نړۍ

ایران: پاکستان بايد پر خپله خاوره د ترهګرو ډلو پټنځايونه له منځه يوسي

نن ټکی اسیا( دوشنبه د لېندۍ ۲۷مه ۱۴۰۲) د ایران د کورنيو چارو وزارت پر پاکستان غږ کړی، چې د خپلو پولو ساتنه وکړي او پر خپله خاوره د ترهګرو ډلو د پټنځايونو د له منځه وړلو لپاره ګامونه پورته کړي.
د ایران د کورنيو چارو وزير احمد وحيدي تېره ورځ د بلوچستان او سيستان ولايت په راسک سيمه کې له رسنيو سره د خبرو پر مهال وويل، چې پاکستان بايد له ایران سره د ګډې پولې ساتنې ته جدي پاملرنه او پر خپله خاوره د ترهګرو ډلو د پټنځايونو مخنیوی وکړي.
نوموړي دا څرګندونې په داسې حال کې کړي، چې څلور ورځې وړاندې د بلوچستان او سيستان ولايت راسک سيمه کې د ایراني پوليسو پر مرکز ډله‌ييز برید کې لږ تر لږه دولس ايراني پوليس وژل شوي او اته نور ټپيان شوي وو.
د دغه بريد پړه د ايران حکومت مخالفې وسله‌والې ډلې جيش العدل منلې وه.
احمد وحيدي ويلي، د دوی د څېړنو له مخې، بريدګر د پاکستان له خاورې ايران ته داخل شوي او د شپې له تيارو په ګټې اخيستلو يې پر ايراني ځواکونو برید کړی دی.
د ايران د کورنيو چارو وزير ګواښ کړی، چې د دغه بريد عاملين به د خپلو کړنو پر سزا ورسيږي او د وژل شوو پوليسو غچ به ترې واخيستل شي.
د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت پر ايراني پوليسو دغه بريد غندلی دی.
همدارنګه د ملګرو ملتونو امنيت شورا هم بلوچستان او سيستان ولايت کې پر ایراني پوليسو شوی برید غندلی دی.
د جیش العدل له لوري دغه برید لومړی نه دی، بلکې له تېرو څو کلونو راهيسې دغه وسله‌واله ډله پر ایراني ځواکونو وخت پر وخت بریدونه او چاودنې کوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx