نظــر

ښځې او نړۍ، امارت او يو واقعيت

احمدګل ريان

ممکن دا ليکل د څه وخت لپاره راته بلا شي او ډير به دې موضوع کې راسره موافق هم نه وي، بلکې بد به ووايي، خو د خدای لپاره يې ليکم او په دې هيله يې ليکم چې هم مو ثواب ګټلی وي او هم نظام، کلتور او ولس ته يوه ګټه ورسوو.

د ښځو د ازادۍ او حقوقو موضوع او دغه راز له شپږم پورته صنفونو تر امر ثاني د بنديدو موضوع ډيره زياته شاربل شوې ده، آن د اسلامي امارت په رسميت پېژندل تر دې پورې تړلي بلل کيږي، اکثريت ولس او بهر کې افغانان داسې فکر کوي چې که اسلامي امارت له شپږم پورته صنفونو ته اجازه ورکړي او ښځو ته څه نا څه ازادي ورکړي؛ نو پرې لګيدلي بنديزونه به هم لرې شي، خو واقعيت داسې هيڅکله نه دی، بلکې دنيا نورې تر دې ډېرې جدا غوښتنې او اميدونه لري.

په هر حال، موږ د دنيا غوښتنو، سياستونو او دښمنيو پسې نه ځو، دلته يوازې د ښځو د مکاتبو، حقوقو او د دوی په اړه د نظام د مشرتابه د حکم موضوع باندې تمرکز کوو.

له ډيره وخته مې د نجونو د مکتبونو موضوع ذهن کې ګرځېده. په دې اړه مې چې چا ته زړه تش کړی، ډير خوند يې نه دی کړی، نو کما فی السابق پاتې وه. همدا اوس دفتر ته د (قضاء) په نوم د سترې محکمې درې مياشتنۍ مجله راورسيده. سرمقاله مې ولوستله او د ښځو ياد يې بيا راتازه کړ.

د سرمقالې پای کې د قضائيه قوې د ۱۴۰۲ هـ ق کال د دويمې ربعې خلاصه راپور اړوند ليکل شوي: (د افغانستان اسلامي امارت محاکمو د ۱۴۰۲ هـ ق کال د دويمې ربعې په جريان کې د ښځو د حقونو اړوند (۷۴۱۹) قضيو په ګډون ټولې (۴۰۴۹۶) بيلابيلې دوسيې حل او فصل کړې دي. دغه راز درې ګونو محاکمو په همدې موده کې (۴۴۵۶۲) وثيقې، چې (۱۹۷۳۱) يې نکاح خطونه دي، هم اجراء کړې دي.)

دا واضحه ده چې شريعت تر هر نظام زيات او د فطرت مطابق حقوق ښځو ته ورکړي دي، دې حقوقو ته اسلامي امارت تر هر چا زيات ژمن دی او آن د سر په بيه يې ساتنه کوي. متأسفانه چې دنيا په دې واقعيت سترګې پټې او غوږونه بند کړي دي او درګرده د خپلو خود ساخته حقوقو د تطبيق غوښتنې کوي.

که ووايو چې د روان کال په تيرو درې مياشتو (سرطان، اسد او سنبله) کې به په هيڅ غربي هيواد، حتی امريکا کې هم د ښځو د حقوقو اړوند کابو اووه نيم زره دوسيې نه وي حل او فصل شوې، مبالغه به نه وي. په دې هم غرب او هم نوره نړۍ ښه پوهيږي چې د اسلامي امارت قول او عمل په کومه کچه سره يو دي. دا چې دوی اعتراف نه کوي، د دوی کار دی او ياد به يې لرو چې څنګه يې د اسلامي نظام وجود ومنلو، همداسې به يې په حقانيت او سوچه توب هم يوه ورځ اعتراف کوي او دا به مني چې افغانستان کې تر هر ځای او هر نظام زيات او په بهتر ډول د ښځو حقوقو ته توجه کيږي.

زما لپاره د سوال ځای او د دې ليکنې انګيزه د ښځو د مکاتبو او پوهنتونو تر امر ثاني معطلول دي. د دې لپاره تر ټولو ښه وه چې يوه حل لاره ورته پيدا شوې وای، خو د شريعت مطابق حل لاره ورته پيدا کول، ټول ديني، کلتوري او سياسي اړخونه يې سنجول او هم پکې د ټولو اړخونو د توافق غم خوړل، طبعاً وخت ته اړتيا لري او دومره اسانه نه ده لکه چې موږ يې فکر کوو.

اوس چې له شپږم صنف پورته مکتبونه او پوهنتونه د ښځو پر مخ بند دي، په نړيواله کچه يې اسلامي امارت له ننګونو سره مخ کړی دی. ممکن د خارجه وزارت چارواکي او نماينده ګان ډير وخت د دې موضوع له سوال ځواب او سپيناوي کولو سره مخ وي او په کور دننه هم خلک دې موضوع ته ډير تم کيږي، مجالس پرې ګرم وي او د پړې ګوته اسلامي امارت ته نيول کيږي.

د حيرانۍ ځای دی چې دومره لوی کار ته مو اوږه ورکړې ده، له انتقادونو سره مخ يو او د پړې ګوتې راته په شور دي، خو کابل کي وينو چې په هره کوڅه کې مکتبونه، خصوصي پوهنتونونه، شهرهای زبانها او اکاډمي وازې دروازې ولاړ دي او سلګونه ښځې پکې ښکته پورته کيږي.

زموږ د کور تر څنګ يو انسټيټيوټ دی، د سهار له اوو بجو د ماښام تر اوو پورې د هر ساعت په پوره کيدو سره لسګونه ښځې ورځي او ترې وځي. دغه راز د کابل په ټولو کوڅو کې همدا حال دی، خصوصاً د کابل پوهنتون شاوخوا له پخوا لږ کم بيروبار وي.

نه پوهيږم دې کې به کوم مصلحت وي چې د منعې نوم مو ورکړی دی او له نړۍ سره مو دې برخه کې مقابله پيل کړې ده، ځينې ولسي خلک هم د ملامتۍ ګوته راته نيسي، د رسنيو بحثونه هم په همدې موضوع تاوده وي او سياسي، اقتصادي او… اړيکې مو هم دې موضوع پورې تړلې ګڼل کيږي او نړۍ مو د ښځو د حقوقو ناقضين بولي، مګر په واقعيت کې هغه د کليوالو په اصطلاح برګ اتڼ دی، هماغه اکاډمۍ او انسټيټيوټ (ممکن مکتبونه او پوهنتونونه هم وي) دي چې خلاص دي او نجونې کوڅو او سرکونو کې لرې برې کيږي.

موږ په دې ډول کار کولو نه يوازې دنيا سره لاس او ګريوان شوي يو، بلکې د خپل امير په بې اطاعتي کې هم واقع يو. دا چې د امير بې اطاعتي کوم اخروي او دنيوي زيانونه لري، ټول پرې پوهيږو. بناء تر دې ښه وه چې د شريعت په چوکاټ کې تعليمي ادارو ته اجازه ورکړل شوې وای، تر څو دې برخه کې د کيدونکو اعتراضاتو مخه نيول شوې وای او په ځانګړي ډول غربي نړۍ ته په لاس ورغلې بهانه هم له منځه تللې وای، کنه نو هم دنياوي ګټه له لاسه وتلې او هم د بې اطاعتي په نتيجه کې د اخرت سوال ځواب ته مخامخ يو.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx