نظــر

د حنفي فقهې راجحیت، غوره والی او جامعیت! (وروستۍ برخه)

د حنفي فقهې راجحیت، غوره والی او جامعیت! (وروستۍ برخه)لیکوال: م حمادشیرزاد

په نورو برخو کې مو د حنفي پر بیلابیلو اړخونو رڼا واچوله، په دې برخه کې په اوسني وخت کې د یادې فقهې او مذهب د اصلي پیروانو او لارویانو په اړه لیکل کوو او د هغه خلکو ښودنه هم کوو چې د یاد مذهب په نوم په دین کې نوې طریقې او لارې راوباسي او ټول نسبت یې امام ابو حنیفه او د دې فقهې سرکرده خلکو ته کوي؛ حال دا چې هغوی له داسې کړنو او عملونو بیزاره دي او تل یې تردید کړی.

 

په اوسني وخت کې کله چې انګریز پر ډیری هیوادونه خپله ولکه ټینګه کړې وه، پر وړاندې یې هندوستان کې زرګونه علماء ودرېدل، د دارالعلوم دیوبند بنیاد کیښودل شو، له هغه ځایه د علم جبال او برجسته رجال تیار شول، چې هر یو یې نن په ټوله نړۍ کې مشهور دی، هغه که د دیوبند باني قاسم نانوتوی رح و، که لوی فقیه شیخ الهند محمود الحسن رح و، هغه که شاه ولي الله دهلوي او که د خپل وخت فقیه او ستره هستي رشید احمد ګنګوهي و، که مفسر او محدث شبیراحمد عثماني و، هغه د تصوف او سلوک د لارې امام علامه انور شاه کشمیري او که فقیه او محدث اشرف علي تهانوي و، هغه که د خپل وخت لوی محدث علامه زکریا او که د سیاست امام حسین احمد مدني و هر یو یې د تصوف، فقهې، احادیثو او فنونو ماهرین تیر شوي او د دې دین یې داسې خدمت ترسره کړی، چې نن حنفي مذهب همدوی په حقیقي بڼه ژوندی ساتلی او هغه باطل خلګ چې دې مذهب پورې ځان تړي مردود کړي او باطل یې ثابت کړي.

 

دوی د اسلام او بیا په اسلام کې د حنفي مذهب داسې خدمت ترسره کړی، چې نن پرته له کومې مبالغې د نړۍ په هر کونج کې د دوی شاګردان د دین پر خپرولو او دفاع کولو یې بوخت دي، دوی د باطلو مخه ونیوله او په یاد مذهب کې یې د هغه فرقو رد وکړ، چې هیڅ اصل نه لري، دوی واضح تاریخ ولیکلو، چې د بدعتونوو خرافاتو او له دین څخه د لرو رواجونو بنیاد د انګریز او غرب له لورې د جوړو شوو ډلو کار او د دوی کړنو ته نه په نورو مذهبونو او نه هم په حنفي مذهب کې ځای شته او نه اصل تصوف دغه کړنو ته اجازه ورکوي.

دا لیکل یواځې د دې لپاره کوم چې له دغو خلکو زموږ عامه مسلمانان ځان وساتي او پر خپل هغه امام پسې چې تل یې د حق لټون او موږ ته یې حق روښانه کړی لاړ او د هغه پیروي وکړي، نه د هغه خلکو چې تل د خپلو خواهشاتو ښکار شوي، دین یي کله د یو چا پر خوښه او کله یې د بل چا پر خوښه استعمال کړی.

 

زموږ په افغانستان، پاکستان، هندوستان او نورو نیږدې هیوادونو کې اغلب مذهب حنفي دی، خو دلته د حنفیت خدمت او حقیقي بڼه یې د درالعلوم دیوبند علماؤ ساتلی، وګورئ که څوک د دغه علماؤ لاره نیسي؛ نو پسې لاړ شئ، د دوی خبره ومنئ او که د یادو علماؤ پر لاره نه تلل، لکه بریلویت، سیفیت، پنجپیریت او داسې نور چې نن خپل ځانونه حنفي مذهب ته منسوبوي؛ خو په اصلیت کې د دوی لاره او طریقې زیاتره خطاء او په عقایدو کې یې له حده زیات فرق دی، د تصوف کومه لاره چې دوی غوره کړی، هیڅ اصل نه لري، بلکې د تصوف لپاره چې پخپله د دیوبند علماؤ کوم خدمت کړی، هغه له هیچا هم پټ نه دی، هلته شاه عبدالعزیز، علامه ندوی، انورشاه کشمیری، اشرف علي تهانوي او نورو اجلّه د وخت د تصوف لویو امامانو پرې لیکل کړي او د اوسنیو دغو ډلو دا کړنې هیڅ مناسبات ورسره نه خوري او نه هم د سلفو له عملونو سره سمون خوري.

د حنفي مذهب اصل معلوم او روښانه دی، علماء یې معلوم او تر هر چا ډیر مشهور او پیژندلای شوي، خو ننۍفرقې د خپل ځان د شهرت لپاره په حنفي فقه کې داسې شیان او عملونه راوباسي چې د ۱۸۷۰میلادي نه مخکې به یې د هیڅ یو عالم او تصوف د خادمینو په کتابونو او عملونو کې ونه موندې، بلکې ټول بدعات او رسومات د پردیو له لورې تپل شوي او نن یې ناپوهه ولسونه هم ورسره مخته وړي، پخپله قاضي ثناءالله پاني پتي په تفسیر مظهري کې، د نوموړي پیر مظهر جان جانان چې واقعي لویه هستي وه پخپلو لیکنو او درسونو کې، شاه عبدالعزیز دهلوي، مولانا شاه اسحاق او ګڼو نورو علماؤ د دې ټولو هغه رسوماتو چې نن یې دغه ډلې ترسره کوي، تردید کړی او د دوی کړنې یې د دین، قرآن او سنت څخه بیخي لرې ښودلي دي.

 

د تصوف په اړه د علامه اشرف علي تهانوي کتاب تبویب تربیت السالک، د علامه رومي کتابونه، د علامه ابن قیم رسالې، د علامه عزالي کتاب احیاء علوم الدین، الرسالة القشیریة، الانوار القدسیة، المنقذ من الضلال، الرسالة اللدنیة، الحکم العطائیة، المسافرون الی الله، منازل السائرین، شریعت و طریقت او التکشف عن مهمات التصوف غوره کتابونه دي چې تصوف یې په واقعي بڼه خلکو ته ورپیژندلی. والله اعلم بالصواب

وما علینا الا البلغ المبین

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
غلام حضرت

شریکه! خوښ به سم که می پوښتنه جواب سی؛
مطمئناً به د ” حنفی مذهب ” د نوم وجه د ابوحنیفه کُنیه وی ( لکه څنګه چی مثلاً د حنبلی مذهب نوم د ابن حنبل د نوم سره تړاؤ لری یا مالکی مذهب د مالِک د نوم سره) .
که حنفی! فِقه ابوحنیفه ته د انتساب له وجی حنفی بللې کیږی نو باید حنیفی مذهب وبلل سی نه حنفی ضمناً د اسلام ټول دین حنیف دی ځکه د سیدنا ابراهیم علیه السلام دین حنیف ؤ.

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx