نظــر

د همه شموله غم؛ ولې مخالفین پړسول کیږي؟

احمدزی

له کله چې ا. ا. ا پر هیواد د حاکمیت وزرې خپرې او د نړۍ سره یې د یوه سیال هیواد په توګه تعامل پیل کړی، پر یوه ستر، اصولي، خو د رقیبو هیوادونو لپاره پر یوه ضمنی خطرناک دریځ هم قائم پاتې شوی دی.

دوی ویلي او لا هم ټینګار کوي چې د هیچا مداخله او فرمایش په هیواد او د نظام په ساختار او جوړښت کې نه مني او نه یې هم زغملی شي.
دې کار هغه درې پرځیدلي امپراطورۍ او د هغوی اشرباڼي وارخطا کړي، چې په یوه نه، یو ډول لاهم په افغان چارو کې مداخلې ته تږي دي او غواړي د خپلو بړیڅو په مټ، په دغه خاک وبوم کې خپلې اوږدمهاله ستراتیژیکې ګټې خوندي وساتي.

دوی د نظام منځته د خپلو افغان نما لاټیانو داخلیدو ته خورا زیاته هڅه کوي او د همدې لپاره یې پر ا. ا. ا دومره فشار راوستلی چې آن تر دوه کلن حاکمیت وروسته یې هم د ر سمیت پاڼه باندې د تائید کرښه نه ده کش کړې او هرڅه ددې موخې تر تحقق پورې تړلي بولي.
دوی په رسنیو کې کله د نجونو مکاتبو پلمه، کله هم د بشري ازادیو بهانه او کله هم نورې سوژې تراشي، څو په یوه نه یو ډول پر امارت فشار راوړي چې ددوی غوښتنو ته سر خَم کړي.
د همه شمول اصطلاح یواځې رسنیز نوم نه دی، تر شا یې بلها کیسې پرتې دي؛ دوی د همدې لپاره د لوړو فشارونو د واردولو هوډ کړی او که ا. ا. ا یې ونه مني دوی ښایي نور فشارونه هم وارد کا او کیدای شي کرار کرار، آن هغه نا مرئي شیاطین یې هم ننګې ته را ودانګي چې تر اوسه یې د فرښتو په نوم په ولسونو کې ځانونه تیر کړی دی.
نړیوال کله افغان واکمن د ګاونډیانو په توسط تر فشار لاندې نیسي او کله هم بهر کې د تیرې ادارې پرمهال آزمویل شوې مهرې راټولوي او په مختلفو هیوادونو کې د سیاسي غونډو په نوم ورته لابي کوي.
دا هرڅه یواځې هغه سیاسي مانَورونه دي چې په مټ یې غواړي، ا. ا. ا تر فشار لاندې ونیسي.

موخه؟

که چیرته د دوی غوښتنه ومنل شي او امریکایي بړیڅو ته د حکومت په اډانه کې د پریکړو واک او یا هم د واک پر ګدۍ جزئي اختیار هم ورکول شي، نو د هرې کوچنۍ او لویې پریکړې لپاره به د هیوادونو د ګټو د خوندیتابه په رڼا کې ګام اخیستل کیږي.؛
د ا. ا. ا ټولې هغه رغوونکې هڅې به تر خنډ او ځنډ لاندې راځي چې نړیوال یې په اوږدمهال کې ځان ته ګواښ بولي.
په سیاسي او عقیدوي ډګر کې بیا د افغانستان پر وړاندې د ټولو شرقي او غربي رقیبانو ګټې مشترکې دي.
مثلاً: دوی نه غواړي راتلونکی افغان نسل په سوچه اسلامي مفکوره سنبال وروزل شي، فردي او فکري آزادۍ له خنډ سره مخ او سیاسي اسلام په عمل کې پیاده شي.
دغه راز د هیواد د علیا اقتصادي موخو پر وړاندې هم د دشمنانو هڅې دوامداره روانې دي، امریکا او متحدین یې د ټولو هغو ملي او هیوادنیو پروژو په برخه کې له هیڅ راز خنډ جوړوونکو کوښښونو دریغ نه کوي، چې په سیمه کې یې د امریکا رقیبو مخالفو هیوادونو ته هم ضمني ګټه رسیږي، لکه د واخان کوریدور، کاسا۱۰۰۰ او…..؛ چې په عموم کې د یوه پر پښو ولاړ او پر ځان متکي افغانستان پر وړاندې مخربانه ګامونه اخیستل یې نهايي نقطه نظر دی.

حکومت ته پکار دي چې همدې دریځ باندې محکم ودریږي، نه د مخالفینو سیاسي مانورونه ورته تاوان پیښولای شي او نه هم د فشار شنه او سره څراغونه…!
حکومت دې لکه څنګه چې همه شمول اداره کې ټولو اقوامو ته ګډون ورکړی، همداسې دې مخته ولاړ شي، هیواد، اسلام ته ژمن کسان دې رامخته کړي او په مناسبو مسلکي ځایونو کې دې ترې کار واخلي.

خو یوه خبره شته، چې د افغانستان د راتلونکي په هکله اټکل وهل ستونزمن کار دی.
ګورګين هيڅکله دا اټکل نه و کړی چې ميرويس به یې له تيغه تيروي او افغان ولس به يې په يوه شپه کې تر شا دريږي.

د نادر شاه له پرزيدو وروسته چا دا اټکل نه وو کړی چې ولس به د احمدشاه دراني ترشا دريږي او دا امپراتوري به دومره غځيږي چې ډهلي کې به سپيره پښتانه واک چلوي.

امان الله خان چې د علماؤ په مټ د غازي لقب وګټلو فکر یې نه کولو چې پردي کلتور ته په خدمت به یې ولس همداسې بې توپیره پریګدي او يو څو کسيزه ډله به دی له تخته را پرزوي.
ظاهرشاه فکر نه کولو چې د تره زوی به يې د کورنۍ واکمني ته د پای ټکی کېږدي.
داود بيا پر خلقيانو تره کي پر حفيظ ،حفيظ پر روسانو کلك باور درلود خو د هماغه له خوا ووژل شول.
روسانو په يوه نا اټکل شوي فرصت کې ګرمو اوبو ته د رسيدلو خوب ګور تهولې مخالفین پړسول کیږي؟

روسانو په يوه نا اټکل شوي فرصت کې ګرمو اوبو ته د رسيدلو خوب ګور ته يووړ.
امريکا بيا د افغان ټولنې د يوه کمزوري قشر په لاس داسې ماته وخوړله چې په تاريخ کې يې مثال نشته.
دا ولس د هر هغه مشر تر شا دريدلی چې ريښتينی ورته ښکاره شوی .
ولس چې د خپل عزت لپاره د حجرې د عادي طالب مرحوم ملا عمر ترشا ودريد؛ اوس هم د هغه حکومت کلکې ننګې ته چمتو دی چې د دوی په غوڅ ملاتړ واک ته ورسیده او اوس د همدې ولس لپاره د هیواد آبادیدو ته کلکې مټې رانغاړلې دي.
نني مشران هم له تاريخ څخه مستثنی‌ٰ نه دي، که د پردیو فشارونو منلو ته دوام ورکړي او د ملت استفراق شوې مهرې د همه شمول په نوم د واک پر ګدۍ ور شریک کړي، نه به یې د هیواد د آبادۍ خوب رښتیا شوی، وي او نه به یې هم د ښیرازي د ارمانونو سپرلي ګلونه سپړلي وي.
يووړ.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
دوکتور غروال

طالبان هیڅکله د ملت په مټو حکومت ندی تر لاسه کړۍ بلکه د امریکا او انګلیس په هدایت نورو چورکوونکیو قاتلانو طالبانو قاتلانو ته کابل او نور ښارونه خوشی کړل !!!

خائین قاتل غلام کمونیستان ، خائین قاتل غلام تنظیمونه او خائین قاتل غلام طالبان د افغان ملت اساسی دوښمنان دی دا افغان ملت ته ثابته شوی دی او په وخت سره به افغان ملت د غلامو طالبانو څخه نجات تر لاسه کوی !!!!

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx