شعـــــرونه

ثالث عمر ته!/ راشد کامران

راشد کامران

ته وې لاسونه، ته وې سترګې، ته مازغه د ملت
ته مست جنون، تانده جذبه، ته وې خواږه د ملت

د ستا پاڅون څه و؟ ریښتونې تقاضا وه د دین
په جهل وار و، یو ګوزار نه و، اِحیاء وه د دین

د کمترۍ له پنجرو چې دې ازاد کړ ضمیر
د استغنا په دولتو باندې دې ښاد کړ ضمیر

د توکّل په زادِ راه باندې ودان روان وې
په بوذري فقر، په مثل د سلمان روان وې

نور نا امید خو تا ژوندي بشارتونه راوړل
د روح شاهین به دې له عرشه الهامونه راوړل

ویده قومونو ته احساس د حریّت راغی
جمود نسکور شو، ارادو کې حرکت راغی

نوي فکرونه شول تعمیر، ستا په تجدید د تاریخ
تل به یادیږې لوی مصلح، ستر مجدِّد د تاریخ

خپه چې نه شې د دمشق او د مکې عمره
یو بل عمر مو را ژوندۍ کړې کارنامې عمره

اسانه نه ده چې هر څوک دې قلندر جوړ شي
وخت چې یې وټکوي، پوخ شي، ترېنه زر جوړ شي

راشده هیر شي، که څه هم ترې پاچاهي پاتې وي
ځیني بیا مړه وي، خو په زړونو کې ژوندي پاتې وي

راشد کامران
۱۷ جمادي الثاني ۱۴۴۵ هجري قمري

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx