نظــر

د حنفي فقهې راجحیت، غوره والی او جامعیت! (څلورمه برخه

 

لیکوال: م حماد شیرزاد

په نورو برخو کې مو د حنفي فقهې پر بیلابیلو اړخونو او د شوری پر ارکانو لنډ بحث ترسره کړ، مخکې د یادې فقهې اوسنی حالت او په اوسنۍ جامعه کې د حنفیت د اصلي خادمانو، د تصوف د کومې لارې سره تړاو او داسې ځینې نورې برخې څیړو؛ تر څو روښانه شي هغه خلګ چې د حنفیت په نوم باطلې عقیدې او رسومات د ټولنې منځته راوړي، یواځې د حنفیت کاذب مدعیان دي او په واقعي معنا دوی کله هم د دې مذهب پیروکاران نشي کیدلای او دا یواځې د دې لپاره ترسره کوم چې ټولنه کې د دې خلکو نشو نما کمه او خلګ ځان ترینه وساتي.

 

د حنفي فقهې مدار، منهج او اصول بیخي واضح دي، په هره زمانه او د فتنې په هر دور کې یې متبعین د باطل پر وړاندې دریدلي او مقابله یې کړې، حنفي فقه وه چې په هر وخت کې د خلافتونو، سلطنتونو، دولتونو، وړو او غټو حکومتونو او په اوس وخت کې د زیاتره اسلامي هیوادونو رسمي او د قضاء لپاره ټاکل شوې واحده فقه وه او لا هم ده، لامل یې دا ښودل کیږي چې یاده فقه بیخي پراخه او وسیعه وه، هره مسئله او د هر حالت لپاره حل پکې په ډیرې اسانې موندل کیدلو او دا چې د خراسان، بغداد، ایران، ترکستان، د هند نیمه لویه وچه، د ماوراء النهر ټولې سیمې او د ترکیې ۹۵% نه زیات خلګ د یادې فقهې او په زیاترو افریقایي هیوادونو کې یې هم په پراخه کچه پلویان درلودل، ځکه خو یې شهرت موندلی و او هرچاته د منلو وړ وه.

 

حنفیت د دین ټولو برخو ته په پراخه کچه خدمت ترسره کړی، هغه ټول مسائل یې څیړلي او امت ته یې وړاندې کړي چې د کومو زیاته اړتیا او په ژوند کې ورسره انسانان مخ کیږي، بیا له امام ابوحنیفه رح نه وروسته د هر دور او هرې طبقې علماؤ د یادې فقهې داسې تنقیح کړی چې نن هم امت پرې ویاړي او پخپلو دعاوو کې یې یاد ساتي، خو تر څنګ یې ځینو فتنو هم سرونه راجیګ کړي او د حنفیت په نوم یې په ټولنه کې ځان مشهور کړی، په همدې نوم یې پیروان پیدا کړي او لا هم د خلکو له عقایدو او عملونو سره لوبې کوي او ځان د حنفي مذهب کلک ملاتړي بولي؛ خو واقعیت کې یې له حنفیت سره هیڅ تړاو نشته، ځکه حنفیت له هغه ټولو عملونو بیزاره دی، چې دین کې اصل ونه لري، حنفیت تل د رسول الله مبارک وروستي او ثابت عمل ته ترجیح ورکړې، هغه عملونه یې راخیستي چې صحابۀ کرامو پرې دلیل قایم کړی، یا یې د رسول الله ص په وړاندې کړی او هغه مبارک پرې چوپ پاتې شوی، حنفیت تل په میانه روی او متوسطه لاره تللی، که یو طرف یې ځان له نورو باطلو عقیدو ساتلی او پر وړاندې یې کلک دریځ نیولی، نو بل طرفته یې بیا خپله حنفیت هم له خرافاتو، رواجونو، رسمونو او د تصوف له هغه طریقو لری ساتلی چې په اوسني عصر کې د ځینو تش په نوم حنفي فرقو عمل ګرځیدلي.

 

حنفي فقه د مسلمانانو تر مینځ تر ټولو لوی او غوره مذهب دی، له هغه دویمې او دریمې صدۍ که د تاریخ کتابونه ولولو، پخپله د هغه وخت د لویو علماؤ ویناوې وګورو، نو درته جوته به شي چې حنفي فقه د هر وخت تر ټولو ډیر خپور شوی او تقریبا د یو وخت سروی مې کتله چې د حنفي مذهب د پلویانو فیصدي یې په سلو کې ۶۲ او یوې بلې سروی بیا دا فیصدي ۶۸ لیکلې وه، خو په هر حال حنفي فقه یو له ډیرو پایداره فکرونو څخه شمیرل کیږي او د ټول ملت لخوا منل شوې فقه ده، حنفي فقه یو له هغو فقهو څخه شمیرل کیږي چې په اسلامي فقه کې یې د مسائلو تدوین د فصلونو په ترتیب سره ترسره کړ، ځکه چې امام ابوحنیفه لومړنی کس ګڼل کیږي چې شرعي علوم او مسائل یې مدون او په فصلونو کې یې ترتیب کړل، ځکه چې صحابه کرامو او تابعينو د شريعت په علم کې طبقه بندي يا منظم کتابونه نه دي جوړ کړي، بلکې د ذهنونو په قوت يې تکيه کوله، خو کله چې امام ابوحنيفه د مشرانو مړینې ولیدلې، نو وېرېدل چې دا علم لویه برخه به ضايع شي، نو فقه یې تدوین او د بابونوؤ فصلونو او تراجمو په شکل یې امت ته وړاندې کړه.

 

پخپله د هغه وخت ټول فقهاء د امام ابو حنیفه رح په اجتهاد او غوره والي قایله وه، اجله امامانو ته مسلم و، د نوموړي څخه پخپله او له شاګردانو یې استفاده کړې، له همدې امله د امام شافعي رح هغه قول بیخي مشهور دی، چې وایي “الناس في الفقه عيال على أبي حنيفة.” او پخپله عبدالله بن مبارک، مالک بن انس، یحیی بن سعید القطان، مشهور محدث نضر بن شمیل، وکیع بن الجراح، امام ذهبي، ابن عبدالبر او داسې ډیرو د وخت لویو فقهاؤ یې په اړه بیخي جالب لیکل او ستاینې کړي.
نوربیا ان شاءالله.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx