ټولنیزه برخه

نمونه مدیریت – ۱

دادمحمد ناوک
اداره
هغه سیستم دی چې غړي يې د یو مدیر تر چتر لاندې د ټاکلي هدف د حصول لپاره له مناسبو منابعو نه په ګټې د مشخص پلان پر اساس فعالیت کوي.

سیستم:
هغه جوړښت دی چې له څو عناصرو را منځته شوی وي او د ټاکلي هدف لپاره په ځنځیري شکل فعالیت کوي، د عناصرو دندې، مسؤلیتونه او فعالیتونه يې له یو بل سره اوبدلي او پر یو بل اغېز لرونکي وي، که کوم عنصر خپله دنده سمه ترسره نه کړي نو ناکامې يې ټول سیستم ته زیان رسولی شي. د مثال په ډول په اوسني اداري بهیر کې چې پروسیجر يې له تېر رژیمه را پاتې دی، که د ادارې د لزومدید پر اساس په بشري منابعو کې زیادښت راځي نو باید نوی کس استخدام شي، د دې استخدام په پروسه کې چې له عریضې یا دندې ته له نوم ثبتونې نیولې تر وروستۍ معرفۍ پورې یوه کړۍ مثلاً د تحصیلي اسنادو د ارزیابي په برخه کې اړوند شعبه خپلې چارې سمې ونه کړي د استخدام په پروسه کې ستونزه را پيدا کېږي او هیڅ پرمخ تګ نه شي کولی.

مدیر:
عربي کلمه ده چې د اداره کوونکي په معنی ده، په اصطلاح کې هغه کس ته ویل کېږي چې د ټاکلي هدف لپاره د منظم پلان پر اساس د یوې ادارې د کارکوونکو تنظیم، څار ، ارزونه او رهبري ور له غاړې وي.

تنظیم
په مدیریت کې تنظیم د اداري جوړښت لپاره د بنسټ حیثیت لري، تشریح يې دا ده چې د مناسبو منابعو په مټ، د قوي مدیریت تر چتر لاندې، د دقیق پلان پر اساس د هدف د لاسته راوړلو لپاره چارې په منظم ډول روانې وي؛ هغه ادارې چې نظم يې جوړ نه وي له مدیر نه يې صلاحیتونه او مسؤلیتونه پاشل شوي وي، د خپل سرۍ ښکار شوې وي او د مشخصو اهدافو د لاسته راوړلو پر ځای د ځان ښوودنې او د کارکوونکو تر منځ د ادارې مشر ته د ځان د ور نږدې کېدو سیالۍ شدیدې روانې وي. په دې سیالیو کې حتی پر شخصي حریمونو تېري کېږي، شعبه د شعبې او کار کوونکی د کارکوونکي پر وړاندې درېږي، چې فعلاً په ښکته کچه همدا فورمول له تېرې ادارې را پاتې دی او له بده مرغه ډېری منځ پوړي مدیران يې ښکار شوي دي، دوی خپل تنظیم د هغو همکارانو له لاسه له خطر سره مخ کړی چې له تېر رژیمه ورته د اداري جنجالونو زېږولو مسؤلیت په میراث ور پاتې دی، هغوی له دې امله د تنظیم په تخریب بوخت وي، چې که اداره بشپړ نظم ومومي، نو بیا د فعال او غیر فعال کارکوونکي تر منځ تفکیک را منځته کېږي او په دې کې دوی نه شي کولی چې خپل ځان ثابت کړي، دا چې د دوی دا نیمګړتیا «غیر فعال پاتې کېدل» رسوا شوي نه وي، اداره په غیر ضروري مسائلو کې بوختوي.

تنظیم څنګه راتلی شي؟
که مدیر د ټاکلیو وظیفوي لایحو پر اساس خپل کارکوونکي تعقیب کړي، نو د تنظیم په برخه کې به يې مهم ګام اخیستی وي، د دې تر څنګ مدیر باید هڅه وکړي چې خپلو کارکوونکو ته د نوښت، مشورې او نظر د اظهار جرئت ورکړي، دا چاره په کارکوونکي کې د کار روحیه پياوړې کوي، استعداد يې غوړېږي او پر ځان متکي حس پیدا کوي، چې په پایله کې له مدیر سره د کارکوونکو رابطه یوازې کاري رابطه نه پاتې کېږي، بلکې کارکوونکي انګېري چې د ځان جوړونې، ځان مطرح کولو او ظرفیت لوړولو لپاره د مدیر له اړیکو، صلاحیتونو او همکارۍ کار اخیستلی شي، چې دا ډول روحیه رامنځته کول د اداري پاشلتیا مخه نیسي او همکاران ټول د مدیریت د مهارت په تار سره تړلي د دندو په برخه کې هڅې کوي.

همدارنګه د بشري منابعو په برخه کې د استخدام پروسه کې د ادارې لوړپوړی مدیر باید دې ته پام وکړي چې ژمنتیا، اخلاص او مهارت ته لومړیتوب ورکړي، ځکه استخدام د ادارې د بنسټیزو چارو څخه دی، که په دې برخه کې دقت وشي او پر معیارونو برابر همکار ادارې ته راشي، د ګڼو نورو ښېګړو تر څنګ يې یوه ښېګړه دا هم ده چې دغه کارکوونکی د خپلې وړتیا پر بنسټ فعالیتونه سم ترسره کوي او د تنظیم د تخریب عامل نه کېږي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx