افغانستان

روزګان: په چهارچینو کې مشهور قومندان ووژل شو

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، زمري ۲۹مه، ۱۳۹۳ل): د روزګان ولایت د چهارچینو ولسوالي په لوړ دوان سیمه کې مشهور قومندان جمعه ګل څاروان په یوه بمي چاودنه کې ووژل شو.

ویل کېږي چې په نوموړي نن سهار شاوخوا اووه بجې د سړک د غاړې ماین وچاودید او ځای پرځای ووژل شو.
د چهار چینو ولسوالي امنیه قومندان هم پېښه مني او وايي چې په چاودنه کې جمعه ګل څاروان چې د پنځو امنیتي پوستو قومندان و وژل شوی دی.

د امنیه قومندان ولي داد پر قول قومندان جمعه ګل پر موټر سایکل سپور و، چې د سړک د غاړې د بم ښکار شو، د نوموړي په وینا په چاودنه کې بل چاته زیان نه دی اوښتی.

جمعه ګل څاروان د روزګان په چهار چینو کې د پنځو امنیتي پوستو قومندان و، چې د سیمې خلک يې له ظلمه خورا په ځور کې و.

ویل کېږي چې نوموړی له ډېرو بمي چاودنو او بریدونو روغ وتلی و.

طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

یاده دې وي د روزګان د ځینو نورو ولسوالیو په څېر د چهار چینو ولسوالي هم ډېرې برخې د طالبانو په لاس کې دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x