تاریخ او شخصیتونه

وروره مه ځه سالار اور دی!

دادمحمد ناوک
سالار؛ د تېرې اورنۍ معرکې، سرښندنې، ځان تېرېدنې او مبارزې سالار پاتې شو، داسې چې هره لوټه، هره ونه او هر دېوال يې په اورونو کې پوخ شو، د غونډيو پر سرونو د کلاوو پر دروازو يې د ابادو شویو دنګو کوټو بې شیشو کړکیو تر رنګینو بیرغونو لاندې داسې تېرېدونکي هر لاروي ته راکتل، لکه د خپل درد او ټپي وضعیت داستان چې اورول غواړي.

سړي به انګېرل چې دلته ونې غږېږي، دوی د تېرې مبارزې کیسې کوي او د سترګو لیدلی حال شریکوي:
د سړک تر څنګ ټانګ والوت، اور او خاورې سره یو ځای پورته شوې، ګرد لا کېنستی نه و، چې له نورو ټانګونو پرلپسې ضربو د ونو پاڼې رېبلې، د تړل شویو دوکانونو دراوزې يې غلبېولې او نابلده کرېږو او په پردۍ ژبه ښکنځلو سیمه په سر واخیسته، په مخابرو کې له ښکنځلو وروسته د څنګ غونډۍ له پوستې توپ فیر شو او د مخامخ کورونو له منځه لویه دوړه پورته شوه!

دا د سالارو د څو متره فاصلې هر ورځنی حال و، دلته پر ځوانانو له بوستو نښه زده کېده، له دوکاندرانو خوراکي توکي په وچ زور وړل کېدل او د ماشومانو د شوخۍ او کړسنده خنداګانو درک داسې ورک و، لکه دلته چې یوازې څړه ګان د موقت وخت لپاره اوسي!

همدا سالار، چې د کتار تېرېدو په وخت کې د سپرلۍ سلامتې موټرې د کمپاین د موټروانانو تر موټرو لاندې شوې، چې یوازې به پکې د مرمیو ضربې، د اورونو لمبې او د ګړندیو تېرېدونکو موټرو هارنونه اورېدل کېدل؛ اوس د ژوند سالار دی، داسې لکه هر د ېوال، هره ونه او او غلبیل شوی هر دوکان چې مغرور ولاړ وي، د خپلې مبارزې د بریا پیاوړی احساس کوي او هر ليدونکي ته ور پام کوي چې څنګه د اورونو له منځه ش…هی…د، غــــــــــازي او عزتمن را و ووت، نه يې امریکايي سپېشل فورس، نه داخليانو او نه د کمپاین په نوم ازاریانو غرور مات کړ!

اوس پکې ګام په ګام هوټلې دي، دوکانونه يې تر نیمو شپو خلاص وي، پر غونډیو ابادو شویو کلاوو کې ژوند شروع شوی او د کړکیو پر شیشو د لګیدونکو وړانګو انعکاس سړی مسکی کوي، لکه دوی چې هم خاندي!
اوس يې پر خړو مغرورو دېوالونو رنګین بیرغونه نه ښکاري، چې ترې لاندې به د وسلې تورې خولې د خلکو رېبلو ته شېبې شمارلې؛ اوس کوم د چرسو دوړو کې امریکايي کېمپو ته د کانتینرونو لېږدونکی ځوان نه وايي:
درته نېولې مې ځولۍ، سر مې سرتور دی
وروره مه ځه سالار اور دی، وروره مه ځه!

نه هم کوم کرایه شوی افغان د بې وسۍ وروستي حد کې د امریکايي چوپړ له ستومانۍ دا غږ پورته کوي:
اور ولګوې، اوباما په کمپاینو باندې
وړکي يې تبا کړل، د سالارو کمېنو باندې
او ورلګوې!

اوس سالار د ژوند سالار دی، داسې سالار چې د هر دېوال او هرې معززې لوټې تاریخ يې باید خوندي شي!

۱۴۰۲/۹/۱۹

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx