حریت اونیزهپښــــتو ادب

حریت فکري روزنه؛ د انګلیسې ټولګي لومړۍ دوره زده کوونکي فارغ شول

حریت فکري روزنه؛ چې د فکري او دعوتي فعالیتونو تر څنګ په علمي برخه کې هم د ځوان نسل لاسنیوی کوي، د لومړي ځل لپاره د انګلیسي ژبې لومړۍ دوره زده کوونکي فارغ کړل.

په همدې مناسبت جوړه شوې ناسته (۱۴۴۵/۵/۱۷) کې د دې ټولګي استاد اجمل ځلاند وویل، چې فارغ شوي زده کوونکي باید په همدې بسنه ونه کړي او هڅه وکړي چې لا په لوړه سطحه د انګلیسي ژبې زده کړې ته وخت ورکړي.

د فارغو زده کوونکو په استازیتوب مصباح الله مصباح خپله مقدمه په انګلیسي وویله او وروسته يې د حریت فکري روزنې له مسؤلینو مننه وکړه چې دوی ته يې په وړیا ډول داسې زمینه برابره کړې وه.

د هغه په خبره هیله لري، چې دا لړۍ لوړې سطحې ته هم وغځېږي او هڅه وشي چې له اطرافو راغلي بې وسه زده کوونکو ته پکې ډېره برخه ورکړل شي.

د حریت اونیزې مسؤل دادمحمد ناوک د انګلېسي ژبې د زده کړې پر اهمیت او د ځوانو ملګرو پر مسؤلیت هر اړخیزې خبرې وکړې، په وینا يې یوه ژبه د هغې ژبې اړوند علومو، مسائلو او کلتوري پدیدو ته د کړکۍ او کیلي حیثیت لري، چې باید سالمه استفاده ترې وشي.

په دې غونډه کې چې د دریځ چارې يې نورمحمد انتظار سمبالولې، کرامت الله کاوون په خواږه غږ کې ترنم وړاندې کړ او انعام الحق انصاري د پیل خبرې وکړې.

د غونډې په وروستیو شېبو کې فارغو زده کونکو ته ستاینلیکونه او بري لیکونه هم ورکړل شول، چې له جملې یې مصباح الله مصباح د یاد ټولګي په لومړۍ ، فهیم خان دویمه او نورمحمد انتظار په درېیمه درجه کې راغلي و.

ناسته د قاري صیب عطاءالله په دعایې سره پای ته ورسېده.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx