شعـــــرونه

نهه څلوېښتمه فی البدیهه مشاعره!

ترتیب او را ټولونه ; محمدحسن (جهادي عمري)

پۀ اونیزه فی البدیهه مشاعره کې د شاعرانو شریک شوي بیتونه!

نیټه: ۸/جمادي الاولی/۱۴۴۵

د (اسلامي ادب ګلبڼ) تر سر لیک لاندې؛ پۀ یوۀ شاعرانه محفل کې یوه لۀ ښکلا ډکه مشاعره تر سره شوه! چې انتخابي بیتونه یې لاندې راوړل شوي دي.
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
بیت!
د مجنون د آه لوخړې دي چې خیږي
که بل شوی د سحرا په دامن نار دی
ارواښاد کاظم خان شېدا
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

دا د چا له خولې نه وتى يکه زار دى
درست وطن ټپه ټپه، نغمه نګار دى
نورالحبیب نثار

ښاپېرې یې په، شغلو او رڼا درومي
ملا حسن دې، د ټول کاروان سالار دی
هدایت ازمون

زندګي د اور غوټه ده په دوزخ کې
او د قبر عذاب تاته انتظار دی
قیس هاشمي

د لفظونو په قالب کې استوکن یې
حقیقت د اهلکارو اصل کار دی
حسیني مختار

چې حاصل ترې همیشه دلشکني وي
دا اعجاز د بې روخۍ څومره نا چار دی
نظم الدین ندرت

دا جهان د چا د مینې تار په تار دی
په ژړا چې له رباب سره ستار دی
پیر محمد کاروان

د زړه زخم مې د درد په اور بلېږي
ګل به وا شي د رنځور حسن بهار دی
ګل رحمن رحماني

ما یو چا سره تړلی د زړۀ تار دی
تۀ یې څۀ کوې چې یاره ده، که یار دی
عباسي جانان خدرخېل

داسې ښکاري چې هم شيخ اوهم عاشق یم
چې هم درس دی هم مسجد دی هم خمار دی
الشیخ عزیز الله مظهري

چا چې کړى خوب کې ستا د مخ ديدار دى
دا ويده انسان په بـخت بـاندې بيدار دى
اکرام الدین مفتون

ستا له غمه مې زړګی پۀ امان نۀ شو
پۀ ځنګل کې د مرغیو بیروبار دی
نورالله عرفان

زه یم پاته زما پل درسیدلی
دا په ځان کي مي د چا درته تلوار دی؟
حیات همت

شرنګوه یې په وريښمینو ګوتو یاره
ما راوړی درته بیا د زړه سیتار دی
حافظ سجاد

پوه سوم ستا د مينې ټوله ګټه دا وه
انتظار دى، انتظار دى، انتظار دى
نبيل شباب

وبه نه مومې خوښۍ د ژوند تر پایه
درپسې مې د مات شوي زړۀ ازار دی
درمل عرفان

زۀ روان يم، د غمو پيټی مې بار دی
هر اندام زما په درد باندې خمار دی
زاهد زېری

ليک دې لولم خوشبويي ترې ولاړيږي
پاتې شوی پکې ستا د څڼو تار دی
حمدالله فطرت

د شفق الوان ختلی په افق دی
که د یار د اننګو رنګ د انار دی
ګمدل

لېونۍ یې په شلېدلي آمېل ژاړې
راځه اوښ مې په لونګو باندې بار دی
پیر محمد کاروان

لا مې زړه کې تلوسه د مينې شنه ده
خو وتلی مې د ژوند له ستنې تار دی
قاري امين امين

ستا مین ستا د کور مخته شهید شوی
خړ سوری – سوری څادر یې پرې هوار دی
قیس هاشمي

یا خو زه یمه بې حده بدرنګ شوی
یا خو پروت د ایېنې په مخ غبار دی
کریم سلطاني

د خپل زړه د څو بې ربطو ترکیبونو
ماته خپل ژوندون په خپلو اوګو بار دی
ثناءالله معصوم

لالهانده دې د عشق ختن کې ګرځم
خوږمن زړه مې ستا د ياد په مشکو بار دی
نظام کندهاری

لا دې تللو ته بیخي اماده نه یم!
لا مې پاتې ستا د خوږ حُسن خمار دی!
جهادي عمري

چې په سر باندې یې سیوری د بهار دی
ګلاب خود د نرمو نرمو وږمو یار دی
نجیب الله هجران

يوسف نه دی خو راغلی تر بازار دی
په دې نيت چې دلته هر څوک خريدار دی
محمد نور قانع

چا چې کړى په مظلوم باندې ګوزار دى
که باچا دى هم له تخته را ګوزار دى
اکرام الدین مفتون

ښایي مرګ هم د ټپې په شانې خوږ وي
دا ژوندون چې یا قربان او یکه زار دی
پیر محمد کاروان

خود به بوى ترې د لاچي ځي، د لونګ ځي
د هوتکو، د ابدالو دلته ښار دى
نورالحبيب نثار

ستا پوړنی دی له مخه څه لوېدلی؟
ما ناحقه چغي وکړې چي سهار دی؟
حیات همت

دا پامیر دی، که شمشاد دی، زما خوا کې؟
نه – نه، دا محور د مینې زما پلار دی!
طالب العلم زابلي

یو سړی دې له خوشبوه څخه جوړ شوی
یو سړی دې د عطرونو دوکاندار دې
عمران همزولی

د ژوندن په هـره سخـته کې را رسـي
دا سړی مې د مخلصي مینې یار دی
فضل لیوال

ښکلي فکر کړي تر پښو یې لاندي کړی
مګر زړه زُما نادان نه دی، هوښیار دی!
وکیل احمد متوکل

له تیارو نه راوتلی بیا سهار دی
سوله راغله، امن راغی، جنګ کرار دی!
مهاجر فراهي

قافلې د حسن ځي راځي وطن ته
غلى شوى نور د تورو شرنګهار دى
نورالحبیب نثار

مهاجره وروره راشه خپل وطن ته!
امن – امن کابل جان او کندهار دی
عبدالغني وفا

په اوربل یې د سکون ګلونه ځانګي
بیا وطن د ازادۍ کړی سینګار دی
فاروقي خپلواک

اشغالګرو ته دوزخ موږ ته جنت شو
دا وطن خپلو بچو ته وفادار دی
عبدالرحمن معتصم

ازادي مې په ميړانه ترې ګټلې
په دښمن مې تل له مخې کړي وار دی
عنايت الله فرياد

په الله باندې قسم نبي سرداره
ستا لیدلو ته مې بل رقم تلوار دی
محبوب اغا

زه انکار نه، د انکار انداز ته ګورم
ستا انکار کې پروت نيازبين غوندې اقرار دى
اکرام الدین مفتون

زړه مې داسې ستا په عشق کې فنا شوی
هم رحمان دی هم خوشحال دی هم افګار دی
الشیخ عزیز الله مظهري

یوه نظر یې د همت په ژبه پوه کړم
څو ژوندی یم دا احسان یې په ما بار دی
ګل رحمن رحماني

چې په سخته کې دې نه دريږي څنګ کې
نه دې ورور دی، نه دې یار دی هسې مار دی
مشفق حریت مل

شنې لوخړې او لوګي ترې پورته کیږي
ویجاړ شوی دغـ.زې جنتي ښار دی
قاري یوسف احمدي

د مجاز په عشق چې هر سړی خمار دی
سړی ندی، یو حمار دی او بیمار دی
عباسي جانان خدرخېل

موږ د کوم جنت پۀ وږم پسې مړۀ وو؟
دا دی اوس هم ستا د تورو زلفو وار دی
نورالله عرفان

خاص په قد لکه زما د تللي یار دی
مخامخ چې هغه پورې دنګ چینار دی
نسيم منصور

نن خو بیا د میخانې محفل ته راغلم
نن خو بیا د سرو جامونو کړنګهار دی
امین زرګر

داسې ښکاري د مجنون سکني ورور یم
هجر وخوړم ګرېوان مې تار په تار دی
نوراني تڼېوال

زه دا نه وم لکه اوس چې داسې يمه
ماته خپل ها پخوانی سړی پکار دی
ضيأ ضمير

رسیدلی مې د زړه و منځ ته رنځ دی
له لاسونو مې د ژوند وتی اختیار دی
مستغفر ګربز

خلاصېدل يې ناممکن غوندې کیسه ده
دغه زړه هم ستا د زلفو ګرفتار دی
عرفان الله ایوبي

بیلتانه دې یم دې حد ته رسولی
جوړ په اوښکو مې د اوښکو بیا کتار دی.
وفیق اشنا

ستا د دوو سترګو دیدن ته خوږه یاره
ما منلی په ځان مرګ دی او که دار دی
مخبت وردګ

د دین ټولې اسرې مې لولپه شوې
د بیلتون پوخ انډیوال دې څوکیدار دی
سیف صدیق

دا چې ته په اه فریاد کې ګرفتار یې
درپسې مې د خوږمن زړګي ازار دی
محمدآغا حیدري

یا خو نوره شاعري پۀ الوتو ده
یا مې ذهن باندې ګوره څۀ فشار دی؟
مخلص کډوال

دا وطن به نو بیا څنکه ټوټه کېږي؟
پیوند شوی د ورورۍ په قوي تار دی.
وکیل احمد متوکل

د ادم درخو مجلس خاتمه مومي
شمه مړه شول اذانونه دي سهار دی
عبدالغني وفا

زه چي هره ورځ بیدیږم لاس تړمه
داسي وخت دی چِ له ځانه مې هم ډار دی
حیات همت

چي کاکل دې پر تورات د تندي بال کړ
ماه رویه بشارت دې پر رخسار دی
قران مل

په ښکلا دې الله نور هم برکت کړه
محترمه انسانیت زموږ پکار دی
قیس هاشمي

له څهرې نه دې د زړه پاکول ښه دي
زړه ته ځیر شه چې نیولی یې غبار دی
حسیني مختار

ما همدا په وینو رنګ تصویر خوښ کړی!
شیخه ستا زما له کار سره څه کار دی?
امین وردګ

لاس د بل و در ته مه نیسه نادانه!
د هر چا روزي رسان پروردګار دی
مظلوم يار

اعتماد په خلکو هغه رقم مکړه
وه زړګیه دا خو کلی ندی، ښار دی
زاهد ساپی

د بیلتون شپې به تیريږي ژر تر ژره!
په راتللو د وصال رنګین سهار دی
مامون

چې له دار او له پرهاره سره نه وي!
د دلدار هغه دیدار کله دیدار دی
عصمت الله متقي

هر سړي په وینو سره توره راوړې
هغه ورک دی چې وژلی یې ښامار دی
قیس هاشمي

پای.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx