افغانستان

د افغانستان لپاره د برتانیې سفارت شارژدافېر ښاغلي رابرت ډکسن د ا.ا.ا د بهرنیو چارو له وزیر سره وکتل

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۲۸ لیندۍ ۱۴۰۲): د افغانستان لپاره د برتانیې سفارت شارژدافېر ښاغلي رابرت ډکسن د ا.ا.ا د بهرنیو چارو له وزیر سره وکتل.

د بهرنیو چارو وزارت د اعلامیې له مخې د کتنې په لړ کې ښاغلي ډکسن اوسني رامنځته شوي شرائط د بشري مرستو ترڅنګ د اقتصادي او سیاسي مسایلو د پراختیا لپاره یو ښه فرصت وباله، او ویې ويل دوی د سوله ییز او باثباته افغانستان غوښتونکي دي، د سیاسي موخو ترلاسه کولو لپاره تاوتریخوالی په کلکه ردوي او دا دریځ یې رسماً اعلان کړی هم دی.

همدازار ښاغلي ډکسن د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکونکي وروستي راپور ددوی په اند متوازن وباله.

ښاغلي متقي په خپل وار د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړيکو پراختيا او په ځانګړي ډول د سوداګرۍ په کچه لوړولو ټينګار وکړ، ترڅنګ یې په یاد هېواد کې د قونسلي خدماتو په اړه د ا.ا.ا د بهرنیو چارو وزارت د موقف یادونه وکړه.

ده همداراز د ملګروملتونو ځانګړي راپور ورکونکي وروستي راپور زیاتره موارد مثبت وبلل خو هغه د وړانديز هغه برخه له اوسنیو شرایطو سره سمه او مناسبه ونه ګڼله چي د افغانستان لپاره دي کوم نوی خاص استازی وټاکل شي.

ښاغلي متقي وويل: اوس افغانستان په هره برخه کې ورځ تر بلې پرمختګ کوي، له ګاونډيو، سيمي او نړۍ له هېوادونو سره ښې اړيکې لري او هم یې هر چاته د تعامل دروازې پرانيستې دي، نو همدا حالت باید تقویه شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx