د اسلامی دائرةالمعارف مرکز ته ۲۰۰۰ ټوکو کتابونو ډالۍ شول

 

نن ټکی آسیا(پنجشنبه د لېندۍ ۹مه ۱۴۰۲)د کلتوری همکاریو د علم او پوهی د پراختیا او همدارنګه د ایران او افغانستان د ولسونو ترمنځ د لازیاتو  هماهنګیو  په موخه د یوه  هوکړه لیک په ترڅ په ایران کې د  اسلامی دائرةالمعارف  په نامه مرکز ته  د هرات ولایت د اطلاعاتو او فرهنګی د ریاست له لوري ۲۰۰۰ ټوکه مخلتف علمی ، ادبی او دیني کتابونه ډالۍ شول.

دغه هوکړه لیک چي په هرات کې د اطلاعاتو او فرهنګ د ریس ښاغلی مولوي احمد الله متقي او په ایران کې د اسلامي  دائرةالمعارف  دریس سلاکار ښاغلي دوکتور سید علي موجاني ترمنځ لاس شو ډیر ژر به دغه مرکز ته ولیږدول شي .

د ایران اسلامی دائرةالمعارف  مرکز  به د هرات د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست په همکاري د تهران په مرکز کې د (خواجه عبدالله انصاري هروی)  په نامه ځانګړی کتابتون جوړه وي  ترڅو څیړونکي او محققین وتوانیږي په ویاړ توګه د مطالعې په برخه کې د دغه کتابتون له کتابونو څخه ګټه پورته کړي .

دغه علمي اثار چي  د افغانستان د تاريخ، هنر، ادبياتو، فرهنګ او جغرافيې په برخو کې د ي  د افغاستان په اړه به د ایراني   استادانو ، محصلينو او څېړونکو د پوهې او پوهاوي په لوړولو  کې مهم رول لوبه وي .

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx