نړۍ

اسراييلي ترهګرو يو ځل بيا پر غزه خونړي بريدونه پيل کړل

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، زمري ۲۹مه، ۱۳۹۳ل): اسراييلي ترهګرو يو ځل بيا د غزې پر بې دفاع خلکو خونړي بريدونه پيل کړل او زرګونه فلسطينيان در په در له خپلو کورونو وتلي او د خوندي ځايونو په لټه کې دي.

عيني شاهدان وايي، چې اسراييلي جنګي الوتکو بيګا ناوخته د غزې ختيځ کې الشجاعيه سيمه بمبار کړه.

تېره مياشت هم اسراييلي ترهګرو پر الشجاعيه مرګونې بمباري کړې وه او لسګونه ودانۍ يې نړولې وې.

اسراييلي طيارو همدارنګه زيتون او شعاف سيمې هم بمبار کړې او ولسي خلکو ته يې درنه مرګ ژوبله اړولې.

ځايي خلک وايي، چې تر ناوخته يې د چاودنو او بمباريو اوازونه اوريدل.

د اسراييلو په تازه بمباريو کې د پېښې شوې مرګ ژوبلې کره شمېره نه ده معلومه، مګر تر اوسه د يوې ښځې او نجلۍ په ګډونو درې تنه شهيدان شوي او ۴۵ کسان ټپيان دي.

د تېرې دوشنبې په ماښام فلسطيني او اسراييلي مرکچي ټيم قاهره کې د غير مستقيمو مذاکراتو په ترڅ کې د څلورويشت ساعته اوربند په منلو سلا شوي و، مګر اسراييلي چارواکو اعلان وکړ، چې حماس سره مذاکرات بې ګټې دي او پر غزه يې يو ځل بيا خپل بريدونه پيل کړل.

د حماس يو وياند فوزي برهوم بيګا شپه رسنيو سره په خپلو خبرو کې وويل، چې دوی صهيوني رياست ته د خبرو او جګړې تر منځ د اختيار وخت ورکړی و، مګر اسراييلي چارواکي د خبرو اترو پر ځای جګړې خوا ته کش کوي او دوی بايد د خپل حماقت له امله له شرموونکې ماتې سره مخ شي.

ښاغلي برهوم زياته کړه، چې حماس د خبرو اترو په ګډون پر هره لاره چاره پوهيږي او ځمکني حقايقو ته په کتو به دوی د اسراييلو پر ضد قوي پوځي جګړه سرته رسوي او اسراييل بايد د خپل چل او فريب تاوان وزغمي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x