افغانستان

بدخشان کې د ولايتي شورا يو نوماند له نشه يي توکو سره نيول شوی

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، زمري ۲۹مه ۱۳۹۳ل): د بدخشان ولايت امنيتي چارواکي وايي، چې د ولايتي شورا د يو نوماند «عبدالرب» په ګډون درې تنه د مخدره موادو سوداګر يې نيولي دي.

راپورونه وايي، چې نيول شويو کسانو سره ۳۰۰ کيلوګرامه نشه يي توکي نيول شوي دي.

د بدخشان ولايت د امنيې قومندانۍ وياند جاويد وزيري رسنيو سره په خپلو خبرو کې وويل، چې درې سوې کيلو ګرامه نشه يي توکي يې د پوليسو په يو رينجر کې نيولي دي.

وزيري زياتوي، چې تر اوسه دا نه روښانه شوې، چې نيول شوی رينجر د کوم ارګان دی او په دې اړه پلټنې روانې دي.

خبر زياتوي، چې د نيول شويو نشه يي توکو اصلي سوداګر د ولايتي شورا نوماند عبدالرب دی، چې کشم ولسوالۍ کې د امنيتي چارواکو لخوا سره له درې سوه کيلو ګرامه مخدره موادو نيول شوی دی.

ځايي خلک وايي، چې دمخدره موادو نيول شوی سوداګر عبدالرب د ولايتي شورا نوماند او د ولسي جرګې د يوې ښځينه وکيلې د خور مېړه دی او له دې مخکې يې د تخار ولايت د امنيه قومندان په توګه هم دنده تر سره کړې ده.

په مخدره موادو کې د افغان چارواکو او قومندانانو نيول کېدل څه نوې خبره نه ده. تېره مياشت هم د تخار ولايت رستاق ولسوالۍ امنيه قومندان نعيم له يونيم سل کيلوګرامه مخدره موادو سره نيول شوی وو.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x