افغانستانخبرونه

مولوي امیرخان متقي : په افغانستان کې د تیرو نا خوالو علت پردی فکر او ایدیولوژي وه

مولوي امیرخان متقي : په افغانستان کې د تیرو نا خوالو علت پردی فکر او ایدیولوژي وه

 

نن ټکی آسیا ( چهارشنبه د مرغومي ۶مه ۱۴۰۲)د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیرخان متقي د پخواني شوروي اتحاد د یرغل ( د جدي شپږمې) په مناسبت غونډي ته په خپله وینا کې د کمونستي افکارو د مخیني ، د کارل مارکس  کمونستي فلسفې  او په ۱۹۱۷ میلادي کال کې د لنین له لوري دې نظریې ته  د عملې جامې  وراغوستلو ، د افغانستان او شوروي اتحاد د روابط او په افغانستان کې د کمونستي نظام د راتګ په اړه وینا وکړه .
ښاغلي متقي وویل: د دا ډول ورځو په مناسبت غونډو او ناستو  ګټه دا ده چي نوي نسلونه له تاریخي پیښو او د خپلو اکابرو له قربانیو څخه خبر وي  .

د بهرنیوچارو وزیر په افغانستان کې د فکرې کمونیزم په اړه وویل: په ۱۳۳۴ هجري لمریز کال کې چي کله د وخت د شوري اتحاد مشر کابل ته راغی او دلته یې په مختلفو برخو کې قرار دادونه د افغانستان له حکومت سره لاسلیک کړل نو  په دغه لړکې یې ډير شمیرافغان ځوانان شوروي اتحاد  ته د زده کړو په موخه دعوت کړل، افغانان په دې هدف ورغلل چي علم حاصل کړي خو برعکس د کمونیزم په لومه کې را ښکیل شول او په دې ډول سره په افغانستان کې کمونستي تفکر وده وکړه او عملي فکري مبارزه یې پیل کړه او د سر دارد محمد داود خان پر خلاف یې کودتا وکړه چي د دې کودتا په نتیجه کې د افغانستان د علما وو، پوهانو ، د پوهنتونو او ښوونځیو استادانو او قومي مشرانو سر بیره یو نیم ملیون افغان  په شهادت ورسول شول  او په ملیونونو افغانان یې هجرت کولو ته اړ ایستل ، د دې ټولو نا خوالو علت دا وو چي دلته پردی فکر او ایدیولوژي  را وارده شوه او د وخت حکومتونه  غافله وو  .

مولوي امیرخان متقي ټینګار وکړ چي په هیواد کې  د دوو امپراطوریو له ماتي وروسته باید د افغانانو د قربانیو ساتنه وشي ، اوسنی نظام د دوه ملیونو انسانانو د  قربانیو په نتیجه کې  تر لاسه شوی دی ؛ بي پروایې ، غفلت او خوش باوري ونشي اوزموږ خلک په مختلفو افکارو خواره واره نشي، دښمن کمزوری ونه ګڼل شي چي همدا اوس هم په کمین کې ناست دی ، خپل ولس په اسلامي او له هیواد سره د میني  او محبت په تفکرو روزل شي،  له ولس او د ولس له مختلفو شعباتو سره نږدې روابط وساتل شي  او د خپل هیواد  له ټولو حالاتو ځانونه خبر کړای شي  .

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx