نظــر

د علماوو مسؤلیتونه او صفات

د علماوو مسؤلیتونه او صفات

 

لیکوال: حسان مجاهد

که علماء په خپل هغه مسؤلیت خبر شي چې په اوږو يې پروت دی؛ نو خوراک، څښاک، د آرام خوبونه او د ژوند خوبونه به سمدستي پریږدي.[سید ابوالحسن علي ندوي رحمه الله تعالي]

الله تعالی د انسانانو د هدایت لپاره انبياء پيدا کړي دي او په هغوی یې کتابونه نازل کړي دي، کله چې د نبوت سلسله پای ته رسیږي نو د انبياوو دغه درنه دنده ددې امت علماوو ته په میراث پاته کیږي، له دې کبله د علماوو هم مسؤلیتونه ډير درانه دي او هم باید دوی د غوره امتیازي صفاتو څښتنان وي چې دلته يې موږ په لاندي توګه ذکر کوو.
١_تقوا او خشيت
دا يو منل شوی حقیقت دی چې د عامو خلګو اصلاح او په دین عمل د علماوو تر اصلاح تړاو لري؛ ځکه په علماوو کې کم فساد ددین او خلګو تر منځ رابطه کمزورې کوي.
علماء په ټولنه کې داسي مثال لري لکه زړه په جسد کې، څرنګه چې د زړه په فساد سره ټول جسد فاسد ګرځي؛ دا شان د علماوو په فساد سره ټولنه فاسده ګرځي.
که د علماوو له الله تعالی سره اړیکه ختمه شوه، هغه ناروا کړنو ته يې مخه کړه چې عام خلګ ترې منعه کيږي او په علماوو کې دیني او اخلاقي کمزوري پيدا شي؛ بيا نو دغه کمزوري په ټولو خلګو کې پیدا کیږي، بيا که د وخت اسلامي حکومت هڅه وکړي، هم په خلګو کې دیني کمزوري نه شي ختمولای.
ويل کېږي چې د الوتکې په مخ طرف کې يوه وړه اله ده، چې له الوتکې سره په لارښونه کې مرسته کوي، که دغه اله د يو ويښته په اندازه له خپل ځای وښوري؛ نو الوتکه سمدستي بې لاري کیږي.
علماء هم د ټول ملت استازي دي که دوی په لار وو؛ ټول ملت به په لار وي، او که دوی له لوړو نبوي اخلاقو بې برخې پاتې شو؛ بيا ټول ملت په اخلاقي فساد ککړیږي، الله تعالی په قرآنکریم کې خشيت د رښتينيو علماوو صفت یاد کړی دی، ځکه یې بايد علماء په ځان کې پیدا کړي.
٢_ لوړ همت او اراده درلودل
په نن زمانه کې موږ مطلقا د علماوو له کمښت سره مخ نه یو، هر کال له ديني مدارسو څخه د عالم تر نامه لاندي په زرګونو کسان فارغیږي؛ بلکې موږ دداسي علماوو له کمښت سره مخ یو، چې په واقعي توګه ددين خدمت وکړي او هره خلا په را ډکه وي.
رسول الله ﷺ فرمايي: “إِنَّمَا النَّاسُ كَالْإِبِلِ الْمِائَةِ، لَا تَكَادُ تَجِدُ فِيهَا رَاحِلَةً” [الترمذي وابن ماجة والإمام أحمد وغيرهم] ژباړه: انسانان لکه سل اوښان داسې دي، چې په سلو اوښانو کې يو دسورلۍ او بار اوښ نه پيدا کېږي. رسول الله ﷺ په دې حديث کې وښوده؛ چې کله داوښانو څښتن په سلو اوښانو کې وګوري نو دسورلۍ او بار لپاره دخوښي وړ په مټ کې يو اوښ پيدا کړي، داشان ناقص او بې ګټي انسانان ډير دي اما کمال داره، په احوالو او اوصافو کې کامل او دخوښي وړ انسان که په سلو تنو کې يو پيداشي.
عمرو بن عاص(رض)دمصر په فتحه کې له امير المؤمنين عمر بن (رض) څخه کومک وغوښتل، عمر (رض) ورته وليکل: دڅلورو زرو په مقابل کې مي څلور تنه؛ زبير بن عوام، مقداد بن عمرو، عباده بن صامت او مسلمة بن خالد (رض) کومک ته در وليږل چې هر يو له دوي څخه دزرو مقابله کولای شي.
موږ که فکر وکړو، په دې آخره زمانه کې هم داسي انسانان پیدا شي چې تر نورو سلو او زرو انسانانو په پوهه، استعداد، دينداري او غوره صفاتو کې ممتاز وي، خو متأسفانه! چې دغه ډول انسانان يو په بل پسې رانه کډي اخلي او دتل لپاره دمرګي په دروازه کې راسره مخه ښه کوي. ددوي په کوچيدلو سره ټولنې د کاملو او عاملو انسانانو له پوره قحطي او کمښت سره مخ کيږي. نو علماوو ته لازمه ده چې باید ارادې او همتونه لوړ جوړ کړي او دا ونه وايي چې موږ تر سلفو صالحينو ډير وروسته پاتې يو؛ ځکه هغه هم زموږ په شان انسانان وو، څه بل ډول انسانان نه وو، دعلم، جهاد، او زهد استعدادونه له دوي سره تر خاورو نه دي لاندې شوي، بلکې اوس هم پاتې دي، په کار ده چي موږ په ځانو کې دهغوی داستعدادونو او کمالاتو ظرفيت پيدا کړو، تر څو موږ هم په سلو او زرو کې دکار سړي وګرځو او په راتلونکي کې نور دکار خلګ جوړ کړو او ددين په دعوت او دفاع کې دقربانيو دا لړۍ نوره موږ پسې وغزوو.
٣_له نفرت پیداکولو ځان ساتل
علماء بايد درسول اللهﷺ هغه وصيت په پام کې ونيسې، کوم وخت چې يې معاذ ابن جبل او أبو موسی اشعري(رضی اللّه عنهما) ته یمن ته د ليږلو پر مهال کړی و”تاسې اساني کوئ او سختي مه کوئ، زيری ورکوئ نفرت مه پيداکوئ، موافق اوسئ او اختلاف مه کوئ!” ددې وصيت عملي کولو ته علماء په هره زمانه کې خو په دې زمانه کې بيا زيات محتاجه دي.
که کوم علماء له سختۍ کار واخلي او د سختۍ له امله خلګ دين ته شا کړي؛ نو دا ډول علماء په واقع کې قطاع الطريق دي؛ ځکه دوی په خلګو ددين هغه لاره پريښوده چې دوی پرې د تګ اراده درلوده.
٤_ اسلامي امت له ګمراهۍ څخه ژغورل
علماء مسؤلیت لري چې لومړی په دین کې پوهه او بصیرت ترلاسه کړي، خلګ دين ته را وبولي، په سالمه عقيده او اسلامي روحيه یې سمبال کړي او اسلامي امت ته له ګمراهۍ او بې لاريتوب څخه نجات ورکړي.
نن په اسلامي ټولنو کې پراخو فسادونو او منکراتو سر راپورته کړی ده او په دین باندي عمل خورا کمزوری شوی ده، پخوا به خلګو له مکروهاتو او شبهاتو څخه ځان ژغورل، خو نن يې په څرګند ډول حرامو ته مخه کړي ده، پخوا به خلګو په مستحباتو عمل کاوه، خو نن يې ديني شعائر او فرائض تر پښو لاندي کړي دي، پخوا به مسلمانان په خپل دين د غره په شان محکم ولاړ وو، خو نن يې د الحاد او بې دینۍ بادونه له خپل دينه يوې بلې خوا ته ښوروي، پخوا به ځوان نسل خپل اسلامي اتلان او سلف صالحین د ځان لپاره مقتدایان ګرځول، خو نن يې د هغوی په ځای د هندي او ترکي فلمونو د ډايرکټرانو تقليد کوي.
علماء د نوح پيغمبر(ع) د کښتۍ په څېر دي، دوی باید هغه اسلامي امت چې نن د فتنو او فسادونو په سمندر کې غرقیدو ته نږدې شوی ده؛ ژر تر ژره وژغوري.
٥_ له غفلت او سوستي څخه ډډه کول
له امام محمد(رح) څخه وپوښتل شو: ولي د شپې مهال نه ويده کیږي؟ نوموړي ور غبرګه کړه: د امت سترګې ويدې دي؛ ځکه هغوی ماته امید لري نو ماته خوب په کار نه ده، نن که امام محمد نشته، خلګو د امید سترګې علماوو ته غوړولې دي. علماء د امت چوکیدارن دي، ددوی په غفلت سره اسلامي امت انسي او جني دښمنانو ته په لاس ورځي.
نن ورځ موږ د حق له ملګرتیا څخه ناست یو او زموږ دښمنان د باطل دین د خپراوي لپاره منډي وهي او د اسلامي امت د ګمرا کولو لپاره يې په ځان شپه او ورځ یوه کړې ده.
دکتور محمد اسماعيل المقدم وايي: د جرمني هېواد ميشت يو ځوان راته کیسه کوله «سهار وختي په سړکونو او کوڅو کې عيسوي مبلغين (دعوتګر) خپاره شي او خپلې باطلې عقيدې مسلمانان ور بولي، سهار مهال په شپږ بجې يوې جرمنۍ پيغلي زما دروازه را وټکوله، زه چې کله پوه شوم چې موخه یې خپلې باطلې عقيدې ته بلنه ده؛ نو مې ورته خپل اسلام څرګند کړ او ورته مي وويل چې زه ستا بلنې ته هيڅ اړتيا نه لرم، ما چې د هغې په خپل دريځ ټينګار وليد نو مې دروازه دهغې پر مخ وتړله، خو هغه د بندي دروازې مخته نيم ساعت ولاړه وه او په هماغه ډول ټينګار يې خپلې عقيدې ته دعوت کاوه او زه يې باطل دين ته هڅولم.(علوالهمة ص۲۹۶)
علماء بايد د حق په ګټه او باطل پر وړاندي له سوستي او غفلت څخه ډډه وکړي او په دې لاره کې هيڅ ډول د ستومانۍ او مايوسۍ احساس ونه کړي.
٦_له خپلمنځي اختلافاتو کرکه کول
کله چې اسلامي اندلس(اوسنۍ هسپانیا) له زوال سره مخ شوه، د پيړيو پيړيو مستحکم اسلامي نظام یې چپه شو او له ستر اسلامي نعمت څخه بې برخې شوه؛ د لامل معلومولو لپاره يې ډيرو خلګو څيړنې وکړې او په دغه موضوع ډير کتابونه وليکل شو، خو بالاخره دوی د هغې خطا په ګوته کولو بریالي نشول، چې دهغه وخت له علماوو صادره شوه چې هغه ستره خطا خپلمنځي اختلافات او بدبینۍ وې.
علماء بايد دنړۍ په کچه خپلمنځي اتحاد ولري، علماء يو داسې ځواک ده چې خپل پلویان، مخاطبین او لوی تاثير لري، خو دا هغه مهال چې دوي په داخل د هر هيواد کې د هماهنګي او همکارۍ اتحاد ولري.
دنړۍ کفارو دعلماوو هغه خپلمنځي واړه اختلافات درک کړي دي چې علماء په مختلفو نومونو سره بيلوي، ځکه دوى هميشه په علماوو کې د اختلاف او کرکې اور ته لمن وهي او د بقا هڅې یې کوي، ترڅو داړتيا په مهال بعضي علماء په بعضي نورو ضعيفه کړي، يوه ډله کفار يو طرف علماوو ته دا نظريه ورکوي چې دوي ورسره همغږي دي او دمقابل لوري په فکر کې مخالف دي حال دا چې کفار دټولو مخالفين او یو ملت دی.
٧_د حق تر څنګ د باطل پيژندنه
څومره چې په دين کې حق پيژندنه مهم او اساسي کار بلل شوی ده، دا شان باطل پيژندنه يعني دباطلو ادیانو، نظریاتو او منحرفو ډلو پيژنده هم اساسي کار او دمسلمان داعي سپيڅلې دنده بلل شوې ده؛ ځکه تر څو چې مسلمانانو دخپلو دښمنانو نظريات، عقائد او موخې نه وي پيژندلې؛ په وړاندې يې نه مناسب دريځ نیولای شي او نه ورسره مناسب تعامل کولای شي.
که په عموم کې داسلام مفاهيمو ته وکتل شي؛ نو محوري ټکي په کې دوه ښکاري؛ لومړی دعقائدو، عباداتو، معاملاتو او دژوند په نورو انفرادي، اجتماعي او سياسي برخو کې دخیر پيژندنه او دوهم ټکی په دې ټولو مجالاتو کې دشر پيژندنه، تر څو دخير دعملي کولو ترڅنګ له شر څخه لومړی ځان او بيا نور وګړي وژغورل شي او په خلاف يې مبارزه وشي.
قرآنکريم لکه څنګه چې مسلمانانو ته د(ولاء) يعني له اسلام او مسلمانانو سره ددوستۍ عقیدې تعليم ورکوي، داشان ورته د(براء)يعني له کفر او کفارو څخه دبیزارۍ عقيدې لارښوونه هم کوي.

نن ورځ چې کومو باطلو ادیانو او افکارو سر راپورته کړی ده او په تدریجي توګه په مسلمانانو کې ورځ تر بلې خپريږي او پلويان يې هم په زياتيدو دي؛ ستر لامل يې دباطل نه پیژندنه ده. باطل هیڅ کله په ښکاره بڼه نه پرمخ تللی او نه را څرګند شوی ده، باطل ټول وخت په اسلامي ټولنو کې دحق تر چيغه لاندې او دحق په جامه کې منګولې لګولې دي.
نن ورځ دپراخو وسائلو لکه مجلې، ويب پاڼې، سريالونه، ډرامې او نورو خپرونو له لارې مختلفو باطلو ادیانو او افکارو ته دعوت روان دی او شپه ورځ د فکرونو د تخریب، د مسلمانانو دګمراهۍ او داسلامي امت د انحطاط په هڅه کې دي.
نن د رسول اللهﷺ د هغې خبري چې يو څوك به ماښام مسلمان وي سهار ته به کافر وي، سهار به مسلمان وي ماښام ته به کافر وي. مصداق نن په سترګو وینو، ملحدين، سیکولران، لیبرالان مسلمانانو ته په خپل دين، قرآن او پيغمبر په اړه شکونه پيدا کوي، چې ساده ذهنه مسلمانان د کمو پیسو په بدل کې ډیر ژر کافران کړي.
کله چې علماوو څوارلس _پنځلس کاله حق ښه وپيژندل، اوس ورته لازمه ده چې ټول معاصر باطل ادیان، معاصر جاهليت، نظريات، افکار، او ګمرا او منحرفې ډلې په دقيقه توګه وپیژني، ويې څيړي،سرچينې يې څرګندې کړي، موخې يې معلومي کړي، وسائل يې درک کړي، دمخنيوي او شنډولو هڅه يې وکړي او مسلمان ملتونه يې په خطر باندې له سره تر پايه خبر کړي، ترې ويې ژغوري او په خلاف يې خلګ را وپاروي. پای

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx