نظــر

مولوي یعقوب مجاهد او ګاونډیانو ته د محاسبې هنري یاد!

 

لیکنه: م حمادشیرزاد

تیره ورځ د حکومت د رسنیو په مرکز کې د افغان دولت د څو لوړپوړو دولتي بیلابیلو ارګانونو مسؤلینو د امنیتي وضعیت په اړه خبري کنفرانس ورکړ او په وروستۍ برخه کې یې د خبریالانو پوښتنو ته ځوابونه وویل.

یاد کنفرانس چې د امنیتي او تصفیوي چارو د کمیسیون له لورې دائر شوی و، چې پکې د یاد کمیسیون مشر او د ملي دفاع سرپرست وزیر مولوي محمد یعقوب مجاهد په تیرو څو میاشتو کې د هیواد په امنیتي وضعیت کې د پرمختګونو، بدلونونو او اړونده چارو خبرې اترې وکړې.

نوموړي د خپلو خبرو پر مهال وویل چې په دوحه کې د اشغال د خاتمې تړون کې شوي تعهد ته ژمن یو، هیچاته اجازه نه ورکوو چې د افغانستان خاوره د نورو پرخلاف وکاروي، دغه راز د هیچا په خلاف د تعدا اراده نلرو او نه د چا تعدا منو او له ټولې نړۍ سره د سیمې او ګاونډیو هیوادونو په شمول ښې او ریښتینې اړیکې غواړو.

نوموړي د پاکستان او تاجکستان حکومتونو ته وریاده کړه چې موږ ستاسو د کړنو له محاسبې غافله نه یو، درک یې لرو؛ خو د حالاتو او شرایطو نزاکت په پام کې نیسو او له ټولو ګاونډیو هیوادونو سره د ښه اړیکو او راشه درشه سیاست غواړو او دا مو نیک نیتي ده او په عمل کې مو ښودلې هم ده.

مولوي یعقوب مجاهد وایي موږ دقیقه محاسبه لرو، چې دلته پر مساجدو، دیني علماؤ، مدرسو، خانقاو او د ولس پر تجمعاتو د شریرو عناصرو بریدونو کې هر ځل له خارجي اتباعو کار اخیستل شوی، چې ډیری شمیر یې د تاجکستان او پاکستان دي، چې په دغو بریدونو کې عملا ښکیل دي، ځینې پکې وژل شوي او ځینې بیا د امینتي ځواکونو له لورې نیول شوي.

یاده دې وي چې تاجکستاني ولسمشر سپتمبر کې د منځنۍ اسیا د پینځه هیوادونو په سرمشریزه کې له افغانستانه د ویرې احساس کولو او د داعش یا نورو ډلو د قوي کیدو اندیښنه یې درلوده، خو خپله یې بیا په افغانستان کې د شر او فساد ډلې مقاومت ته مجلس جوړ کړ او همدا راز یې په افغانستان کې په وروستیو بریدونو کې د زیاتو اتباعو وژل او نیول کیدل هم تائید شول، چې دا په خپله د تاجکستان پر مخ یوه درنه څپیړه ده، خو بیا هم افغان دولت د حسن همجوارۍ نیت ظاهر کړ او دا یې وویل چې ټول هیوادونه باید خپلې پولې کلکې او د شریرو عناصرو مخه ونیسي.

همدا راز پاکستان هم د افغانستان پر وړاندې په هر کنفرانس او هره وینا کې تورونه پورې کړي او کوي یې، چې تیره ورځ د ملي دفاع سرپرست وزیر وینا ورته محاسبه وریاده کړه او دا یې وښودله چې موږ هیڅکله ستاسو د کړنو له محاسبې غافله نه یو، بلکې نیت مو د ښو او غوره اړیکو دی، چې باید د ټولو اصولو په مراعتولو سره وپالل شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx