نظــر

د حنفي فقهې راجحیت، غوره والی او جامعیت! (دویمه برخه)

د حنفي فقهې راجحیت، غوره والی او جامعیت! (دویمه برخه)

لیکوال: م حمادشیرزاد

د حنفي فقهې د راجحیت لپاره مو د یادې فقهې په ځانګړنو مخکې برخه کې لیکل کړي وه، چې یوه مهمه ځانګړنه پکې د شوری نظام/ یعنې د یوې کمیټې تشکیل او بیا د هغوی له لورې د دې فقهې تدوین او پر مسائلو یې د همغږۍ په شکل تحقیق کول، د دې فقهې یوه داسې ځانګړنه ده چې نور مذاهب ترینه خالي او بې برخې دي.

 

د حنفي فقهې باني او د وخت لوی فقیه امام ابوحنيفه رح د دې فقهې د تدوين لپاره یو هر اړخیز او پراخ پلان جوړ کړی، ځکه چې دا ډیر دروند او ستونزمن کار و، خو د دې ستر او مهم ارمان د پوره کولو لپاره نوموړي د خپلو څلویښتو شاګردانو “چې دوی پخپله هر یو یې محدث، فقیه، د لغت او اسرارو ماهرین او د احادیثو څخه د مسائلو تخریج او د عربی ژبپوهنې برخو جبال وه”، راټول او یو مجلس شوری په نوم یې کمیټه ترینه جوړه کړه، چې دوی به په شریکه توګه پر یوه مسئله بحث کولو، د ټولو نظر او دلائل به اورېدل کیدل، که چیرته به کله دوی په یوه خبره سره متفق شول، لکه زرګونه مثالونه یې فقه کې ګورو، نو امام ابویوسف به د مفتح په شکل یاده مسئله په سمه توګه ثبت کړه، او که د نظر اختلاف به وو، بحث به یې په آزاده توګه دوام درلود، کله کله به د یوې مسلې په اړه میاشتې میاشتې هم بحث دوام درلود، خو چې کله به استدلال او دلیل قوي او د سبا په څیر روښانه شو، نو هغه مسئله به هم لیکل کیدله، لکه موفق بن احمد مکي په مناقب ابي حنیفه کې لیکلي ( فکان یلقی مسئلة مسئلة و سمع ما عنده ویقول ما عنده، و یناظرهم شهرا او اکثر من ذالک حتی یستقر احد الاقوال ثم یثبتها ابو یوسف فی الاصول) او که له دې وروسته به هم د چا اختلاف و، نو هلته به په تحریري شکل لیکل کیدل، چې د فلان اختلاف پکې د دغه دلائلو پر بنیاد شتون لري او دا به یې ترتیب وه، چې تر څو به یې یوه مسئله حل کړې نه وه، نو نورو ته به نه تلل.

 

همدا راز علامه کردي د امام ابو حنیفه رح مناقبو کې لیکي: چې “اذا وقعت مسئلة لهم یدیرونها حتی یضیؤنها”. ځکه امام صاحب شخصي د خپلې رائې تدوین نه خوښولو، بلکې تر هغې پورې چې د مجلس شوری نظر او بحث به پرې تیر شوی او د هغې مسئلې پر هر اړخ به یې بحث نه و ترسره کړی، نو لیکل کیدله به نه، ځکه خو به امام ابو حنیفه رح ابو یوسف ته ویل چې هر هغه څه چې له ما یې اورې مه لیکه، ځکه چې نظر بدلیږي.

په فقهي مسائلو کې د شوری جوړولو شرعي حیثیت!

په اسلام کې د شوری ارزښت او اهميت مسلم او منلی شوی دی او همدا راز په قرآنکريم کې الله تعالی د انصارو د شورايي نظام ستاينه او تعريف کړې او فرمايي: “و امرهم شوری بينهم” او په دې یې امر هم کړی دی، چې “وشاورهم فی الأمر”، همدا راز په احادیثو کې د شوری حکمت او فضیلت ذکر شوی دی، همدا لامل دی چې صحابه کرامو په ټولیزه توګه د شوری نظام پیروي کوله او د محبوب پیغمبر ص له رحلت وروسته د خلافت لومړۍ ستونزه د شوری په واسطه حل شوه او بیا پخپله ابوبکر رضي الله عنه د خپل خلافت پر مهال یوازې د شوری له لارې ټولې ستونزې حل کولې، لکه څنګه چې په السنن الکبری کې د میمون بن مهران په حواله یو مفصل روایت راغلی دی، چې ابوبکر به په یوه مسئله کې لومړی قرآن او احادیثو ته رجوع کوله او چې هلته به یې ونه موندل، نو صحابۀ کرامو نه به یې پوښتنه کوله، چې کله به مسئله روښانه شوه نو ابوبکر رض به ویل چې خدایه ستا لوی فضل دی چې دا صحابه ستا د محبوب او ستا د دین د هر عمل ساتنه کوي.

 

همدا راز عمر فاروق رضی الله عنه هم د خپل خلافت پر مهال د فقهي مسائلو د حل لپاره یوه شورا جوړه کړه او چې کله به کومه ستونزه پيدا شوه نو د مدينې فقهاء اصحاب به یې راغونډول او بحث به يې پرې کول او اجتماعي فيصله به يې کوله، علامه ابن القیم په اعلام الموقعین کې د ابوبکر او عمر فاروق رض شوری نظام په تفصیل سره بیان کړی دی.

 

په صحابه کرامو کې د زید بن ثابت، عبدالله بن مسعود، عبدالله بن عباس او تابعینو کې د عمر بن عبدالعزیز، مروان بن الحکم او د مدینې فقهاء سبعه منهج هم د شورایي نظام او مجلس وو. والله اعلم بالصواب

نور بیا ان شاءالله

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx