تاریخ او شخصیتونه

د مرحوم مولوي محب الله مؤذن ژوند او کارنامو ته کتنه

د مرحوم مولوي محب الله مؤذن ژوند او کارنامو ته کتنه
لیکنه: قاري عبدالستار سعید
مرحوم مولوي محب الله بلالي چې په «مؤذن صاحب» یې شهرت درلود، د مرحوم ملا نیکو خان زوی په قوم موسی خېل کاکړ په ۱۳۱۸ هجري شمسي کال کې د غزني ولایت د ګیرو ولسوالۍ په باتور کلي کې په یوه دینداره او علمدوسته کورنۍ کې زیږیدلی و.
دیني زده کړې
مولوي محب الله مؤذن د تعلیمي بهیر لومړنۍ الفبا په خپل کور او د کلي مسجد کې ولوسته، ورپسې کله یې چې عمر ۱۲ کلنۍ ته ورسیده نو د دیني زده کړو سلسله یې په رسمي شکل پیل کړه، په دې لړ کې نوموړي لومړۍ د آب بند ولسوالۍ د چوري د کلي په درس کې زده کړې شروع کړې، له یو کال تیریدو وروسته د پکتیکا ولایت د یوسف خیلو ولسوالۍ د میست کلي ته لاړ او هلته یې د وخت د مشهور عالم صاحبزاده صاحب چې په باز لالا مشهور و په مدرسه کې درسونو ته دوام ورکړ. په دې مدرسه کې له دوو کلونو تیرولو او ابتدائي کتابونو لوستلو وروسته د بکخېلو سیمې لاړ او هلته یې د زرمت د مشهور عالم مولوي راز محمد صاحب څخه کتابونه شروع کړل. له څه موده تعلم وروسته د غزني ولایت اندړو ولسوالۍ ته لاړ او په شیر خان کلي کې یې له مولوي محمد حسن صاحب څخه درس ویلو ته دوام ورکړ. په دې وخت کې د غزني ولایت مشهور عالم ملا صاحب مهر جلیل ( چې په علي جان ملا صاحب هم شهرت لري) د مؤذن صاحب په پلرني کلي ( د ګیرو باتور کلي) کې درس او تدریس کاوه. مؤذن صاحب وروسته باتور ته راغی او د خپل وخت له دې مخور عالم څخه یې درسونو ته دوام ورکړ.
جناب مؤذن صاحب د ځوانۍ په همدې کلونو کې د علم او تعلم سفر ته په پوره شوق دوام ورکاوه تر دې چې په ۱۳۴۳ هـ ش کال کې چې د نوموړي عمر ۲۵ کاله د هغه وخت د شاهي حکومت له قانون سره سم د عسکري مکلفیت تیرولو ته جذب شو او دوه کاله یې په پوره اخلاص د هیواد او ولس د ساتنې دنده ترسره کړه. د عسکري مکلفیت له تیرولو وروسته یې د غزني ولایت په مهم مدرسه جامعه نور المدارس فاروقیه کې د ظاهري او باطني علومو حصول ته مخه کړه چې بیا یې د فراغت تر وخته په همدې مدرسه کې زده کړو ته دوام ورکړ.
په نور المدارس مدرسه کې
نور المدارس مدرسه چې په افغانستان کې د دارالعلوم دیوبند، جامع ازهر، جامع الزیتونه او نورو نړیوالو مشهورو مدارسو همسنګ مدرسه ګڼل کیږي، په وروستۍ پیړۍ کې زموږ په هیواد کې تر ټولو د مشهور او تاثیرګزار دیني مرکز په حیث شهرت لري. دا مدرسه څه کم یوه پیړۍ وړاندې په ۱۳۶۰ هـ ق کال کې د افغانستان د ستر علمي، روحاني او جهادي شخصیت حضرت نور المشائخ فضل عمر مجددي صاحب لخوا تأسیس او له هغه وروسته یې د علم او عرفان په برخه کې تاریخي خدمتونه ترسره کړي دي.
دا مدرسه نه یوازې د مروجو دیني علومو د زده کړې مرکز و، بلکې د تصوف او عرفان، اسلامي ثقافت، اسلامي فکري روزنې او د بیلابیلو دیني، سیاسي او اجتماعي خدمتونو لپاره د وړ کدرونو د روزنې درسګاه هم وه، چې د وخت د جیدو علماوو، مشائخو او صوفیاء کرامو لخوا رهبري کیدله.
جناب مؤذن صاحب کلونه کلونه په دې مدرسه کې د ظاهري او باطني علومو حصول ته دوام ورکړ. نه یوازې دودیز دیني علوم یې ولوستل بلکې د حضرت ضیاء المشائخ محمد ابراهیم جان مجددي سره یې د تصوف بیعت وکړ او د نوموړي او د هغه د زوی د مدرسې د رئیس حضرت محمد اسمعیل مجددي تر څارنې او تربیې لاندې یې شخصیت وروزل شو. نوموړي په همدې مدرسه کې د تعلم ترڅنګ د مدرسې د مسجد ( نور المساجد) د مؤذن په حیث هم وظیفه ترسره کوله او پنځه وخته د مسجد له مأذنې څه د نوموړي په خواږه غږ د تکبیر ملکوتي انګازې اوریدل کیدلې، چې له همدې امله یې ( مؤذن) لقب د نوم برخه وګرځیده او د ژوند تر پایه په همدې لقب مشهور و.
په نور المدارس مدرسه کې په دې وخت کې د هیواد په خاص ډول د غزني ولایت مشهورو علماء کرامو او نومیالیو مدرسونو تدریس کاوه. د هغو له جملې د وخت هغه زبده علماء کرام چې چې مؤذن صاحب یې د تلمذ ویاړ لري او د هغه له علمي ذخیرو څخه یې فیض حاصل کړی دی، ځینې نومونه یې په لاندې ډول ذکر کوو.
صدر المدرسین شیخ القران و الحدیث مولوي عبدالمنان صاحب چې د لاغرو اخندزاده باندې یې شهرت درلود. شیخ الحدیث مولوي محمد عمر خان صاحب چې د کندر ملا صاحب باندې یې شهرت درلود. د دوکوهي مولوي صاحب شیخ الحدیث مولانا عبدالغفور صاحب، مولانا مهر جلیل صاحب چې د علي جان ملا صاحب باندې یې شهرت درلود. ملا صاحب امیر محمد چې د سلیمانزو به حاجي صاحب یې شهرت درلود او مولوي صاحب معین احمد چې په منتظم صاحب یې شهرت درلود.
له دې پرته د مؤذن صاحب نور مشهور استادان چې په بیلابیلو مرحلو کې درسونه ترې ویلي مولوي صاحب عبدالحمید چې د مانجو په ملا صاحب یې شهرت درلود، شهید مولوي صاحب عبدالغفار، مولوي صاحب مؤمن، مولوي علي خان، مولوي صاحب عالم ګل، مولوي صاحب والي احمد او نور د یادونې وړ دي.
جناب مؤذن صاحب په نور المدارس مدرسه کې له دیني تعلم سره سره روحانيت او تصوف ته هم توجه درلوده او په دې برخه کې یې د مدرسې له روحاني فضا او د نقشبندیه مجددیه طریقې له نومیالیو مشائخو څخه استفاضه کوله. دغه راز کله چې د افغان ولس د فکري او سیاسي رهنمایي لپاره د قلعه جواد د حضرات کرامو به ابتکار د خدام الفرقان تنظیم جوړ او د هیواد د بیلابیلو سیمو علماء کرامو او طالبانو په کې شمولیت وکړ،مؤذن صاحب هم د دې دیني او اصلاحي خوځښت د یوه فعال غړي په حیث خپلو هڅو ته دوام ورکاوه او ټولنه یې په هیواد د راتلونکي دهري انقلاب او کمونیستې فتنې په مقابل کې بیداروله. چې وروسته د همدې هڅو نتیجه وه چې د کمونیستي انقلاب نه وروسته ولس په مسلح جهاد او قیام لاس پورې کړ.
مؤذن صاحب له کلونو کلونو تعلم وروسته په ۱۳۵۲ هجري شمسي کال کې د عقرب په پنځلسمه له نور المدارس مدرسې څخه د فراغت سند تر لاسه او د فضیلت دستار یې پر سر کړ.
د نور المدارس همیشنی خدمت کوونکی
نور المدارس مدرسه چې له پيله یوه غیر حکومتي مدرسه وه، د ولس په مرستو او چندو چلیدله. مولوي محب الله مؤذن صاحب لکه څنګه چې له دې مدرسه یې سره یې علمي او روحاني تړاو درلود، د مدرسې خدمت او مرسته یې هم خپله وظیفه ګڼله. نوموړي له تعلیمي، تدریسي، اجتماعي او جهادي مصروفیتونو سره سره همیشه د مدرسې لپاره د اعانې او مرستو راټولول هم له پامه نه غورځول. نوموړی به د غزني ولایت د اندړو، ګیرو، قره باغ او نورو ولسوالیو په کلیو ګرځیده، د مدرسې لپاره به یې نقدي مرستې، غنم او نور د اړتیا وړ کومکونه راټولول چې همدې وظیفې ته یې د ژوند تر پایه په نه ستړي کیدونکي ډول دوام ورکړ.
د کمونیستانو او شورویانو پر خلاف مسلح جهاد
هغه وخت چې مؤذن صاحب په دیني زده کړو بوخت و په افغانستان کې یوه نوې فتنه تازه راپيل شوې وه. دغه فتنه د کمونیزم یا دهریت فتنه وه چې د هغه وخت شوروي اتحاد لخوا یې حمایت کیده او په افغانستان کې د وخت د واکمنو غفلت او بې پروایي یې خپریدلو ته ښه زمینه برابره کړې وه. د خدام الفرقان اصلاحي تنظیم هم د قلعه جواد حضرات کرامو د همدې فتنې د مخنیوي لپاره ایجاد کړی و.
مؤذن صاحب لکه څنګه چې د ثور له کودتاه وړاندې د خدام الفرقان یو فعال غړی و، د حضراتو کرامو او د خدام الفرقان تنظیم د مشرانو لکه شهید مولوي نصر الله منصور، مولوي عبدالستار صدیقي او نورو سره په ملګرتیا یې د کمونیستي فتنې د دفع کولو، د ولس د اذهانو د تنویر او اسلامي فکر د تعمیم لپاره هلې ځلې کولې. کله چې د ۱۳۵۷ هجري شمسي کال د ثور په اوومه نیټه کمونیستانو د داود خان په حکومت کودتاه وکړه او د سیاسي قدرت عملا د کمونیستانو لاس ته ولوید، چې ورسره د افغانستان علماء کرامو یې په وړاندې د جهاد فتوا صادره کړه، جناب مؤذن صاحب یو له لومړنیو کسانو څخه و چې د کمونستانو او د هغوی د ملاتړو شوروي یرغلګرو پر خلاف یې مسلح جهاد پیل کړ.
نوموړي په پيل کې د غزني ولایت په اندړو ولسوالۍ کې په مخفي جهادي فعالیتونو کې ونډه درلوده او وروسته یې د ګیرو ولسوالۍ د (بادام حوزې) په نوم جبهې مسؤلیت په غاړه شو، چې د شوروی یرغلګرو د شکست او کمونیست رژیم د سقوط تر وخته یې په ډير متانت او اخلاص سره د جهاد مقدسې وظیفې ته دوام ورکړ.
د نوموړي د جبهې اکثر مجاهدین علماء کرام، طالبان، صوفیان او د سیمې صالح او مصلح مجاهدین وو. مؤذن صاحب نه یوازې د دې جبهې عمومي قومندان و، بلکې د یوه وتلي دیني عالم، اصلاحي لارښود او د ولس تر منځ د بانفوذ او مصلح شخصیت په حیث یې په خپله ولسوالۍ او شاوخوا سیمو کې پراخ او مؤثر جهادي او اصلاحي فعالیت درلود.
د کمونیزم ضد جهاد کې د مؤذن صاحب ورور ملا نور الله اخند له لومړنیو کسانو څخه و چې د شهادت جام یې نوش کړ. دغه راز د عبدالله قلعه په سیمه کې د کمونستانو ستر مرکز او په ګیرو ولسوالۍ کې د ( خواجه نور) مشهور غونډ د نوموړي تر قومنده لاندې په داسې حال کې فتحه شول چې مجاهدینو کچه ټوپک په لاس کې لرل، خو د الله تعالی په نصرت یې کامیابي حاصله کړه.
مؤذن صاحب د ۱۳۶۹ هـ ش کال د د سرطان په میاشت کې د جهادي قومندانانو په هغه سرتاسری شورا کې د غزني ولایت په نمایندګي ګډون کړی و، چې د مشهور جهادي مشر مولوي جلال الدین حقاني صاحب لخوا د خوست ولایت په ژوره مرکز کې دائره شوې وه. په حقیقت کې د همدې سرتاسري شورا پریکړې وې چې په اساس یې په د کمونیست رژیم پر خلاف متحدانه جهادي عملیات پيل او د کمونیستانو ټغر ټول شو.
د جهاد له بریا وروسته مؤذن صاحب د خپلې سیمې امنیت په ډير ښه شکل ساتلی و، هغه وخت چې په هیواد کې تنظیمي جنګونه او هرج او مرج و، نوموړي تر خپل واک لاندې ساحه کې د خلکو د سر، مال او عزت خوندیتوب پوره توجه درلوده او خودسره ټوپکیانو ته یې اجازه نه ورکوله چې عامه امنیت تهدید کړي. په دې مرحله کې نوموړی له تدریس سره سره په اصلاحي فعالیت هم بوخت و او په خپله سیمه کې یې د فساد، ناامنۍ او باطلو فرقو او نظریاتو د خپریدلو مخنیوی کاوه.
په اسلامي امارت کې خدمتونه
کله چې د فساد او هرج و مرج په وړاندې په کندهار کې د طالبانو اسلامي جهادي قیام پيل شو، مرحوم مؤذن صاحب د غزنی په سطحه یو له لومړنیو کسانو څخه و چې کندهار ته یې سفر وکړ، له امیر المؤمین ملا محمد عمر مجاهد سره یې بیعت وکړ او د اسلامي امارت ملګری شو. د نوموړي په هڅو د غزني ولایت اکثره ولسوالۍ او ولایتي مرکز پرته له جنګ څخه د اسلامي امارت مجاهدینو ته وسپارل شو. نوموړي په دې سربیره چې خپله وسله یې اسلامي امارت ته وسپارله، له خپلو مجاهدینو او شاګردانو سره یو ځای یې د اسلامي امارت په صف کې خدمت پیل کړ.
د اسلامي امارت په تیره پنځه کلنه واکمنۍ کې مؤذن صاحب په پیل کې د غزني ولایت د مرستیال په حیث دنده اجراء کړه، ورپسې په ستره محکمه کې د دیوان جزاء رئیس ورپسې د کابل ولایت د مرافعې محکمې د رئیس په توګه او بیا یې د پکتیا ولایت د مرافعه محکمې د رئیس په حیث خدمتونه ترسره کړل.
کله چې امریکایانو پر افغانستان برید وکړ، جناب مؤذن صاحب د مجاهدینو د کلک ملاتړي او حامي په حیث خپل مسؤلیت ترسره کړ. دغه وخت چې نوموړی د عمر په وروستیو کلونو کې و، خپل ځوان زامن ( قاري نقیب الله بلالي او مولوي احسان الله) یې د جهاد لارې ته وقف کړل. مو‌ذن صاحب که څه هم په بدني لحاظ ضعیف و، خو په ښکاره یې د امریکایي اشغال مخالفت کاوه او مجاهدینو ته یې مشورې ورکولې، چې له همدې امله دوه ځله د امریکایي ګوډاګیانو لخوا بندي شو، چې اول ځل یې ۱۲ ورځې او دوهم ځل یې څه باندې دوه میاشتې زندان تیر کړ.
له روحانیت او عرفان سره تړاو
جناب مؤذن صاحب چې د نور المدارس مدرسې طالب العلم پاته شوی و، د دې مدرسې یو خصوصیت دا و چې طالبان یې د علم سربیره د عرفان په زیور هم مزین کول. د مدرسې مشران هر یو جناب حضرت ضیاء المشائخ محمد ابراهیم مجددي او د هغه زوی رئیس صاحب حضرت محمد اسمعیل مجددي د نقشبندیه طریقې مرشدین وو او د مدرسې اکثر استادان او شاګردان یې مریدان وو. مؤذن صاحب هم د تصوف بیعت له حضرت ضیاء المشائخ صاحب سره کړی و. وروسته چې حضرات کرام د کمونیستانو لخوا ونیول شول، نوموړي د غزني ولایت له مشهورو شیوخو کرامو مولانا خلیفه عبدالحکیم صاحب چې په بشیر خلیفه صاحب یې شهرت درلود او مولانا خلیفه داد محمد صاحب چې د واغز په خلیفه صاحب یې شهرت درلود، له دوی څخه یې د وظائفو اخیستلو او د روحاني درسونو تکمیل ته دوام ورکړ. مؤذن صاحب د ژوند وروستیو کلونو کې د خپل استاد او د ګیرو سیمې د لوی عالم مولوي خلیفه محمد ابصر صاحب څخه په نقشبندیه طریقه کې اذن هم ترلاسه کړی و.
د شخصیت ځانګړنې یې
لکه څنګه چې جناب مؤذن د ښایسته قد او جذابې قوارې څښتن و، همداسې الله تعالی په ښایستنه اخلاقو او خاصیتونو هم نازولی و. الله تعالی ورته د اخلاص، صبر، تقوی او همت غوندې عالي صفات نصیب کړي وو. د ښه علم خاوند و او همیشه یې ځوانان علم ته هڅول. د نوموړي په هڅو د ګیرو ولسوالۍ په دهسي او احد کلیو کې مدرسې ودانې شوې، چې تر اوسه په کې ګڼ شمیر طالب العلمان د دیني علومو زده کړې کوي.
نوموړي په ټولو دیني امورو کې له الله تعالی څخه مدد غوښت، په جهادي عملیات کې به یې ډيرې دعاګانې کولې او اذکار به یې ویل. نوموړي په عام ډول هم ډیر ذاکر انسان و، همیشه يې ژبه د الله تعالی په ذکر لمده وه، حتی په مجلس کې د خبرو تر منځ یې هم د الله تعالی ذکر نه پریښود.
مرحوم مؤذن صاحب له الله تعالی سره ځانګړي روحاني رابطه درلوده، هغه د خپلو یادشتونو په کتابچه کې خپل هغه ځانګړي خوبونه یاداشت کړي چې ده د خپل ژوند په وروستیو څلورو لسیزو کې لیدلي دي. په دې خوبونو کې چې نوموړي د تاریخ، ځای او د خوب کیفیت په بیان سره خوندي کړي دي، نوموړي په کې ډیر ځله له نبي کریم صلی الله علیه وسلم، صحابه کرامو، سترو اولیاء کرامو، په خاص ډول د کمونیستانو لخوا د نادرکه شویو د کابل حضراتو حضرت ضیاء المشائخ مجدي او نورو مرشدینو سره ملاقات شوی دی، چې د نوموړي د روحاني نبوغ او کمال نښه بلل کیدای شي.
جناب مولوي محب الله مؤذن صاحب بالاخره د ۱۴۰۲ هجري شمسي کال د اسد د میاشتې په ۲۶ مه نیټه د پنجشنبې په ورځ د ماسپښین په ۳ بجې د ورپیښې ناروغۍ له امله د اجل داعي ته لبیک ووایه او له فاني دنیا یې سترګې پټې کړې.
روح دې ښاد او یاد دې تلپاتې وي. رحمه الله تعالی

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx