د امت لويان

میندې باید داسي اتلان وروزي

میندې باید داسي اتلان وروزي

 

حسان مجاهد

سهيله هغه میرمن وه، چې د تابعینو سردار، د مدينې منورې ستر محدث او د إمام ابوحنيفه، إمام مالک، إمام اوزاعي او سفيان ثوري(رحمهم الله تعالی) استاد ربيعه بن فروخ يې هغه مهال په خپله غیږ کې وروزل، چې فروخ اوویشت کاله خراسان ته په جهادي سفر تللی و.

عاليه هغه میرمن وه، چې د اسلامي تاريخ بارز شخصیت إمام مالک يې وروزل، هغه إمام مالک چې مدينه منوره يې په علم داسي وځلوله، چې د نړۍ له هر کونجه پرې د علم تږي را مات شو.

فاطمه هغه میرمن وه، چې إمام شافعي رح يې په خپله غیږه کې وروزل، په اوه کلنۍ کې له پلاره يتيم پاته شو، لومړی يې قرآنکريم او بیا یې د موطا إمام مالک په څېر لوی کتابونه ياد کړ، او دخپل وخت داسي عالم ترې جوړ شو چې إمام أحمد رح يې په اړه وايي: إمام شافعي رح د خلګو لپاره داسي مثال لري لکه لمر د خلګو لپاره او صحت د بدن لپاره.

صفیه هغه ميرمن وه، چې إمام أحمد رح يې په خپله غیږه کې وروزل، هغه إمام أحمد چې په جرح او تعديل کې د خپلې زمانې مخکښ شخصیت و، په علم حديث او علم لغة کې یې علمي استفادي ته له ختيځ او لویدیز څخه خلګ را وپاریدو، خپل شيخ او استاد إمام شافعي رح يې په اړه وايي: له بغداده په داسي حال کې بهر شوم چې په فقه او تقوا کې مي د إمام أحمد په شان بل څوک نه دي پریښې.

خنساء هغه میرمن وه، چې د قادسیې په غزا کې يې د فارسیانو پر ضد جهادي مبارزې ته خپل څلور زامن وليږل، کله چې د څلورو واړو د شهادت خبر ورته راغی؛ نو يې وويل: هغه رب لره دي حمد او ثنا وي چې زه يې د زامنو په شهادت بختوره وګرځولم.

په احادیثو کې امير المؤمنين، ستر تابعي سفيان ثوري رح له پلاره په داسي حال کې يتيم پاتې شو، چې د بې وزلۍ له امله د علم ترلاسه کولو ته ډير انديښمن و، کله چې یې مور علمي مينه او لا چاري ولیده؛ نو يې دا جمله ورته وويله”ای زويه! علم ترلاسه کړه، زه به په خپل لاسي کار ستا نفقه برابروم” په خپل لاسي کار(اوبدلو)يې داسي ستر محدث وروزل چې إمام اوزاعي رح يې په اړه وايي: نن له سفيان پرته بل داسي څوک نه ده پاته چې ټول امت ورباندي خوشحاله وي.

داندلس حاکم عبدالرحمن الناصر چې اموي خلافت يې را ژوندی کړ، د اروپایي ځواکونو پر ضد يې جهادي مبارزه وکړه او قرطبه يې په خپل عصر کې د خلافت هغه مرکز وګرځول چې اروپايي حاکمانو به فيصلې ورته راوړې؛ له پلاره يتيم پاته شو او مور يې روزنې ته پاملرنه وکړه.

محمد الفاتح چې ماشوم و، مور به يې سهار وختي په غیږ کې پورته کړ، د اندلس ماڼۍ به يې ور وليدې او ورته به يې وويل” ای محمد! هغه ماڼۍ به ستا په لاس فتحه کیږي؛ ځکه ستا نوم محمد دی او ددې خبرې يادونه رسول اللهﷺ کړې ده ”

صلاح الدین ایوبي رح یوه ورځ له ماشومانو سره لوبي کوي، پلار يې له ماشومانو را بېل کړ، په غیږ کې یې لوړ ونیول او ورته یې وویل” ما ستا له مور سره په دغه نيت نکاح وکړه، چې داسي زوی راوړې چې بيت المقدس آزاد کړي، نه داسي زوی چې له ماشومانو سره لوبي کوي، صلاح الدین يې له لاسه لاندې په ځمکه وغورځاوه، کله چې یې دنوموړي په مخ کې د درد احساس وليد، ورته يې وويل: خوږ شوې؟ صلاح الدین ورته وويل: هو! پلار يې ورته وويل: نو بيا ولي ژړا او فرياد نه کوې؟ ماشوم ايوبي ورته وويل: دبيت المقدس فاتح ته ژړا او فرياد نه ده په کار.

رسول اللهﷺ چې زبير رضی الله عنه درې ځله د کفارو د حال معلومولو لپاره په يوازي سر لیږي؛ لامل يې دا و چې کله نوموړی په ماشومتوب کې له آس څخه پریووت؛ نو مور صفيې یې پروا ونه کړه.

دعربو اولادونو ځکه هيڅ د ویرې احساس نه کاوه، چې د مکې مکرمې په دښتو کې به څو میاشتې او کلونه د پسونو په څرولو پسې ورک وو، او مور پلار يې هيڅ په غم کې نه وو.
خالد بن وليد چې د کسرا او قيصر ماڼۍ فتحه کوي؛ لامل يې دا و، چې څو کاله بې په تورو او وحشي غرونو کې ښکارونه کړي وو.

نن ورځ چې اولادونه بې لارې او بزدله دي؛ ميندو يې سمه روزنه نه ده ورکړې، رسول اللهﷺ چې موږ مسلمانانو ته له دينداره ميرمنې سره د نکاح امر کوي، لوی هدف یې داده چې ميندي په سالمه توګه داسي تاريخ جوړونكي نسلونه وروزي، چې په مټ یې اسلام سر لوړی او کفر ذلیله شي او داسي کارنامې تر شا پریږدي چې د راتلونکو نسلونو لپاره د عبرت درس وګرځي.
نن ورځ مسلمانان په نکاح کې تر تقوا او ديانت ښکلا او زینت ته اولویت ورکوي؛ ځکه نو ډير کسان داسي اولادونه راوړي چې اسلامي ولوله يې خورا کمزوري او د فسق او فجور خواته ډير مائله وي. کفارو چې نن د ميرمنو بې لاريتوب ته پاملرنه کړې ده؛ دا ويره احساسوي چې د پاک او سالم فکر ميرمنې کولای شي؛ په غيږ کې داسي حق پرست او باطل ضد اولادونه وروزي چې په مټ یې اسلام زموږ تر پولو را ورسيږي او زموږ لپاره لوی خطر جوړ شي.

نن د صفيې په څېر مور ته ضرورت دی چې د زبير رض په څېر زامن وروزي او نن د نجم الدین ایوبي په څېر پلار ته ضرورت دی چې د صلاح الدین ایوبي په څېر زامن وروزي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx