fbpx

دسوډان هیواد مصر ته (۵۰۰۰ )غوایی په تحفه کي ورکوي

cow_in_sodanنن ټکي اسیا مارچ ۲۰۱۱/۲۷)دسوډان دبهرنیو چارو دوزارت ویاند رسنیو ته ویليدي، راتلونکي دوشنبه به دسوډان هیواد ومصرته د۵۰۰۰ غویانو لیږدول پیل کړي، ترڅو دمصر دغوښي دکموالي په ناورین کي له مصري ولس سره مرسته وشي،دسوډان له خو ا څخه دمصر سره هغه وخت دغویو دورکړي پریکړه وشوه کله چي دمصر لومړي وزیر سوډان ته تللی وه.

دفرانسي یو خبري اژانس خبرورکړید ي ، چي دسوډان دحکومت ویاند خالد موسی ویلیدي، دمارچ په میاشت کي دسوډان ولسمشر عمربشیر په مصر کي دخپلو خبرو پر مهال ویلي وه، چي له مصر سره به دغوښو دناورین دکمولو لپاره د غویانو مرسته کوي.
دمصر لومړي وزیر عصام شرف چي روانه میاشت کي دمصر دفوځ له لوري دهیواد دلومړي وزیر په توګه ټاکل شویدي، دسوډان هیواد ته دیو لوړرتبه وفد په مشري سفر کړیدي، ښاغلي شرف وقاهري ته دسوډان دولسمشر ښاغلي عمربشیر له سفر څخه دري اوني وروسته   دهیواد دبهرنیو چارو وزیر اود اوبو اوبریښنا وزیر سره یوځاي سوډان ته سفرکړیدي، ښاغلي عمربشیر لدي سره سره چي له مبارک سره  یی نژدي اړیکي درلودي، بیا هم دعربي نړي لومړي ولسمشر وه چي مصري ولس ته یی دمبارک دنظام دراپرزولو مبارکي ویلي وه، اودمصری ولس پرامنه انقلاب یی ستایلی وه.

بخت الرحمن بخت

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د