افغانستانخبرونه

د قزاقستان سترې محکمې د افغانستان اسلامي امارت رسما د تحریم شوو ګروپونو له لسته وویست

د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیرخان متقي د افغانستان او قزاقستان ترمنځ د خنډونو د له منځه وړولو عملي ګامونو وستایل

نن ټکی آسیا ( جمعه د مرغومي ۸مه ۱۴۰۲) د ا.ا.ا. د بهرنیو چارو له وزیر محترم مولوي امیرخان متقي سره په کابل کې د قزاقستان سفیر ښاغلي علیم خان یسین گیلدییف وکتل.

په سر کې د بهرینو چارو وزیر د قزاقستان سفیر ته ښه راغلاست ووایه او د افغانستان او قزاقستان د اړیکو روان مسیر یې مثبت او دواړو ملتونو په ګټه وباله.

په کابل کې د قزاقستان سفیر ښاغلي علیم خان یسین گیلدییف خوښي څرګنده کړه چې د افغانستان له اسلامي امارت سره مثبتې اړیکې لري او زیاته یې کړه چې غواړي له افغانستان سره خپلې تجارتي‌ او سیاسي اړیکې لا پراخې کړي.

همداراز ښاغلي سفیر د خپل هیواد د بهرنیو چارو وزارت په استازولۍ خبر ورکړ چې د قزاقستان سترې محکمې د افغانستان اسلامي امارت رسما د هغې تحریم شوو ګروپونو له لسته وویست چې دوی پرې په خپله خاوره کې د فعالیت بندیز لګولی وو .

د ا.ا.ا د بهرنیو چارو وزیر ښاغلي امیر خان متقي د قزاقستان له حکومت څخه مننه وکړه چې د دواړو هیوادونو تر منځ د شته خنډونو له منځه وړلو په برخه کې یې عملي اقداماتو ته مخه کړې.

په پای کې د بهرنیو چارو وزیر یادونه وکړه چې افغانستان له قزاقستان سره مثبتو اړیکو ته ژمن دی او دواړه هیوادونه باید بېلا بېلو برخو کې ګډې همکارۍ ته دوام ورکړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx