نظــر

د حنفي فقهې راجحیت، غوره والی او جامعیت! (اوله برخه)

د حنفي فقهې راجحیت، غوره والی او جامعیت! (اوله برخه)

لیکوال: م حمادشیرزاد

د رسول الله صلی الله علیه وسلم وروستۍ د حجة الوداع خطبه وه، صحابۀ کرام راټول او خپل محبوب ته یې صمیمي غوږونه ایښي او زړونه یې ورته پرانیستي وه، تر څو د حق ویناوې واوري او بیا دا غوره دین د نړۍ تر هر کونجه او هرې بیدیا ورسوي، هماغه وخت رسول الله ص فرمایلي وه، چې علیکم بسنتي و سنة الخلفاء الراشدین المهدیین… صحابۀ کرام پر هماغه لار لاړل، په یو وخت یې د دې متین دین وړانګې د نړۍ تر کونجونو ورسولې، د هجرت د دویمې صدۍ په اواخرو کې د دین د اشاعت، ترویج او د فنونو چرچه وه، هلته چې باطلو فرقو نشو/ نماء کوله نو پر وړاندې یې ریښتیني د حق داعیان او امامان ودرېدل، کلک ځوابونه یې ورکړل، د چا بطلان ته “امام ابوحنیفه” خدای سپر کړ، څوک بیا “امام احمد بن حنبل” پر غلطه ثابته کړل، د چا تردید د مدینې امام “مالک بن انس” وکړو او د چا د غلطو عقائدو د بطلان لپاره “امام شافعي” او نور امامان میدان ته راووتل، مذاهب رامنځته شول او پر حقه باندې پکې څلورو مذاهبو شهرت وموندلو.

 

همدا اوس په ټوله نړۍ کې د څلورو مذاهبو فقه په عملي توګه رائجه او مشهوره ده، چې حنفي فقه د دې په منځ کې عمومي منل شوې او له ځانګړي امتیاز برخمنه ده او كه ووايو چې اوليت او مرجعیت د همدې فقهې تقدير دى، نو غلطه به نه وي؛ ځکه حنفي فقهې چې کومه د کمال درجه ترلاسه کړی، د هغې د لاملونو او اسبابو معلومول دومره ستونزمن نه دي، ځکه د دې فقهې د پرمختګ او تکامل راز که په لنډه توګه ووایم، نو جامعیت، له اوسنیو حالاتو سره همغږي/ شاملیدل، د اصولو او قواعدو مظبوطي او د احادیثو او آثارو شمولیت دی.

 

په دغه لیکنه کې به یې به زه په یو څو مهمو نقطو لنډ او جامع لیکل وکړم، تر څو پکې د حنفي فقهې ځانګړتیا، جامعیت، بهتري، د امامانو کردار، په خاص ډول د دې فقهې لپاره د علماؤ او لویو امامانو د شوری جوړیدل او د اوسنیو ځینو بدعتي ډلو/ ټپلو د حنفیت سره تړاو یا نه تړاو پکې روښانه او تر تاسو درورسوم ان شاءالله.

 

د حنفي فقهې ځینې مهمې ځانګړتیاوې!

د حنفي فقهې د ځانګړتیا په اړه علامه شبلي نعماني په “سيرت النعمان” کې ډیر په تفصیل سره لیکل کړي دي، چې د خلاصې په ډول به یې ځینې ذکر کړم.

 

(۱) د حنفي فقهې مسایل او احکام پر اسرارو او حکمتونو باندې بناء دي، یعنې هره مسئله یې له حکمت خالي نه وي، د وخت او حالاتو موافق وي، د شریعت سره عین موافق وي او یو سر/ راز دا چې د مسئلې تحقیق کوې نو دا به مومې، چې دا د رسول الله ص وروستی عمل دی، (۲) پر حنفي فقه عمل د نورو ټولو فقهاؤ د فقهې په پرتله ډېر آسانه او سهل دی او لامل یې همدا دی چې دا فقه د یو شخص نظر نه؛ بلکې د یوې لویې کمیټې نظر دی، (۳) په حنفي فقه کې د معاملاتو اړوند چې کومې قاعدې دي، هغه ډیرې پراخې او متمدنې دي، چې د وخت په تیرېدو او د نویو معامعلاتو په راتګ سره ترینه بشپړه او احسنه استفاده کیدلای شي او لا هم ترینه کیږي، (۴) حنفي فقهې د ذميانو (يعنې هغه څوک چې مسلمان نه وي، خو د مسلمانانو په واکمنۍ کې اوسیږي او اطاعت کوي) حقوق په ډیرې پراخې سینې او آزادۍ سره ورکړي او دا هغه ځانګړنه ده، چې د هیڅ امام او مجتهد په فقه کې نه لیدل کیږي، (۵) حنفي فقه د شرعي نصوصو عین موافق ده، یعنې هغه مسایل او احکام چې د شرعي نصوصو څخه اخیستل شوي وي او په هغې کې د امامانو اختلاف وي، نو په هغې کې چې امام ابو حنیفه رح کوم اړخ رانیسي، هغه عموما قوي او مستدل وي او داسې مثالونه په نورو فقهو کې بیخي کم لیدل کیږي.

 

(۶) د حنفي فقهې بل خصوصیت “شورای نظام” یعنی د دې فقهې په تدوین او د مسائلو په استخراج کې د جامعیت، شورائیت او همغږۍ څخه کار اخیستل شوی، ځکه چې په یوه مسئله د څلویښتو لویو لویو علماؤ نظرونه اخیستل کیدل او بیا به پرې فیصله کیدله او زه په کلي اعتبار سره ویلی شم، د نورو فقهاؤ فقهې له دې خصوصیت بیخي خالي دي او ان شاءالله مخکې لیکنه کې به یې په دغه جامعیت او شورائیت باندې هم رڼا واچوو.

والله اعلم
نور بیا ان شاءالله.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx