نظــر

د حنفي فقهې راجحیت، غوره والی او جامعیت! دریمه برخه

د حنفي فقهې راجحیت، غوره والی او جامعیت! دریمه برخه

لیکوال: م حمادشیرزاد

د حنفي فقهې لپاره د جوړې شوې شوریٰ جامعیت باندې به یو لنډ نظر واچوو، چې تر څنګ به یې پخپله د حنفي فقهې جامعیت هم ثابت او روښانه شي، کله چې کوفه کې ستر تابعي، فقیه او د امام ابو حنیفه رح استاد حماد رح له دې فاني نړۍ وکوچېد، نو پر مسند یې امام ابوحنیفه رح کیناست، نو په دې سربیره چې پخپله د حدیثو، فقهې، لغت او اجتهاد امام و او پخپل دغه فن کې یې ساری نه لیدل کیدلو، خو بیا یې هم د حنفی فقهې د تدوین لپاره د خپلو برجسته شاګردانو نه د کار اخیستلو فیصله وکړه او د ابوبکر او عمر رض سنت یې ژوندي کړل، یوه شوری یې جوړه کړه، چې تر ټولو ستره فایده یې دا ده، چې په اجتماعي ډول یو کار وشي، نو هغه ډیر دقیق، قوي او معصوم عن الخطاء وي او دا هم کومه پټه خبره نه ده چې د اجتماعیت او همغږۍ قوت له هر څه زیات دی، د انفرادیت او ځانته کولو نه.

 

له همدې امله کله چې د امام المحدثین وکیع بن الجراح رح په مخکې چا وویل چې په فلان مسئله کې ابو حنیفه خطاء شوی دی، “نو هغه وفرمایل ابو حنیفه هم خطاء کیدلای شي، حال دا چې د نوموړي سره د ابویوسف او امام زفر په څیر د قیاس ماهرین، د یحیی بن ابو زائده، حفص بن غیاث، حبّان او مندل په څیر د حدیثو حافظین، قاسم بن معن او امام محمد په څیر د لغت امامان، د داؤد طائی او فضیل بن عیاض په څیر متقي او پرهیزګاره علماء شته، نو که ابوحنیفه غلطي کوي، دوی یې ورته نه په نښه کوي.” د امام وکیع بن الجراح له دې وینا یو خوا د حنفي فقهې د تدوین منهج، د ټاکل شوې کمیټې د اشخاصو علمي منزلت او مقام او د بحث او تحقیق لاره معلومیږي او بل طرفته ته پخپله د امام صاحب او د هغه د ملګرو جامعیت او لوړ مقام هم اندازه کیږي.

د حنفي فقهې په تدوین کې آزاد بحث!

په مجلس شوری کې چې به کله یوه مسئله وړاندې کړای شوه، نو ټولو ناستو علماؤ به پرې آزاد بحث، د یو بل پر دلیل نقد او استدلال کولو او امام صاحب پخپله دوی ته دا اجازه ورکړې وه، تر څو کوم عالم د ویرې احساس ونه کړي او مسائل په روښانه او صحي توګه تر خلکو ورسیږي او دا یقینا چې غوره کار و، چې استاد خپلو شاګردانو ته د آزاد بحث او د نوموړي پر دلائلو د نقد اجازه ورکړې او نن یې موږ برکت ګورو، چې حنفي فقهې کې څومره وسعت او د نظر جامعیت شتون لري.

 

د حنفي فقهې یو مهمه ځانګړنه دا هم ده چې یادې فقهې کې پر تقدیري او هغه مسائلو هم پراخ بحث شتون لري کوم چې ممکن او راتلونکې کې پیښیدلای شي، تر څو په راتلونکي وخت کې که کومه مسئله پیښه شي، نو حل به یې په فقه کې له وړاندې شته وي، د همدې لپاره مام صاحب او کمیټې یې داسې اصول او قوانین جوړ کړل، چې په هر وخت کې پرې پیښېدونکې مسائل په آسانۍ سره حل کیدلای شي او داسې مسائل بیخي زیات دي.

په ټولیز شکل سره حل شوي مسائل!

کله چې امام ابوحنیفه رح په کوفه کې د حماد رح په مسند کیناست، نو د هجرت ۱۲۰ کال و، تر ۱۵۰هـ پورې د حنفي فقهې لپاره جوړې شوې کمیټې د ځینو علماؤ له قوله ۱۲ لاکه مسائل وه، شمس الائمه علامه کردري لیکي چې دا مسائل ۶ لاکه وه، علامه موفق بن احمد مکي هم ۶ لاکه مسائل ښایي او هغه وایي چې د حنفي فقهې له کتابونو د دې تائید هم شوی، خو ځینې محققین وایي چې یاد ټول مسائل په کلي توګه ۸۳ زره وه، چې ۳۸ پکې د عبادات او پاتې ۴۵ زره د معاملاتو، سزاګانو او نورو اړوند وه، خو وروسته پکې بیا ډیره اضافه وشوه، چې تر ۵ لاکو پورې ورسیدل. (سیرت النعمان، دفاع عن ابي حنیفه او فتاوی رحیمیه.)

د حنفي فقهې د شوری او کمیټې مهم اشخاص او غړي په لاندې او لنډ ډول دي، چې د وفات کال یې هم ورسره لیکل شوی.

۱. امام زفر ۱۵۸هـ (۲) امام مالک بن مغول ۱۵۸هـ (۳) امام داؤد طائی ۱۶۰هـ (۴) امام مندل بن علی ۱۶۸هـ (۵) امام نضر بن عبد الکریم ۱۶۹هـ (۶) امام عمرو بن میمون ۱۷۱هـ (۷) امام حبان بن علی ۱۷۳هـ (۸) امام ابوعصمه ۱۷۳هـ (۹) امام زهیر بن معاویه ۱۷۳هـ (۱۰) امام قاسم بن معن ۱۷۵هـ (۱۱) امام حماد بن الامام الاعظم ۷۶هـ (۱۲) امام هیاج بن بسطام ۱۷۷هـ (۱۳) امام شریک بن عبد الله ۱۷۸هـ (۱۴) عافیه بن یزید ۱۸۰هـ (۱۵) امام عبداللہ بن مبارک ۱۸۱هـ (۱۶) امام ابو یوسف ۱۸۲هـ (۱۷) امام محمد بن نوح ۱۸۲ھ (۱۸) امام هشیم بن بشیر السلمي۱۸۳هـ (۱۹) ابو سعید یحیی بن زکریا ۱۸۴هـ (۲۰) امام فضیل بن عیاض ۱۸۷هـ (۲۱) امام اسد بن عمرم ۱۸۸هـ (۲۲) امام محمد بن الحسن ۱۸۹هـ (۲۳) امام یوسف بن خالد ۱۸۹هـ (۲۴) امام علی بن مسهر ۱۸۹هـ (۲۵) امام عبداللہ بن ادریس ۱۹۲هـ (۲۶) امام فضل بن موسی ۱۹۲هـ (۲۷) امام علی بن طبیان ۱۹۲هـ ( ۲۸) امام حفص بن غیاث ۱۹۴هـ (۲۹) امام وکیع بن الجراح ۱۹۷هـ (۳۰) امام هشام بن یوسف ۱۹۷هـ (۳۱) امام یحییٰ بن سعید القطان ۱۹۸هـ (۳۲) امام شعیب بن اسحاق ۱۹۸هـ (۳۳) امام حفص بن عبد الرحمن ۱۹۹هـ (۳۴) ابو مطیع بلخي م ۱۹۹ (۳۵) امام خالد بن سلیمان ۱۹۹هـ (۳۶) امام عبدالحمید ۲۰۳هـ (۳۷) امام حسن بن زیاد۲۰۴هـ (۳۸) امام ابو عاصم النبیل ۲۱۲هـ (۳۹) امام مکي بن ابراہیم۲۱۵هـ (۴۰) امام حماد بن دلیل ۲۱۵هـ. الجواہر المضیئه)

نور بیا ان شاءالله.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx