شعـــــرونه

دري پنځوسمه فی البدیهه مشاعره!

ترتیب او را ټولونه ؛ محمدحسن (جهادي عمري)

پۀ اونیزه فی البدیهه مشاعره کې د شاعرانو شریک شوي بیتونه!

نیټه: ۷/جمادي الثانیة/۱۴۴۵

د (اسلامي ادب ګلبڼ) تر سر لیک لاندې؛ پۀ یوۀ شاعرانه محفل کې یوه لۀ ښکلا ډکه مشاعره تر سره شوه! چې انتخابي بیتونه یې لاندې راوړل شوي دي.
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
بیت!
لاس ازاد د رقـیـبـانو هــواګـانـو
زه ولاړ لکه د غر د ګل په شا یم
شمس القمر اندېش (رح)
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

ستا د مخ د سپين ګلاب په شانې وا يم
په خندا خندا سندرې درته وايم
لطف الله خیرخواه

انسانیت ته هم مذهب بې خدایه ګورم
زه د څومره مقدس دور ګنا یم
رفیق څارګر

که اوبه یم که په لپه کې دعا یم
زه د مینې د ښکلا د ګل په خوا یم
پیر محمد کاروان

زۀ فریب د خپل نظر نۀ یم نو څۀ یم
هره تنده د سراب تر څپو بیا یم
نظم الدین ندرت

زمانې د ژړېدو په مقام پرېښوم
دې ستم ته یې تر اوسه په خندا یم
عصمت تمیم

رنګ مې تور لکه ماښام د هدیرې دی
زوریدلی د هر مړي پۀ سزا یم
مهاجر شاکر داوړ

د تیارې زړۀ مې چولی دی رڼا یم
لکه ستوری راختلی د سبا یم
ننګیال خاورین

پاڼه، پاڼه د رحمان بابا ديوان شوم
کرښه، کرښه قناعت يم، استغنا يم
نور الحبیب نثار

د وطن د ابادۍ خوږه ارمانه
سر تر نوکه لپه – لپه یم دعا یم
خالد ریحان ببری

تاریکۍ د معرفت په لمر ختمیږي
زه طالب د دغه حسن د رڼا یم
عبدالسلام ضعیف

لکه ستوری توره شپه کې برملا يم
څه اړتيا ده چې په خوله وايم چې دا يم
شهزاده شيرين زوی

زه طـ.الب يم، په يوه معنا زقوم يم
خو په بله معنا شهد يم دوا يم
اکرام الدین مفتون

خپل ښایست مې دی حجاب له بدو سترګو
لکه لمر غوندې ښکاره یم هم فنا یم
علامه محمدي

که له زړه نه مې خبر شي عالمونه
لوی مکتب د عاشقۍ لويه بلا یم
الشیخ عزیز الله مظهري

مینې راشه لکه ګل دې غوړومه
د خواږه افغانستان آب و هوا یم
پیر محمد کاروان

بې ما ستا حُسن هم نۀ ګڼي څوک حُسن
تۀ کۀ مخ د آینې یې زۀ دې شا یم
نسیم ایثار

نا هیلي راسره هسې ده بدنامه
زه له ځانه ورکه شوې تمنا یم
عبدالمجید پل

زه یې سترګو کې ړندې ارادې څارم،
د رقیب له سپکو سپورو نه اګا یم.
راشد جالب

ستا د رعب او د جمال په امتزاج کې
لکه ګونګ پتنګ د حسن په ثنا یم
حسیني مختار

پر زخمونو یې ملهم ږدم چې کرار شي
زه ملت لره لقمان یم، میسحا یم.
عبدالغني وفا

ما د عرش لوري ته وغواړه خالقه
زه د وران وطن د بورې مور دعا یم
چنار ټکور

ته قدم له بدرنګیو سره اخله
زه د مینې ښکلا پالمه لګیا یم
جهادي عمري

د رنجو په قافلو مې رنګ پیکه دی
کنه یاره په زړګي رنګین صفا یم
قران مل

که را تلې د محبت په لاره راشه
زه چې نیست یم هم په دې لاره پیدا یم
عبدالرحمن غضري

زه په تورو تورو شپو د احتلال کې
د امت د ویښتابه پاتې صدا یم
عصمت الله متقي

رسیدی نشم مطلب ته زړه مې وچاد
د غریبو او بې وسو تمنا یم
قاري یوسف احمدي

د امېد لمن دې نه پرېږدم باداره
که هر څو بې کمان غشی یم خطا یم
صدیق مومند

ما د خپلو سترګو تنده، ده لیدلې
سمندره ستا پۀ وړاندې نابینا یم
نورالله عرفان

خدای خبر چې پر کوم پل به شمه پاتې؟
ستړی روح یمه د خپل وجود په شا یم
عزیزالرحمن ایاس

راشه دم مې کړه ډارېږم له تیارو نه
موده وشوه چې اوښتی په بلا یم
طاهر شېرزاد

دا دې څه راوکړل خدايه! هک حيران يم
زمانه مخته روانه زه په شاه يم
عنايت الله فرياد

زه چې ستا له اوامرو نه په شا یم
خدایه وړ زه ستا د هر رنګه سزا یم
مخبت وردګ

د پریمانه اندیښو له زوره مات یم
په زنګون باندې مې سر ایښی دی دا یم
مستغفر ګربز

بې نيازه د سرو، سپينو ګلابونو
نازنينه د کاږه اوربل هوا يم
نور الحبیب نثار

زړونه نه ماتوم هر څه چې راپيښ شي
زه د خپل کلي له خلکو نه جلا يم
وارث انځور

د اسرارو وجیبه ده کنې وایم
خْوَږ زړګیه ستا په راز باندې پاچا یم!
حامد ناصر

خپل هنر مې شاهدي وایي هرچاته
چاته نه وایم چې دا یمه او دا یم
کریم سلطاني

زه د عشق د بېدياني ژوندانه شپون يم
تږې سترګې د ښايست ورشو کې پيايم
لطف الله خیرخواه

تورتمونه به پرتور جهان خواره کړم
له ښکلاوو پیداشوی سپین سبا یم
سباون ریحان

تاریکۍ د ظلم وژنمه، جهانه!
امـ.ارت یمه، ښکلا یمه، رڼا یم
مهاجر فراهي

تور زنځیر د غلامۍ مې دی مات کړی
د حـ.ریت اذان مې کړی دی، ملا یم
خالد کندهاری

د هیواد د آبادۍ په لوی کاروان کې
لکه شمع خوښ په خپله واوېلا يم
ابراهیم همکار

خو لمبې دي چې سوزیږي پۀ لمبو کې
د حسینو سرخ پوشانو به څۀ وایم
نظم الدین ندرت

پر کوثر د اننګیو وارخطا یم
شفاعت د سترګو غواړم په ژړا یم
حنیف مظهري

له هر لورې د لټون غږونه اورم
که له چا ځینې ورک شوی یم، نو دا یم
زاهد ساپی

هر خدمت ته يې ولاړ لاس په نامه يم
د مورکۍ او د بابا د لاس عصا يم
نبيل شباب

یم د اوښکو پۀ شبنم یې غوړولی
پۀ نسیم یې زنګولی د دعا یم
نصرت طالب

لکه مړوای ګل په کلکه تیږه زانګم
د خپل عمر پروا نه کړم په خندا یم
اکرام الله امېد

په غريب مخ مې ايرې موږلي نه دی
لږ مې درک کړه ورانه نښه د وفا يم
سعيد سيدزوی

څو افتاب مې د اجل په سر رانشي
د شبنم غوندې به پروت په ګل مخ ستا یم
روحانی

لکه تږی ګل اوبه غواړمه مرمه
د خزان سیلۍ وهلی وار خطا یم
احمد غازي

د مات شوي زړه د څړیکو په رقم یم
د ژوندون له ښو او بدو بې پروا یم
نسیم منصور

شهیدان مې دزړه واړه ارمانونه
یقین وکړه سمه دمه کربلا یم
عبدالرحمن ادریس

د حالاتو نا کردو کې مې ځان ورک دی
بېرته خپل پَلُونه ګورمه لګیا یم
تسل منیب

ستا په مخکې مې ساه لنډه لنډه کیږي
ستا په مخکې ولې دومره وارخطا یم؟
محبوب آغا

تۀ خو يو ځل راته ووايه د چا یې
زۀ خو ستا يم، زۀ قسم کومه ستا يم
طاهر اترنګ

ستا د حسن د وږمو په انتظار یم
بېړه وکړه ساعت وروسته به بې سا یم.
حسن بلال

تر انکار دي صدقه شم رښتیا دا دي
چې په روح کې دې د ترنګ غوندې ګویایم
عبدالرحمن غضري

ما د هر ښایست د خاورو څکه کړې
لګېدلی په هر مخ لکه هوا یم
سایل پاشا

جوړ له مینې اغزۍ نه یمه ګلاب یم
خلکو مینه یمه، کله زه بلا یم
عاکف مهاجر

د هېواد فضا اوس خلاصه له زاغانو
زه مالیار ولاړ د خپل ګلشن تر خوا یم
ضیاءالحق حسان

د وطن د ښاپېریو انتخابه!
ستا په څنګ کې به له ستورو هم بالا یم
سیف صدیق

چې د ستا په قدمونو کې منحل شم
زه دې تکې تورې خاورې د بیدیا یم
لاروی

تورې ورېځې ویښوم لکه برېښنا یم
بارانونه د ګرېوان دښتو ته بیا یم
جهادي عمري

ژوند د خضر مخ اغوستی دی او زۀ هم!
ورسره روان پۀ رسم د موسَی یم
نظم الدین ندرت

تصور دې د مخ هم شته، اخلم ساه هم
هم ډېوه یمه په ذات کې هم هوا یم
نسیم ایثار

زه خو ته نه یم چې زړه به درته شین کړم
ته فقد راته موسکی شه زه پخلا یم
عبدالمجید پل

ستا ګمان ؤ چې تیارو واخیستم ورک شوم
اوس خو پوه شوې چې راغلی تر سبا یم؟
امین وردګ

د نفرت په دومره زور کې عجیبه ده
زه روان د محبت په لار تنها یم
نقیب الله ارمان

تعارف، چې د حسینو رانه کېږي
ګرځېدلی په هر ګل لکه بورا یم
عصمت تمیم

شینکی خال یې د شکلا پیراني پیر دی
زه مرید د زنخدان د خانقا یم
خالد ریحان ببری

زه چې ستا یم او د تا و ښکلا ستا یم
ګواکې مینې تجسم کړم او ملا یم
حسیني مختار

ما مې زړه دی په ورغوي کې راوړی
خریدار دې د یوې خوږې موسکا یم
پیر محمد کاروان

ستا د یاد په بدو داسې مبتلا یم!
نیمه شپه ده له سپوږمۍ سره ګویا یم!
خالد إحسان

احسانمند د زمانې نه يمه ګلې
منتبار زه ستا د ناز او د ادا یم
عرفان الله ایوبي

ما د ژوند خواږه بايللي دي افغان يم
د وخت هرې فیصلې ته په ژړا يم
جاوید افغان

ضرورت د محبت دومره اشد دی
باؤر وکړه له خپل ځانه بې پروا یم
انعام نعیمي

يو باچا د تصوف مې دی ليدلی
له انوارو ډک وو ځکه پرې شيدا يم
حيدري جان

زه پخپله مې خپل رنځ لره دوا یم
زه له سل رنګه غمو سره اشنا یم
ګمدل

تاریکۍ مې لۀ وجوده کډه وکړه
زۀ رڼا د خپلو اوښکو پۀ رڼا یم
سیدانور انځور

زه په مینې باندې پوه له هرې خوا یم
زه له درد او له غمو سره اشنا یم
فاروقي خپلواک

نه مغروره، نه پیدا یمه له اوره
جوړ له خاورې ادم زاد زوی د هوا یم
محمداغا حیدري

سپین رخسار سیاه چشمان زلفي کافري
بند په داسي مرکب حسن ښکلا یم
عبدالغني وفا

چې یې ته وې یوې شپې ته پاتې کړی
له هغه وخته باران همیشه ستایم
صفي الله رائد

پای.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx