نړۍ

امریکا:په کلیفورنیا کي په ملینونو مړه ماهیان موندل شویدي

dead_fishes_in_americalنن ټکی اسیا مارچ ۲۰۱۱/۲۸) دکلیفورنیا ایالت دلاس انجلس ساحلي ښارګوټي ته څیرمه په ملینونو مړه ماهیان دسمندر څپو دساحل په لور را اخیستي دي، له سیمي څخه خبرونه وایی چي ماهیان دومره زیات دي چي دسمندر پر سطحه باندي یی لویی تختي جوړي کړيدی، داسي ګمان کیږي چي دسمندر په منځ کوم طوفان وهلیدي اوچیري کوم تنګ ځاي کی یی ډب کړیدی، دتنفس دبندیدو له کبله مړه شویدي.

دکلیفورنیا دلوبو اوماهیانو داداري مسئول انډریو هوغان خبري رسنیو ته ویلي،   دبیسن دبندرګاه پنځمه برخه په ماهیانو ډکه ده، نومړي زیاته کړه په ساحل کي هیځ داډول نښي نښاني نه ښکاري چي دماهیانو ژوند دي په خطر کي واچوي، نه کو م کیمیایی مواد نه کوم تیل اونه کومه بله غیر قانوني کړنه ساحل ته څیرمه ترسره شویده، لدي څخه بغیر چی ودي پیښی ته یو قدرتي افت ووایو نور هیڅ نشو ویلای.
ژوند پوهان تراوسه پوري په څیړنو بوخت دي، خو اړونده چارواکو لا له وړاندي څخه دجالونو او سلواغو په واسطه له سیمي څخه دماهیانو لري کول شروع کړیدي، په کلیفورنیا کي دسمندري چارو مسئول سټاسی ګبریل زیاته کړه په ځینو ځایونو کي مړه ماهیان په دومره زیات مقدارباندي جمع شویدي چي دکښتیو مخه یی ډب کړیده.
دساحل دپولیسو مشر وویل، اوس وخت ددی دي چي باید سیمه پاکه شي ځکه په ټنونو مړه ماهیان دساحل په غاړه  کی کوټه شویدي،کچیري لري اوپاک نشي دچاپیریال لپاره دخطر سبب کیدای شي. چارواکي تراوسه پردي خبره غورکوي، ترڅو له مړو ماهیانو سره څه چم وشي، نوموړي زیاته کړه، مونږ یوه لاره لرو چي ټول ماهیان باید له سیمه څخه چیري لري صحرا کي ترخاورو لاندي شي.
دوي میاشتي مخکي  هم په میریلنډ کي دوه ملیونه مړه ماهیان موندل شوی ول، او د لوزیانا په ایالت کي بیا ۵۰۰ مړه مرغان له هوا څخه راغورځیدلي ول.
بخت الرحمن بخت

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x