
د نورستان والي: دواب ولسوالي طالبانو ونیوله
نن ټکی اسیا (چهارشنبه، زمري ۲۹مه، ۱۳۹۳ل): د نورستان چارواکي وايي چې د دې ولایت دواب ولسوالي له څو ورځو محاصرې وروسته طالبانو ونیوله.
د نورستان والي حافظ عبدالقیوم وايي چې د دواب ولسوالي نن سهار په بشپړ ډول د طالبانو لاس ته ولوېده.
د نورستان د والي په قول دوی څوځله له مرکزي حکومته د مرستې غوښتنه وکړه، خو چا يې غږ وانه ورید.
دا په داسې حال کې دی چې څو ورځې وړاندې د فاریاب والي محمدالله بتاش هم د دې ولایت د قیصار اوغورماچ ولسوالیو د سقوط ته نږدې کېدو خبر ورکړ.
پر دې سربېره د روزګان او کندوز چارواکو هم په غبرګو ولایاتو کې د طالبانو پراخ عملیات د اندېښنې وړبلل.
تر دې وړاندې د هلمند ولایت د موسی کلا ولسوال هم ویلي و چې د دوی ولسوالي له څو پوستو پرته بشپړه له طالبانو سره ده.
یاده دې وي چې د طالبانو ډله ایزو بریدونو افغان امنیتي ځواکونه خورا په اندېښنه کې کړي دي.
د چارو د شنونکو له قوله د هېواد په ګوټ ـ ګوټ کې د طالبانو پراخ پرمختګ د افغان دولتي عسکرو په روحیه خورا بده اغېزه کړې ده.