نظــر

د پنجوایي خاطره

پوهنیار محمدحسین میاخېل

د پیلامې په ډول:
د ځمکې په سر د ګرځېدو او منظرې کولو په هکله قران عظیم الشان هم وايي، قل سیروا فی الارض… انسان د خپل پلټونکي طبیعت په اساس هم مجبور دی، چې د دې خاورېنې کرې ننداره وکړي، په دې کې درسونه، تجربې او عبرتونه د انسان مخې ته راځي او د هر ځای ننداره ځانته یو جلا منظر، مفهوم او تأثر لري، ځینې سیمې ګرمې دي، ځینې معتدله او ځینې سړې هواوې لري، فصلونه یې مختلف دي، میوې یې مختلفې دي، آب وهوا د هرې سیمې بیله ده، دغه رنګه انسانان هم سره توپیر لري، د انسان جوړښت له خاورو دی او د هرې سیمې خاوره ځانته خصلت لري، چې مخامخ یې په انسان باندې خپل اثر پرې ایښی وي…

د تاریخي افغانستان په زونونو کې د لوی کندهار زون د ځانګړو خصلتونو لرونکی دی، هسې خو ټول وطن د نادرو او عجیبو زړه وړونکو منظرو او ښایستونو یو زریستان دی، په هرې خوا یې چې نظر وشي په زړه پورې انځورونه سړي ته وړاندې کوي، مختلف تاریخي بابونه، ډول ډول ولسونه، بیل بیل فرهنګونه او جوړښتونه د دې وطن د جلال او جمال داسې مجسمه جوړوي، چې هر سترګور او بصیر انسان ته پرې ډیرې کیسې ځان سره لرلی شي.

زما د ژوند په زړه پورې سرګرمیو کې یوه دا ده، چې د لویو شخصیتونو ژوند مطالعه کووم او د تاریخي انسانانو سره مې یوه داسې روحي اړیکه موجوده ده، چې هیڅ یې ترې پرې کولی نه شم، په ځانګړي توګه د ویاړمن افغانستان رجال راته ډیر مهم په دې دي، چې ورسره د وطنیت رشته لرم او خدای دې نه کوي، چې دا خودي، زما د فکري محدودیت باعث وګرځي.

الله تعالی هم په انسانانو کې توپیر کوي، مسلمان او کافر ورته یو برابر نه دي، عالم او جاهل ورته یو برابر نه دي، د دې عمده توپیرونو سربیره په مؤمنانو کې هم توپیر کوي، هغه مؤمنان چې د حق او تعهد په لاره کې ټینګ او میړني دي هغوی ته د مؤمن رجال خطاب کوي او مرتبه یې لوړه ګڼي، هغه مؤمن چې په جهاد مصروف دی او هغه چې په کور ناست دی، دواړه سره بیلوي او د مجاهد مرتبه ترې په ځلونو لوړه ګڼي، د دغو توپیرونو سربیره په انسانانو کې سیمه ایز توپیرونه هم جوت دي، د یوې سیمې خلک نرم زړي، نازک طبعیته، ژر ستړي کیدونکي… د بلې سمیې خلک کلک، لوی زړي، زیږه او نه ستړي کیدونکي وي.

په هر حال چې کیسه اوږده نه شي، هغه دا چې خبره د کندهار د زون وه، زموږ د هیواد په زونونو کې لوی کندهار خپل یو بیل باب او منظر لري او د دې منظر په رابطه کماحقه یو بیل تحلیل او اعتراف ته اړتیا ده.

کندهار او علامه اقبال:
کله چې علامه اقبال د نادر خان له خوا د نصاب جوړولو په موخه دعوت شو او هغه سره د علیګړ پوهنتون مرستیال سید مسعود راس او سلیمان ندوي هم په سفر کې ملګري و، د خیبر له لارې راغلل او د کندهار د سپین بولدک له لارې بیرته واپس شول، اقبال رح د افغانستان تر مشاهدې وروسته، ژور تأثرات وښودل، اردو او فارسي شعرونو ته یې د دې خاورې عظمتونو مخه وکړه او دا ترې وویل شول، چې:

فطرت کې مقاصد کې کرتا هی نګهبانی
یا بنده ی صحرایی یا مرد کوهستانی

دا هغه اردو نظم دی، چې په مکمل ډول یې افغانستان ته لیکلی، اقبال وایي، چې د فطرت د مقاصدو ساتنه یا د غرونو خلک کوي او یا د صحراګانو خلک، ځینې څیړونکي وایي، چې د اقبال هدف د صحرا خلکو څخه عربان او د غرونو خلکو څخه مقصد افغانان دي، دا چې دی په خیبر راځي نو حتمي ده، چې زموږ د غرنیو ولسونو ننداره کوي، خو چې بیرته په کندهار واپس کیږي، دلته د افغاني صحراګانو ننداره تر عربي صحراګانو کمه نه ده، نو ممکن مرد کوهستان او بنده ی صحرا دواړه افغانان وګڼي، بل ځای ترې د افغانانو په اړه دا تأثر داسې څپاند دی، چې:

ملـــــــــــــــــت اواره کوه ودمن
در رګ و خون شیران موج زن

از حـــــیات و حیات خاور است
طفلک ده ساله اش لشکرګر است

اقبال زموږ د لس کلن ماشوم قیادت ته هم قایل دی، دا عادي خبره نه ده، د اقبال خبره د سترګور ادیب او یو مؤمن شاعر خبره ده، چې ورسره مؤمنانه فراست او برلاسي اقبالي تصورات یوځای په موجونو دي.

کندهار او د کندهار تاریخ داسې متأثره کړی، چې د لوی بابا احمدشاه ابدالي رح مزار ته ورځي او هغه ته د خپل عقیدت انځورونې شعر کې یوځای داسې وايي، چې:

نام اش ز ماه و مهتـاب تابنده تر
خاک قبرش از من و تو زنده تر

د اقبال په شعرنو کې د افغاني تأثراتو برخه ډیره غني ده او لوستونکي کولی شي د هغه فن ته سر ورښکاره کړي، اوس به د بحث اصلي برخې ته راشو، چې هغه د پنجوایي خاطره ده.

د کندهار سفر
د یکشنبې ورځ په ۱۹/۹/۱۴۰۲ نېټه د سهار تر چای څښلو وروسته مو ځان د دندې په لور حرکت ته برابر کړ، چې د فراه پوهنتون رئیس ښاغلي مولوي سمیع الله حقاني ټيلفون وکړ، چې نن دندې ته مه ځه یو چیرته د پوهنتون په رابطه کاري او رسمي سفر لرو… ما ویل سمه ده، لږه شېبه وروسته په ټاکلي ځای کې سره یو ځای شو او د سفر په لور مو بسم الله کړه، حقاني صاحب وویل، چې کندهار ولایت ته ورځو او د ګډو همکاریو هوکړه لیک کندهار پوهنتون سره لاسلیک کوو او هلته له ځینو علمي برخو له نیږې کتنه ترسره کوو، په دې خبرې سره ماته دوه ډوله خوښي په برخه شوه، یوه خو د پوهنتوني چارو د پرمختګ وه او بله د تاریخي کندهار هر سفر راته په زړه پورې وي.

په لاره کې د سړک د نوي بیارغونې چارو په اساس سفر لږ ستونزمن شوی و، د شپې ناوخته ښار ته ورسیدو، شپه مو د حقاني صاحب جهادي ملګرو سره وشوه، چې تر ناوخته مو د دوی د پخوانیو خاطراتو په اوریدو زړه خوشحاله و، د بحثونو او کیسو په جریان کې حقاني صاحب د اغاجان ماما نمبر له ملګرو وغوښت او د دې سړي په هکله ټولو خپلې خاطرې شریکې کړې، سهار پوهنتون ته ورغلو او هلته مو د هوکړه لیک تر رسمي جلسې وروسته د پوهنتون کتابتون، لابراتوارونه، تدریسي خونې او نورې برخې وکتلې، له رسمي چارو چې خلاص شو په ښار کې مې یو څه دمه جوړه کړه، وروسته ملګرو وغوښتل چې یو خواته لږ سیاحت ولرو، ما د ارغنداب وړاندیز وکړ، نورو ملګرو ومنله، خو حقاني صاحب وویل، پنجوایي ته ځو، زه به په خپلو جهادي سنګرونو وګرځم او تاسو ته به نوې منظره وشي، ورسره مو ومنله او حرکت مو وکړ، پنجوایي ته دا زما لومړنی سفر و، حقاني صاحب لاره کې د دې په زړه پورې ولسوالۍ کلي او ځایونه معرفي کول، د پنجوایي په هکله یې وویل، چې دا په اصل کې د پنج والي یا پنځو ولیانو ځای دی، چې په اختصار سره پنجوایي باندې اوښتی نوم دی، دا ولسوالۍ نو ښې پراخې ځمکې لري او منظر یې ډیر په زړه پورې دی، ژیړۍ ولسوالۍ او ډند ولسوالۍ سره هم سرحده ده او د ژیړۍ او پنجوایي تر منځ یو په زړه پورې غر حد فاصل ټاکل شوی دی.

دا مهال نو خزاني موسم دی، پاڼو ژیړ او سور بخښنه رنګونه خپل کړي او یو ډیر په زړه پورې منظر وړاندې کوي، په دې سیمه کې د انګورو باغونه ډیر دي او ځای ځای د انارو باغونه هم مخې ته راځي، سیمه لږه لوړه او ژوره لري، چې د ښکلا په زیاتونه کې یې خاص رول لوبولی دی، زما تصورات د سیمې ښایستونه پسې واخلي او یو عجیب کیف ته ولاړ شم، چې حقاني صاحب په کې ځای ځای د جهادي خاطرو نښې را وښایي، د شهیدانو ملګرو کیسې وکړي، په دې سره مې ذهن د جمالیاتو په رنګین کمان کې جلالي رنګونه هم وپړکوي او د خپل تاریخ ساز دور عظمت ته مې پسې واخلي…

په همدغه ترکیب او امتزاج کې سره روان یو او د پښتو حماسي شعر باني او د ترنم بلبل درویش صاحب د غږ موسیقیت مو هم د سفر بدرګه دی.

د سفید روان کلی او اغاجان ماما:
سفر مو ادامه درلود، د لمانځه له پاره د سړک غاړې یو مسجد ته تم شو، مسجد کې د کشمالیو ګلانو داسې یوه لیونۍ خوشبویي جوړه کړې وه، چې پوښتنه مه کوه، تر لمانځه وروسته مې د کشمالو ګلانو څنګ ته ځان نیږدې کړ، د سفر ملګری استاذ شاه محمد نورزی، چې د زراعت پوهنځي استاذ دی، راغی ویل یې، د ریحان ګلان خو ګورې، ماویل هو موږ ورته کشمیالي وایو، نورزي صاحب یې د زراعت د علم په اساس تعریف کاوه، زه یې خوشبویي کې داسې ډوب تللی وم، چې هیڅ پوی نه شوم، چې دا ګل نورې کومې کیسې لري، کشمالی ګل زموږ د پښتو ادب په لنډیو کې هم ځانته مقام لري او ځای ځای کارول شوی نوم دی…

په کشمالو کې مې حلال کړه
چې جنازه مې د اسمان ملکې وړینه

بالاخره سفید روان کلي ته ورسیدو، هغه کلي ته چې حقاني صاحب یې د کتلو تکل درلود، دا کلی ډیر ګڼ کورونه لري، ټول کورونه یې خاورین دي، په منځ کې یې یوه ویاله بهیدلې، چې اوسمهال وچه وه، د ویالي دواړو غاړو ته د توتانو ونې دي او د انګورو تاکونه هم غزیدلي دي، لاره یې خامه ده، ماشومان په کې بیغمه لوبې کوي، له سره تر پایه په خاور او دوړو کې پټ دي، خو خوشحاله دي، صحتمند دي او ډیر خواږه خویونه لري، چې ورته ودریږې ټول دې خواته راشي، چې د آدرس پوښتنه وکړي ټول لګیا شي او لاره درښایي، چې لاس ورکړې دستي دې لاس ښکل کړي، سړیه زما خو په کې زړه پاتې شو، زړه مې غوښتل بیرته ماشوم شم او په دې خاورو کې دوی سره کرۍ ورځ لوبې وکړم، څه پاک زړونه دي او څه عجیب اصلي کلیوالي تربیت، خدایه دا ښایستونه دې څومره عالي دي.

د کلي په کږو وږو لارو کې د اغاجان ماما کاله ته ورسیدو، هغه جومات کې و، زوی یې ویل تاسو راځئ کیښنۍ هغه لمونځ کوي او راځي، حقاني صاحب دومره تلوسې نیولی و، چې جومات ورپسې روان شو، موږ هم ورغلو، د لارې خاوره دومره نرمه ده، چې قدم وهې نو بوټان او څپلۍ په خپل رنګ اړوي، دې سره نو یو بیله دنیا سړي ته ترسیم شي…

اغاجان ماما په قعده ناست و، حقاني صاحب یې تر خوا ودریده، چې هغه سلام وګرځاوه پاس یې وکتل چې مولوي سمیع الله دی، یوه شیبه یې دې منظر ته په حیرانۍ وکتل، پاڅیده روغبړ یې وکړ، غوږ کې ورته وویل، دلته کښینه زما لمونځ پاتې دی، لمونځ یې خلاص کړ، دعا یې وکړه، لنګوټی یې خلاص کړ، بیرته یې منظم وتاړه، موږ هم ورسره روغبړ وکړ، حقاني صاحب ته یې مخ واړاوه چې ته بې وفا چیرې وې، بیرته کیښناستو، لږه شېبه سره بنډار وشو، اغاجان ماما پاڅیده او ویل یې، ځۍ چې کور ته ځو…

د اغا جان ماما په سترګو کې د خوښۍ اوښکې روښانه روښانه راته ښکاري، خو حقاني صاحب سره خپله شوخي کوي او وایي، چې تاسې طالبان ډیر بې وفا خلک یئ، لاړئ قوماندانان شوئ او موږ مو هیر کړو…

د اغا جان ماما حجره بې احاطې جوړه ه، مخی ته ښه حویلۍ لري، خټینه کوټه ده، دروازه یې قلپ کړې، کليانې یې له جیبه را وویستې د دې قلپ کلي یې په کې پیدا کړه، دروازه یې خلاصه کړه، د غریبۍ جونګړې ته ورغلو، یو عجیب و غریب کیف او تأثر دی، چې زه خوارکی یې پسې اخیستی یم.

د اغاجان ماما زوی چای راوړ او زموږ بنډار دوام درلود، اغا جان ماما د تیرو ورځو شپو خاطرې ویلې د کمربند کیسې دي، مختلفې صحنې په خپلو الفاظو انځوروي او بیا حقاني صاحب سره په خپلو یادونو کې مصروف شي، یو جالبه یې دا وکړه، چې هغه پلانی طالب دې په یاد دی، حقاني صاحب ویل خو ملګری مو دی، هغه دې کلي کې کوژده وکړه، ولور یې هم ډیر لوړ دی، غریب هم دی، خسر یې هم ډیر کلک سړی دی، پیسې نه کموي دا به څنګه شي… دا نو اوس د وظیفې ټولولو کلیوالي منظر او د مجاهد زلمي مینتوب په کې سړی بل رومانتیک سوچ ته یوسي …

د بل مجاهد خاطره یې شروع کړه او خاندي ویل یې پلاني ته مې وویل، چې کولنګ سره لوبې مه کوه، نه یې منل، چې پرې راشوپ یې وهل او یو پښه یې ورغوڅه کړه…

اغا جان ماما کولنګ بې پیلوټه الوتکې ته وايه…

کیسې یې خوږې او جالبې وې، د ژوند د ستونزو سره سره خوشحاله او مستنغی سړی و، ویل یې تیر تحریک کې مو رئیس الوزراء صاحب سره انډیوالي و، څه وخت مخکې یې له چا پوښتنه کړې وه، هغه زنګ راوکړ، ویل یې ملا صاحب سره وغږیږه، خبرې مې ورسره وشوې ویل یې حتمي راشه، خو نه یم ورغلی نو…

شهید مؤمن او اغاجان ماما

خپلو خبرو کې یې وویل، چې یو چا رانه پوښتنه وکړه، بچیان دې څه کار کوي، ما ورته وویل، څلور خو یې هاخوا ته تللي او نور په غریبۍ مصروف دي، هغه فکر وکړ، چې خارج ته تللي، ویل یې د څلورو کاروبار څنګه دی ما ویل کاروبار ته نه دي تللي خدای ته تللي، دا نو د اغاجان ماما هغه څلور بجیان دي، چې د حق او باطل معرکه کې شهیدان شوي او د ده د کورنۍ یوه شهکاره قرباني یې جوړه کړې… په دې سره یې سترګې رڼې شوې خو بیا به یې يوه ټوکه وکړه، چې زموږ غم غلط کړي.

د څلورو شهیدانو زامنو څخه یې د شهید مؤمن کېسه ډیره تراژیدیکه وه، مؤمن نوکرو عسکرو ته زخمي په لاس ورغلی وي، هر وخت یې په زخمي حالت کلي ته راوړي او د اغاجان ماما مخې ته یې نور هم شکنجه کوي، د دې ډول دردونو سره سره بالاخره ده ته احوال استوي، چې زوی دې ایله کوو، څلور لکه افغانۍ موږ ته راکړه، دی چې د مؤمن شهید سره یې مینه وي او د زوی مینه خو سړی بې واره کوي، د څلور لکو افغانیو په قرض کولو پسې وځي بالاخره پیسې پوره کوي او هغوی ته ورځي، دا د ظلم او وحشت لاروي یې پیسې اخلي، دی تر وهلو لاندې نیسي او پای کې ورته د مؤمن شهید او ټوک ټوک جسد ورغورځوي، چې دا دې زوی دې اوس یې یوسه….استاذ ناګار خو هسې نه دي ویلي، چې:

د افغاني شاه زلمي وینه د غیرت په ډګر
په تعـــــــــــهد د جلیبیب او حنزله وخته

اغا جان ماما ویل په ملا یې راته درانه ګوزارونه راکړي دي، د ملا دوه مورې مې تورې اوښتې وې، سخت درد یې کاوه، هرات ته ولاړم، یو ډاکټر د عملیات وویل، بل ته ولاړم، هغه دوا راکړه، بیا یې وغوښتم، چې بیا ورغلم ویل یې مهرې په سپینیدو دي، ښه کیږي بیا یې دوا راکړه اوس مې درد ارام دی، دا ځل پیسې پیدا شي بیا ورځم، چې دوا یې وکړم، دا بل زوی مې اوس یو چیرته د ساتونکي مجاهد په توګه مقرر شوی، چې معاش واخلي د ځان تداوي کوم، چې شوټ نه شم، بیا به یې زموږ د خوښۍ له پاره د غم داستان بدل کړ او خپلې ټوکې به یې وکړې، سکڼی ماښام شو، له اغا جان ماما مو اجازه وغوښته هغه ویل یې دا نه منم، یوه کیسه یې وکړه، چې پخوا به خلکو خپلې جامې د رنګولو له پاره د جامو رنګونکي ته ورکول، یو چا جامې ورکړې وې، جامه رنګونکي هغه ورکې کړې وې، کله چې جامو والا ورغلی و، چې جامې راکړه نو هغه ورته ویلي و، چې جامې دې ورکې شوي دي، جامو ولا ورته ویلي و، چې هر رنګ دې، چې ورکړی هماغه سم دی رایې وړه د ورکیدو رنګ ورته مه ورکوه… نو تاسې چې هره خبره کوي ویې کړئ د تللو خبره مه راته کوئ!

خبره دا ده چې:
په ډیر کوښښ مو ترې اجازه واخیسته او د بیا ورتلو تضمین مو ورسره ومانه، کېسه خپل پیغامونه لري، چې تاسو حتمي ترې اخیستې دي، خو ستر پیغام یې دا دی، چې په دغسې زاره چادو او بې سارو قربانیو ترلاسه شوی نظام دغسې تقدس او تعهد غواړي، خدای مه کړه، چې د پرون کېسې مو د نن ورځې سرګرمیو کې ورکې نه شي، د حقاني صاحب غوندې په زړو پلونو باید ټول ملګري وګرځي او د اقبال رح دغه وینا ځان سره خط مش وټاکي، چې:

سروري در دین ما خدمتـــــګری است
عـدل فاروقي و فقر حیــــــــدری است

در هجــــــــــــــوم کار های ملک دین
به نفس خود یک ســاعت خلوت ګزین

مسؤلین ملګري باید، کله کله له زرهې او لوکسو موټرو تیر شي، پیاده مزلونه وکړي، له لوکسو دفترونو ووځي او په زړو سنګرونو سر ورښکاره کړي، ډک جیب صدقه کړي او په تش جیب یو څو ورځې فقر تجربه کړي، د قربانۍ او ایثار احساس دغه مقام ته رسولي یو، که خدای مه کړه دغه تأثر کم رنګه شو، مخې ته مزل راته ستونزمن کیږي، د نازولتوب خویونه فاتحانه تصورات وژني او له منځه یې وړي، خبره دا ده، چې د مؤمن سرداري له فقر او قربانۍ سره غوټه شوې.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx