نظــر

د سیمې له هېوادونو سره د اسلامي امارت اړیکو رغول!

د سیمې له هېوادونو سره د اسلامي امارت اړیکو رغول!

  • لیکنه. م حمادشیرزاد

له کومې ورځې چې په افغانستان کې اسلامي امارت حاکم شوی، له هماغې ورځې تر ننه ورته بېلابېلې ننګونې، چیلنجونه او ستونزې تر مخه دي، حو پر وړاندې یې کلک ولاړ او د یادو ننګونو د له منځه وړلو لپاره مبارزه کوي، خو د سیمې له هېوادونو سره وخت ناوخته ځینې ستونزې راولاړېږي چې اسلامي امارت تل د خبرو او تفاهم له لارې حل کړې ترڅو ګاونډي هېوادونو سره راشه درشه، سیاسي او تجارتي اړیکې په غوره توګه وپالل شي او همدا د افغانستان د اوسني دولت روښانه پالیسي هم ده.

افغانستان د نړۍ یو له لرغونو هېوادونو دی، چې موقعیت یې هم ستراتیژیک او د اتصال له پلوه هم د سیمې هېوادونو لپاره ډېر اړین دی، چې وخت ناوخت د نړۍ زبر ځواکونو د خپلو ګټو او دغه سیمه د خپلې ولکې لاندې د راوستلو لپاره یرغلونه کړي، خو تل ناکامه او نامراده شوي، خو د افغانستان وګړو، آبادۍ، پرمختګ، سیاسي او تجارتي اړیکو او نورو هیلو ته یې تل زیان رسولی او زیاتره یې له بدبینیو، جګړو، سمتي، قومي او مذهبي تعصباتو سره مخ کړي او تر ډېره حده یې دا هېواد په بې وزلۍ کې د شته کانونو، نفتو، ګازو او نورو زخیزیو سربېره یوازې پرېښی او تر فشارونو لاندی وي؛ خو بیا هم نن دا دی د افغانانو همت، قربانۍ او عزم دا هېواد یوځل بیا په پښو راولاړ کړی، خو د لا پرمختګ لپاره یې لومړی د سیمې او ګاونډیو هېوادونو او بیا نورې نړۍ سره اړیکو رغولو ته اړتیا ده.

 

افغانستان تر بل هر وخت اوسنیو شرایطو کې یوې قوي دیپلوماسۍ ته اړتیا لري، داسې دیپلوماسي چې هم د اسلام له پلوه هېواد ته خیر ورسوي او هم د سیمې او نړۍ له ټولو هیوادونو سره د راکړې، ورکړې، تجارتي او سیاسي اړیکو لاره غوره کړي او د خپلې اوسنۍ بهرنۍ پالیسۍپه قدم لاړ او هیواد له دغه ستونزمن حالت راوباسي.

 

د سیمې هیوادونو په دغه تېرو ۲۰ او ۲۳ کلونو کې د افغانستان د تخریب، تسخیر او د خپلو ګټو لپاره په کې د بدبینۍ کوښښونه کړي، له امریکا او نورو هغه قدرتونو سره یې د افغانستان په ځپلو او ورانولو کې پوره ونډه اخیستې او لا هم د سیمې ځینې هېوادونو له تیرو ترخو تجربو زده کړه نه کوي او پر خپل دغه پخواني فکر روان دي او ورځ تر بلې ستونزې او خنډونه جوړوي او د افغانانو د پرمختګ په مخ کې ستونزې ایجادوي او د هغه خلکو ملاتړ او غونډو ته هم اجازه ورکوي چې په افغانستان کې د یو مشروع نظام پر وړاندې یو ځای نیم کې درېږي او بغاوت ترسره کوي، چې داسې کړنې د دواړو اړخونو لپاره د لا ستونزو زیاتیدو سبب کېږي او ولسونو ته د زور جوړولو سربېره د سیمې اقتصاد او تجارت ته هم زیان رسوي.

 

د سیمې په هېوادونو کې د افغانستان زیاته برخه د پاکستان او ایران سره ده، چې زیاتره ستونزې هم د دغې دوه هېوادونو سره راولاړېږي، کله د اوبو، کله د امنیت او کله د نورو ګټو لپاره یاد هېوادونه د اوسني دولت سره اړیکې ترینګلې کوي او یو لامل یې دا هم کېدای شي چې تر ۸ میلیونه افغانان په دغه دوو هېوادونو کې مهاجر او د کډوالۍ ورځې شپې سبا کوي او دا د اوسني دولت د ځورولو لپاره له دوی سره یو ښه افشن هم دی، چې دغه دوه هیوادونه یې تل کاروي، چې له امله یې اړیکې ترینګلې او دواړه اړخونو ته زیات زیانونه واوړي.

 

اسلامي امارت وخت ناوخته د خپلو پیغامونو له لارې دا جوته کړې،چې دوی له ټولو هېوادونو په ځانګړي ډول له ګاونډیو هېوادونو سره غوره اړیکې غواړي او دا یې څو ځله په عمل هم ثابته کړې او دغه د اړیکو رغول د افغانستان لپاره هم او د یادو هېوادونو لپاره یوه ښه او کامیابه کړنه ثابتیدلای شي، د افغانستان سربېره د یادو هېوادونو تجارت، اقتصاد او راکړه ورکړه د نورې نړۍ او خپلو کې وده کولای او دلته یو اروپا په څېر یو ښه پلیټ فارم د افغانستان په شمول رامنځته کېدلای شي.

 

پاکستان د افغانستان یو له مهمو ګاونډیو هېوادونو دی، چې له کلتوري، فکري او اسلامي اړخه هم د دواړو هېوادونو د وګړو تر منځ ډېر زیات مشترکات شتون لري، د دې دواړو هېوادونو اړیکو په ښه شکل سره رغیدنه تر هر څه مهمه ده، هغه که په سیاسي لحاظ وي، که په تجارتي او که په ولسي لحاظ وي، ولې؛ چې د افغانستان جوړېدل د پاکستان او د پاکستان لا جوړېدل د افغانستان په خیر او ګټه دي، د اړیکو ترینګلتیا نه یواځې دا چې اقتصاد، تجارت او د دولت پرمختګ ته تاوان رسوي، بلکې په رواني شکل دلته د دې قومونو او ولسونو تر منځ د بدبینۍ تخم او زهر لا شیندل کېږي او د دغه سیمې زور لا پسې اوبه کېږي، ځکه د انګرېز، هند او نورو کفارو یوه دسیسه دا هم ده چې په دغو دوو هېوادونو کې پراته قومونه څنګه له یو بل سره متنفره او کرکجن کړي او څنګه یې تر منځ بدبینۍ پراخې او زیاتې کړي.

 

پاکستان که پر خپله پخوانۍ نظریه او فکر ولاړ وي، نو اړیکې هېڅکله نه شي ښې کیدلای او نه پرمختګ کېدلای شي، ځکه د میم زر ما ټوله زما او یا هم د دې ورته سیاستونه د کامیابۍ پر لور نه شي تللی؛ بلکې لا له ستونزو سره مخ کېږي او د پرتو قومونو لپاره د نفرت یو سبب هم ګرځي، پاکستان لپاره یو زرین فرصت دی،چې اړیکې د افغانانو د زړونو په ګټلو ورغوي او یواځې د خپلو ګټو په لټه کې نشي، بلکې د راکړې/ ورکړې او راشې درشې سیاست په صدق او اخلاص سره غوره کړي، تر څو دواړو طرفونو ته پراته قومونه هم په سوکالۍ او خوشحالۍ ژوند وکړي او هم یې د پردیو پر وړاندې زور قوي او یو موټی پاتې شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
muzammil rasim

موفق اوسئ

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx