نظــر

د جدې۶مه د افغان غمیزې پیل!

ذبیح الله نوراني

په افغانستان کې د لویو امپراتوریو او زبرځواکونو تېری او د هغوی شرموونکې ماتې کومه نه وې خبره نده، د چنګیز ناتار، د ګرګین، انګرېز، شوروي او ناټو وحشتونه او بیا خړې سترګې ماتې خوړل هغه څه دي، چې دې غیرتي خاورې او اتلو ولسونو د سر په بیه په خپل شهامت او مېړانه ذلیل او مات کړې دي.

زموږ ځوانان او نوی نسل او له هرې امپراتوری سره د مقابلې په چم او نیرنګ بلد شوي او تاریخ ورته ثابته کړې، چې دا خاوره او ولس غلامي نه مني، نو ځکه یې د روسانو او نورو تر ماتولو وروسته د ناټو وحشي ځواکونو مقابلې ته ټټرونه ډال ؤګرځؤل او ننګینه تاریخي ماتې یې ورکړه، چې دا به هم د افغانانو په ویاړلي تاریخ کې زرینې کرښې وي.

دا چې په افغانستان د شوروي اتحاد د سرو لښکرو د یرغل ٤٤مه کلیزه ده، غواړم یوه لنډه کتنه ورته ولرم:
پوره ۴۴ کاله وړاندې د ۱۳۵۸ ه ش کال د جدې په ۶مه نېټه ماښام مهال شوروي اتحاد تر سلو زرو زیات پوځیان افغانستان ته دا خل کړل او د افغانستان حریم یې په غیر مشروع توګه له ټولو نړیوالو قوانینو او اصولو په خلاف اشغال کړ.

د اشغال له پیل سره سم یې د افغانستان د هغه وخت واکمن حفیظ الله امین وواژه او ببرک کارمل یې د افغانستان د نوي واکمن په توګه د واک پر ګدۍ کېناوه، چې تر هغه وروسته د افغانستان د غمیزي او بدبختیو لړۍ پیل شوه.

که څه هم حفیظ الله امین د خپلو ملګرو په مټ د ثور د ۷مې وحشي کودتاه په مټ د هیواد واګي تر لاسه کړې وې او په افغانستان کې یې «حزب دیموکراتیک خلق افغانستان» په رامنځته کېدو سره تر یوه برېده د روسانو ملاتړ تر لاسه کړی و او د روسانو لپاره یې ځان مهم ګاڼه او ډاډه و چې روسان به یې هېڅکله له واک لرې نکړي او ملاتړ ته به یې دوام ورکړي.

خو د هغه دا انګېرنه غلطه وه، ځکه دا د استعمار له اصولو څخه دي، چې د خپلو ورځنیو ګټو لپاره تر ټولو نږدې اجیر دوستان هم له منځه وړلای شي، نو له همدې امله روسانو خپل پخوانۍ غلام چې د دوی لپاره یې د افغانستان واکمني ړنګه کړه وواژه او نوي غلام ته یې د نوي لوبغاړي په توګه د افغانستان تش په نوم نظام او اداره وسپارله.

د ۱۳۵۸ لمریز کال د مرغومې”جدی” ۶مه د افغانستان پۀ معاصر تاریخ کې تر ټولو توره، کړغېړنه او منحوسه ورځ ثبت شوې ده، چې په پایله کې یې د سرۀ شوروي، وحشي ځواکونه د وخت پۀ پرمختللو نظامي تجهیزاتو مجهز، زموږ ګران هېواد افغانستان ته د ټولو نړۍوالو نورمونو خلاف را ننوتل او په هېواد یې داسې وحشيانه ظلمونه شروع کړل چې په میلیونونو خلک شهیدان، ټپیان، معیوب او کډوالۍ ته اړ شول.

په دغه نېټه د معاصر تاریخ کرغېړن انسان او سفّاک، د شوروي ګوډاګي واکمن ببرک کارمل هېواد ته د شوروي سرو لښکرو د راتګ او تجاوز زمینه برابره کړه او د خپلو افغانانو د وینو تویولو برائت یې ورکړ او د نظامي ټانکونو له کاروان سره هېواد ته را د ننه شو، چې بالآخره د هغه وخت واکمن حفیظ الله امین یې د روسانو په مرسته ؤواژۀ او خپله”ببرک کارمل” د روسانو لخوا د واک پۀ ګدۍ کېناست.

د شوروي يرغل د افغانانو له سخت مقاومت سره مخ شو او په پايله کې د پخواني شوروي ځواکونه له ماتې سره مخ شول او د ١٣٦٧ لمريز کال د سلواغې په ٢٦ مه د افغانستان پرېښودو ته اړ شول. په دغه وخت کې افغانستان په کنډوالو بدل شوی و، د افغانانو مقاومت، يرغل کوونکو ته هم سخت درانه زيانونه واړول.

د وخت د راپورونو احصائیې له مخې، په دغه آته کلنه خونړۍ دوره کې د شوروي له ۱۴۴۵۰ څخه ډېر پوځيان ووژل شول، له ۴۹۹۸۰ څخه ډېر ټپيان او ٣٣٠ تنه يې لا تر اوسه لادرکه دي.

د وخت شوروي غوښتل تر څو افغانستان خپله مستعمره او مستثمره وګرځوي، کانونه یې لوټ کړي، دین او عقاید یې تضعیف او اسلامي شعایر یې د خلکو له افکارو وغورځوي تر څو استحمار ته آماده ولس ولري او خپلې شومې برنامې په آسانۍ پرې تطبیق کړي.

د کمونیزم مکتب له دین سره متضاده مفکوره او اېډیالوژي وه، چې په الٰهي وحدانیت یې باور نه درلود او انساني خلقت، تکثُر، مرګ او ژوند یې یو طبیعي تعامل باله. په همدې مفکوره یې په هېواد کې د خلق او پرچم ګوندونه را منځته کړل، چې په پایله کې یې د اېډیالوژیکو اختلافاتو له امله یو پر بل کودتاوې او نظامي غبرګونونه پیل شول او یو په بل پسې د مرګ او انحطاط تر پولو ورسېدل.

دا د افغان او مجاهد ولس سره د الله‌ج واحد او لایزال ذات هغه وعده وه، چې “ولا تهنو و لا تحزنو … آلآیه” بالآخره د افغانانو صادقانه جهاد او رشادتونو، د شهیدانو وینو او مظلوم ولس جسارت او مجاهدت د بري رنګ راوړ او د وخت سوپر طاقت ځواک یې له ډېرې شرموونکې ماتې سره مخ کړ. هېواد مو کۀ څه هم ټپي، ټپي، له اقتصادي لحاظه ژوبل؛ خو په دیني اعتقاد سمبال او ځواکمن پاتې شو، د همغو اسلافو مجاهدینو او شهیدانو وینو زموږ په نسلونو کې د وطنپرستۍ او اسلامي نظام د تحفُّظ مینه جاري ؤساتله، چې په درېیم یرغل کې یې د ناټو په تشکُّل کې آمریکایي او ټولو غربي ځواکونو ته داسې ماتې ورکړه، چې نن یې په ټوله نړۍ کې هغه د زور او ځواک صلابت په ډېر ټیټ ګراف کې قرار لري.

دا منو چې د هر اشغال خاتمه به هېواد او هېوادوالو ته هم درانۀ زیانونه اړوي، چې په لنډ مهال کې به یې توازن ستونزمن وي؛ خو دا چې استقلال لرو، امنیت لرو او هر څه مو په خپل واک کې دي، اقتصادي ستونزې به الله‌ج حل کړي.

ولس او ځوانان دې لږ حوصله وکړي ان‌شاءالله، چې هر څه به ډېر ژر سم او هېواد بۀ د انکشاف، رشد او توسعې مراحلو ته رسېږي او افغانان بۀ نړۍ ته د حکومتولۍ، زغم او اسلامي زعامت هنر او مدیریت ښیي.

ومن الله‌التوفیق

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx