افغانستانخبرونه

د کابنې غړو د هرات په ستره ولسې غونډه کې ګډون وکړ

د کابنې غړو د هرات په ستره ولسې غونډه کې ګډون وکړ

نن ټکی آسیا( یکشنبه د لېندۍ ۲۶مه ۱۴۰۲) د افغانستان او ترکمنستان د دوه اړخیزي ناستي په څنډه کې د دولت دکابینې غړو د هرات د خلکو په یوه ستره ولسې غونډه کې هم ګډون وکړ دا ستر غونډه د مولانا جلال الدین محمد بلخي په نامه په دوه زره کسیز تالار کې را بلل شوي وه .

ولسي غونډي ته په پیل کې د معدن او پترولیم وزارت سرپرست وزیر شیخ شهاب الدین دلاور وینا وکړه او د خپلو خبرو په ترڅ کې یې وویل: هرات د اسلام په تاریخ کې ځانګړی ځای لري او د سترو سترو علماو کور او مدفن دی زه خوشحاله یم چي د علماوو په کور کې له خپل ولس سره د امن ، آزادي او له فسادڅخه پاکه فضا کې ناسته کوم ، موږ د خپل ولس په مرسته خپل استقلال او آزادي تر لاسه کړي ده ، د اسلامی امارت په راتګ سره د قدرت جزایر له منځه وړل شوي دي ، قومي ،مذهبي او سمتي تبعیضونه د محوه کیدو په حال کې دي ، ډلي او ټپلي ختمي شوي دي اوس یو مرکزی حاکمیت را منځته شوی ، مرکزي حاکمیت یو ستر نعمت دی چي کلونو کلونو له موږ څخه اخیستل شوی وو خو اوس الحمد لله واحد حاکمیت لرو د واحد حاکمیت ګټه دا ده چي ټول ولس په یوه غولي را ټوله وي ، واحد حاکمیت چي چیرته نه وي هغه هیوادونه پاشل کیږي ، که په کوم ځای کې له کوم چا سره ظلم کیږي یا بي عدالتي ورسره کیږي یا یوڅوک فساد تر سره کوي دا د نظام عمل نه بلکي یو فردي عمل دی او عامل به یې خدای رسوا او شرمنده کړي ، دا نظام موږ په آساني نه دی تر لاسه کړی په دې لار کې ستري ستري قربانۍ ورکړل شوي دي .
ښاغلي دلاور د اقتصاد په برخه کې وویل: په دوو کلونو کې د اسلامي امارت له لوري هرات ته خاصه توجه شوي ده ، دلته دمعدنیاتو ستر ستر قرار دادونه تر سره شوي دي ، د اوسپني د معدن قرارداد ډیر په دقت سره ترسره شوی ، هڅه کوو چي هرات د اوسپني په ستر صادراتي مرکز بدل کړو چي په دې سره به د هرات را تلونکي نسلونه له اقتصادي ستونزو وژغورل شي، د ترکمنستان له هیت سره مو تیره ورځ د ټاپي په اړه مفصل مجلسونه وکړل په لومړي سرکې به د هرات خلکو ته ګاز وویشل شي په دې برخه کې له شخصي شرکتونو څخه هیله کوو چي د هرات په ښار کې د ګازو شبکې د غځولو په قرار دادونو کې پانګونه وکړي. هرات او غور به سره وصل کړو ۳۵۰ کیلو متره سرک به له هرات څخه تر غوره په اساسي ډول د معدنیاتو له عوایدو څخه ورغول شي اوهمدا راز د هرات حقلوي سرک چي ۱۷۰ کلیومتره اوږدوالی لري هم د معدنیاتو له عوایدو څخه ورغول شي.
غونډي ته د تجارت او صنعت وزیر هم خبري وکړي هغه زیاته کړه : چي په نږدې را تلونکي به تاسو ته ډیر ښه اقتصادي زیري ولرو ، ستري ستري پروژي تر کار لاندي ، د دې ملت یوه روپۍ هم بي ځایه نه مصرفیږي ملي عواید په پوره امانتداري د دې ملت په ګټه مصرفیږي . موږ غواړو چي زموږ را تلونکي نسلونه آرام او سوکاله ژوند وکړي ، په هرات کې په بین المللي سټندردونو برابر یو صنعتي ښار ګوټي جوړول په نظر کې نیول شوی چي دا د هرات د خلکو لپاره یو ستر زیری دی . په راتلونکي نږدي کې به موږ د خود کفایي پر لور ګړندي ګامونه واخلو ترڅو د نورو له احتیاج څخه نجات پیدا کړو . د تجارت وزیر داهم وویل چي داسلامی امارت ټول مخارج له مشروع لارو پوره کیږي او ټول سودي او ربوي سستمونه له منځه تللي دي .
د غونډي په پای کې د هیواد د بهرنیو چارو وزیر ښاغلي مولوي امیرخان متقي خبري وکړې او زیاته یې کړه : هرات په افغانستان کې یو ځانګړی ځای لري ، همدا راز هرات د امارت د مسولینو په آذهانو کې هم ځانګړی ځای لري ، تاسو شاهدان یاست چي په دې ولایت کې ستري ستري پروژي پرانستل کیږي ، د ترکمنستان د بهرنیو چارو له وزیر سره مو د ریل پاتلۍ د غځولو په برخه کې خبري وکړي ، همدا راز مو د ټاپي د پروژي د پیلیدو په اړه خبر وکړي او همدا راز د برق په اړه.
د اقتصاد په اړه ښاغلی متقي وویل: زموږ د هیواد پیسه د ګاونډیانو په نسبت ورځ تر بلې ورځي لوړیږي او د جهان په سطحه یوازنۍ کرنسي ده چي د ډالر په مقال کې پورته روانه ده . د شفافیت په برخه کې افغانستان ۴۴ قدمه مخته تللی دي ، نرخونه کنټرول شوي دي ، امارت ټولو تاجرانو او صنعتګرانوته ډاډ ورکړي چي په هره برخه کې پانګونه وکړي ، له ګاونډیانو سره زموږ ټول بندرونه پرانستي دي دا د اقتصاد او د نرخونو په را ټیټولو کې مهم نقش لري ، ستري ستري مهمي پروژي تر کار لاندي دي ، د نفتو د استخراج کار جریان لري ، قوشتیپه ګټي اخیستو ته نږدې شوي ده . سالنګونه د افتتاح په درشل کې دي .
کله چي استعمار ګران وغواړي چي یو هیواد اشغال کړي نو د ولس مشران په فساد اخته کوي او کشران یې د مواد مخدرو توکو په استعمال اوس مخدره مواد له منځه تللي او معتادین تر درملنه لاندي دي او دا ډیر ستر تحول دي .

د دیپلوماسي په برخه کې د بهرنیو چارو وزیر وویل: په اکثرو هیوادونو کې د چین ، روسیې او ترکیې په شمول زموږ سفارتونه پرانستي دي او ځیني نور بیا له موږ سره په تعامل کې دي چي دا یو سیاسي پرمختګ دی ،تاسو په جریان کې یاست چي چین خپل رسمي سفیر را ولیږل او زموږ رسمي سفیر یې ومنل موږ الحمد الله په داسي انزاو کې هم نه یو لکه دا ځیني چي تبلیغات کوي .
ځيني کسان د ټول شموله حکومت پر تشکیل ټینګار کوي، که د ټول شموله معنی دا وي چي د ټولو اقشارو وګړي، د ټولو قومونو او مذاهبو وګړي دي حکومت کې برخه ولري نو زموږ په کابینه کې د ټولو اقوامو او اقشارو خلک ګډون لري او که یې معني دا وي چي د استخباراتي پروژو کسان دي په حکومت کې برخه ولري دا محاله ده .
د بهرنیو چارو وزیر پخواني جنګسالار قومندان اسماعیل خان ته هم ګوته وروړه او په خپلو خبرو کې یې وویل: قومندان اسماعیل خان ته مي د آرام ژوند ډاډ ورکړ ، په ډیر عزت مي خپل کورته ورساوو غوښتنه یې را څخه وکړه چي ناروغ یم ایران ته ځم په ډیر عزت مي ایران ته ولیږل خو بد بختانه زموږ احترام یې له پامه و غورځاوو او یو ځل بیا یې پر مخالفت خوله پرانسته ، تاسي تجربه لرئ که ټول پخواني تنظیمونه هم سره یو ځای شي بیا هم د افغانستان د کنټرول توان نه لري مجبور دي چي د خپل ځان د ساتلو په خاطر یو ځل بیا خارجیان را وغواړي خو د خارجیانو بیا ځلي راتګ ، خواب است ، خیال است ، محال است و جنون ؛ نن هیڅوک د دې جرات نه لري چي افغانستان ته کاږه را وګوري .

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx