افغانستانخبرونه

د ریاض العلوم له عالې جامعې څخه ۵۴ تنه شاګردان فارغ شول

د ریاض العلوم له عالې جامې څخه ۵۴ تنه شاګردان فارغ شول

 

نن ټکی آسیا ( پنجشنبه د لېندۍ ۳۰مه ۱۴۰۲)په جامعه ریاض العلوم کابل کې د تخصص فی الفقه ۲۳ تنه متخصصینو او ۳۱حفاظ کرامو ته چې د هیواد بیلابیلو ولایتونو اوسیدونکي دي د فضیلت پګړۍ پر سر کړای شوې.

په هغه غونډه کې چې په همدې مناسبت جوړه شوې وه د اسلامي امارت لوړ پوړو مسئولینو، مشایخ عظامو، علماء کرامو، طالبانو او ګڼ شمیر عامو متدینو مسلمانانو ګډون درلود.

غونډه د قران کریم د څو مبارکو آیتونو په تلاوت پیل شوه.
دا غونډه د پنجشنبه په ورځ له ورغرمې وروسته د قرانکریم د څو مبارکو آیتونو په تلاوت سره پیل شوه ورپسې د جامعه قاسمیه شیخ الحدیث عبدالرقیب نویو فارغ شویو مفتیانو ته په فتوی ورکولو کې د احتیاط اړوند خپلې ارزښتناکې توصیې وړاندې کړي.

ورپسې د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي صاحب غونډې ته وینا وکړه.


نوموړي د جامعه ریاض العلوم د رهبرۍ او منتظمینو د هڅو ستاینه وکړه او د تعلیم د عامولو او د دیني او عصري علومو د امتزاج په پار یې د اسلامي امارت د هڅو یادونه وکړه.

ورپسي د افغانستان اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیرخان متقي صاحب غونډې ته وینا وکړه.

نوموړي په خپلو خبرو کې مفتیانو ته د هغوی مسئولیتونو ورپه ګوته کړل او په سیاسي ډګر کې یې د علماوو په پرمختګ، پوهي او ښه سیاسي بصیرت رڼا واچوله.
جامعه ریاض العلوم تر نهم ټولګۍ د عصري علومو، د قران کریم د حفظ او ناظرې  او په د فنونو او دیني علوم په برخه کې د مولانانظام الدین سهالوي نظاميه نصاب  دروسونو  تر څنګ په فقه کې د تخصص کولو دوه کلن کورس  هم لري.

د فقهې د تخصص په څانګه کې له پخوانیو معتبرو او مستندو فتاواوو د مسائلو اخذ، د افتاء د اصولو زده کړه او تطبیق او له فقهي قواعدو څخه د نظائرو راایستلو تر څنګ د معاصرو پېښېدونکو طبي، مالي، بانکي او ټولنيزو مسايلو ژوره څېړنه کیږي، د قضاء درسونه او عملي مشق ترسره کیږي او همدا ډول د پښتو ادبي لیکدود، انشاء، املا، نبوي سیرت ، اسلامي تاریخ او د نړۍ سیاسي نظامونه او جغرافیه پیژندل هم د فقهي تخصص مهمه برخه ګڼل کيږي.

په (نظامیه )  څانګه کې تر ۶ درجې پورې د افغانستان اسلامي امارت د تعلیم او تربیې وزارت نصاب د تکړه او جیدو استادانو لخوا تدریسېږي.

د مکتب په څانګه کې تر نهم ټولګۍ پوري عصري علوم د سالمې عقیدې درلودونکو استادانو له لوري له دیني مضامینو سره یوځای تدریسیږي.

د قران کریم د حفظ په څانګه کې د حفاظ کرامو تجوید، د قران کریم د حروفو ښه اداء کول او د قران کریم مشق د مجربو حفاظو استادانو له لورې سر ته رسېږي.

جامعه ریاض العلوم کابل په تعلیمي برخه کې د معهد ټولګۍ د جوړولو ابتکار هم کړی دی چې پکې ټول کتابونه په عربي ژبه تدریسېږي تر څو طالبان له درسونو سره په څنګ کې په عربي ژبه کې هم پوره مهارت حاصل کړي.

د جامعه ریاض العلوم د زده کوونکو د استعدادونو او وړتیا د ښه والي یو لامل دا هم دی چې ښوونکي يې يوازې په تعليمي چارو بسنه نه کوي بلکې د هغوی هر ډول علمي، فکري او ټولنیز شخصيت جوړونې ته هم متوجه دي چې د دې لپاره په اونۍ کې يو انجمن لري چې زده کونکي پکې په بيلابيلو موضوعاتو ويناوې کوي او د درس نظامي او تخصص په څانګو کې میاشتنۍ دیوالي جریده هم لري چې پکې د طالبانو او متخصصینو لیکنې وړاندې کیږي.

همدا ډول د شاګردانو د اصلاح، اخلاقي تربیې او فکري روزنې په موخه وخت په وخت جامعې ته مشایخ، د تصوف اوعرفان مخکښ علماء کرام او مفکرین رادعوتوي تر څو په دې برخو کې شاګردانو ته اصلاحي ویناوې او دفکري جوړښت لپاره لیکچرونه ورکړي.

جامعه ریاض العلوم هڅې کوي چې په هیواد کې په لوړ معیار داسلامي تعلیماتو، عصري علومو او ټولنیزو شخصیتونو د جوړوني لپاره کار وکړي او ډیر زیار کاږي تر څو د هیواد لپاره علمي کدرونه او ټولنیز شخصیتونه وروزل شي او همدا راز د دیني او معاصرو علومو په ډګر کې داسي کسان تربیه کړای شي تر څو په راتلونکي کې په ښه توګه د علم د خپرولو جوګه شي.
الله تعالی دې د جامعه ریاض العلوم خدمتونه عام او ښه اثر ورباندې مرتب کړي.

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx