حریت اونیزهپښــــتو ادب

حریت فکري روزنه؛ فکري جګړه کې مقدسات او ارزښتونه تر برید لاندې راځي

خیال محمد توحیدیار
حریت فکري روزنه، چې د ځوان نسل د بیدارۍ، له پردیو افکارو څخه د ژغورنې او د مقدساتو او ارزښتونو د ساتنې په موخه فعالیتونه ترسره کوي، په چاپي برخه کې د حریت اونیزې د خپرولو تر څنګ په علمي، فکري او فرهنګي برخه کې هم د ځوانانو د روزلو او فکري بیدارۍ په موخه میاشتني سمینارونه او اونیزې ناستې ترسره کوي، د یادو ناستو په لړۍ کې دا ځل حافظ عطاءالله عزام «د فکري او عسکري جګړې ترمنځ توپیرونه» موضوع باندې مفصل بحث وکړ.(۱۴۴۵/۶/۸ هـ. ق)
یاده ناسته، چې د دریځ چارې یې تاند ځوان محمد حسن کټوازي سمبالولې د حافظ عصمت الله منصور په تلاوت سره پیل شوه، خیال محمد توحیدیار د ناستې ګډونوال د تېرې غونډې له حاله خبر کړل او ورپسې حافظ عطاءالله عزام د ترتیب کړي لکچر د وړاندې کولو په موخه دریځ ته را وغوښتل شو.
نوموړي په پیل کې فکري او عسکري جګړه هره یوه بېله بېله تعریف او تشریح کړه او ورپسې یې د دواړو جګړو تر منځ په توپیر مفصل بحث وکړ.
د ښاغلي عزام په وینا چې فکري او فرهنګي جګړه تر عسکري او نظامي جګړې ډېره خطرناکه او زیان رسونکې ده، ځکه چې عسکري جګړه مخامخ وي، دښمن او هدف په کې معلوم وي، خو فکري جګړه پټه ترسره کېږي، چې اکثره وخت په دې کې دښمن نه پېژندل کېږي.
ده وویل« په فکري جګړه کې هدف د مسلمانانو عقیده او فکر ځپل دي، دې جګړه کې پر مقدساتو او ارزښتونو برید کېږي، خپل(اسلامي) فرهنګ او تاریخ در څخه اخلي، چې بیا یې ځای پردی فکر، تاریخ او فرهنګ نیسي.»
دا راز نوموړي د یادو دواړو جګړو ترمنځ یو بل مهم توپیر په داسې ډول بیا کړ، چې په عسکري جګړه کې ځمکې او هېوادونه اشغالېږي او په فکري جکړه کې افکار او ذهنونه اشغالېږي، چې د اشغال شویو ځکمو د بیرته ترلاسه کولو لپاره یې اوسېدونکي مبارزه کوي او ازادي تر لاسه کوي، خو اشعال شوي فکرونه بیا هیڅکله مبارزه نه کوي بلکه همداسې مخ پر ځوړ د پرديو ارزښتونو د منلو پر لور روان وي.
پر لکچر له بحث وروسته ازاده مشاعره ترسره شوه، چې په کې شاعرانو او د شعر مینه والو خپل او انتخابي شعرونه د ناستې ګډونوالو ته واورول او ناسته نږدې ماښام مهال د عصمت الله منصور په دعایې سره پای ته ورسېده.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx