شعـــــرونه

څلورپنځوسمه فی البدیهه مشاعره!

ترتیب او را ټولونه ؛ محمدحسن (جهادي عمري)

پۀ اونیزه فی البدیهه مشاعره کې د شاعرانو شریک شوي بیتونه!

نیټه: ۱۴/جمادي الثانیة/۱۴۴۵

د (اسلامي ادب ګلبڼ) تر سر لیک لاندې؛ پۀ یوۀ شاعرانه محفل کې یوه لۀ ښکلا ډکه مشاعره تر سره شوه! چې انتخابي بیتونه یې لاندې راوړل شوي دي.
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
بیت!
په مـا نن د جدايۍ ړومبنۍ شپه ده
هـره اوښکه مـې رڼــا کـوي ډيوه ده
اراوښاد رحمت الله درد
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

ژوند د فصل او د وصل مجموعه ده
له اذانه تر لمانځه یې فاصله ده
بشارت روحاني

پۀ تقدير مې خدای دی لاس د بدلون ايښی
که دعا زما‌ د لپو زرغونه ده؟
صدیق اورکزی

د جانان د ښایستو سترګو جوړه ده
ښوونځۍ ده د وطن که مدرسه ده
قیس هاشمي

تهجد به دې ګلاب د تغزل شي
چې د نيمې شپې بلبله په نغمه ده
پیر محمد کاروان

تصور دې بیا راوړې خوشبویي ده
پۀ حیرت مې د حواسو صلیقه ده
نظم الدین ندرت

د کجلو زور بې زوره ده له حسنه
تورې سترګې یې په ویښه معجزه ده
ثناءالله معصوم

خدايږو ستا له خنداګانو نه محروم يم
که ژوندون مې بې جرسه قافله ده
عبدالمعروف سباوون

که رښتيا وايم نو راز مې افشا کيږي
که يې نه وايم راجوړه مسله ده
طالب جان مروت

ګاونډیه اشنا هېره درنه نه شي
هره اوښکه مې د غچ په اور پخه ده
ګل رحمن رحماني

د ژوندون د کړاونو علاج څه دی؟
خو په نیمو شپو کې خپل رب ته سجده ده
علامه محمدي

که د تګ لارې نیولي شیطانانو
خو ملګري مې د وحیو فرښته ده
مهاجر شاکر داوړ

د امت ځوانانو پام چې غافل نه شٸ
درته پاتې لا محدوده معرکه ده
اکرام الدین مفتون

د اشنا د شبګيرو علامې ښکاري
د سپوږمۍ سترګې ته وګورئ رڼه ده
لطف الله خیرخوا

د خالق د هنرونو نمونې دي
په هر څه کې راښکاره یوه څهره ده
محمدالله تبسم

ستا د حسن منتر ژبه ورنه واخلي
که پیدا له موره ګونګه ایینه ده
عبدالرحمن غضري

وصال څه دی، بېلتون څه دی، تنده څه ده؟!!
یوه نکته ده، یو وجود دی یوه کیسه ده
شررساپی

د یو چا سترګو ته عمر تېرول دي
ژوند نور څه ده؟ خو د زهرو پیمانه ده
بېګانه لاروی

د ویران فطرت د مینې تلوسه ده
چې د درد څړیکه مې خوږ زړه کې ویده ده.
راشد جالب

مال مې بایلود، سر مې بایلود، لا باقی یم
دا د مینی جواري هم عجیبه ده!
ظاهرشینواری

د خندا عمر دنیا کې کوتاهي کا
د خفګان کیسه باور وکړئ اوږده ده
جهادي عمري

چې له ما نه یې زما څهره کړه هېره
چا نیولې ؤ خپل مخ ته اینه ده!؟
عصمت تمیم

هر څه خوځي بس فضاء ټوله نشه ده
نـن مې کړې دې یو ښکلي تماشه ده
نسیم منصور

نفرت ورک شه، نفرت سراسر تاوان دی
مینه ښه ده، مینه خیر دی که لانجه ده
احمد غازي

د اسلام په نوم مې توغ د غزا هسک کړ
هره دښته د غلیم په وینو سره ده
قاري یوسف احمدي

الهي! په ټوله ځمکه امن غواړم
الهي! په ټوله ځمکه مې خوا شنه ده
محمد الله

خداى خبر دى چې خوږه او که تروه ده
دا غزله چې په اوښکو مې لمده ده
پیر محمد کاروان

دا دې شونډې بوسه دن ته ټولې سوي
که شنه کړې خدای په سره او کې لاله ده؟
محبوب شاه اسرار

زما پخپله دی ژړا ته زړګی شوی
خو ستا ياد جانان هسې بهانه ده
نور قانع

زما خوښه ده زما زړګی یې غواړي
ستا یې څۀ! کۀ آلوچه ده کۀ مڼه ده
امین وردګ

همهغه سړی تکیه د بل سړي ده
ما چې کړې په کوم چا باندې تکیه ده
کریم سلطاني

په نري ماښام مې زړه په خوله راغلی
درسته شپه راته په مخه کې پرته ده
ضيأ ضمير

زه یې نه وړمه خو وچ ورته مجبور یم
زندګي مې پر اوږو باندې سپره ده
عزیزالرحمن ایاس

رڼې اوښکې مې په سترګو کې ډنډ شوي
ورکه شوې رانه ستا د مخ څهره ده
هدایت ازمون

مست کاروان د اوښکو غلی ځي روان دی
د یاغي غم د جرس خوږه نغمه ده
ثاقب خپلواک

فلسفه د ازدواج دې خدای رواج کړي
د شهواتو د کنترول قوي نسخه ده
قاضي پامیر

ستا عاصي یم، ربه! عفوا راته وکړه
ماته شوې رانه بیا کړې توبه ده
مهاجر فراهي

څوک به جوړ وي دلبري او دلداري ته
د بې کسو او بې وسو زمانه ده
سایل پاشا

مخکې داسې ؤ چې سر په زنګون ناست وم
اوس مې زړه کړې خپل سیوري ته دمه ده
سید سبحاني اغا

رڼه اوښکه یې له سترګو ده راغلې
او که پرخه په ګلاب باندې پرته ده؟
رفیع الله ریحان

خیرات نه غواړمه تږی د دیدن یم
چې نیولې مې د زړه ماته پیاله ده
حافظ سجاد

د چا یاد یمه تر دې حده زبېښلی
په زړګي مې راختلې سره تغمه ده
وکیل متوکل

ته له مخه ایمان شاته درپسې دی
خلک نه وینې په جېب کې دې پیسه ده
قیس هاشمي

درد له زړه څخه وتلې زمزمه ده
او تصویر یې هغه سوې انتره ده
روحاني

له بلا مو تر بلا پورې مزل دى
هو! زمونږ د اذيت کيسه اوږده ده
سباوون

دا مې زړه دِ تا په درد کې لرزېدلی!
که راغلې زنده جان ته زلزله ده?
مفکر رښتین

د ارمان د هدیرې منځ کې ولاړ یم
رانه ورکه د خپل قبر کتیبه ده
ګل رحمن رحماني

د ژوند ستړې مې هېڅ نشولې تمامې
زهٔ زښت شاته یم، روانه قافله ده
انعام نعیمي

زنده ګۍ مې شپه او ورځ رانه خوړلي
هره پاڼه يې لوېدلې فلسفه ده
ولي الله غرور

اشنا وپوښتلم ژوند دي څنګه کیف کا؟
د درد ژباړه ده اشنا دا یې کیسه ده.
حامد ناصَر

د فراق لمبو سیزلی یمه شمسه!
تبریزیه! خلوتګاه می په چپه ده
نظم الدین ندرت

له باګرامه د غزل هوا راغلې
موده وروسته یې زموږ په کاله شپه ده
عصمت تمیم

زما پر زړه له ډېره وخته يوه ګيله ده!
در ږغېږمه لاليه! اجازه ده؟
نبيل شباب

د زړګي دېوال مي جوړ له عاشقۍ نه
غټو سترګو دي وهلې پې پخسه ده
خالد ریحان ببری

احتمال يې سل فيصده شـ.هادت دی
پر طـ.الب زړه د کافر حُسن چاپه ده
لطف الله خيرخوا

په دیدن پسې دې داسې لېونی یم
ته وا رګ رګ د وجود کې مې نشه ده
یعقوب شجاع

هر ماښام یې ښکلیه وینځمه پۀ اوښکو
د لاس نښه دې تر اوسه راسره ده
سیدانور انځور

ما در ونیسه رپیږم لکه پاڼه
ستا بېلتون کې دغه حال دا مې کیسه ده
نقیب الله ارمان

د پرکار په څېر چورلک وهم له ځانه
لیونتوبه دا دې لا کومه شیبه ده
علامه محمدي

ما د یار په خوا کې وزغمه زمانه!
د ګل څانګه په ازغیو ښایسته ده
محمدالله تبسم

پر تندي باندې دې غبرګ لاسونه ایښي
مسافره در په زړه کومه کیسه ده
سیف صدیق

د وصال تصور شهدو نه بالا دی
د فراق لمحه له زهرو نه ترخه ده
جهادي عمري

دا خو ستا خاطر کوم چې ژوندون ستایم
کنه ځان پسي ما کړې جنازه ده
عبدالرحمن غضري

دا چې وينې وينې پلونه دلته ښکارې
تېره شوې‌ د شهیدو قافله ده
نور قانع

د نفرت رېښې وتلي له وطنه!
دلته اوس سپیڅلې مینه میلمنه ده.
طالب العلم زابلي

دغه ښار د ښاپېریو بیا وران مکړې
پرې خوره چې نن د امن ترانه ده
تسل منیب

دکریملین او واشنټن زور یې اوبه کړ
درست جهان یې د غیرت په ننداره ده
قاري یوسف احمدي

ستا د حسن په رنګونو کې ځان ګورم
مسلمان خو مسلمان ته آئینه ده
لاروی

د قدرت چوکۍ خواږه ياران بدل کړل
د سنـ.ګر له مينې بله ډيوه مړه ده
رضوان الله فيضاني

پوه شه تلونکی یې د تورې تیارې غیږ ته
که سایه دې له خپل قد څخه اوږده ده
نجیب الله هجران

یو ګلاب مې په کتاب کې لس کلن شو
ستا د ګوتو خوشبو اوس هم ورسره ده
سایل پاشا

درست کال تیر شو نور نو زغم نه لرم یاره
ستا راتلو ته مې بې حده تلوسه ده
عصمت الله بشام

د آدم بچی وم یو وارې خطا شوم
بیا مې کړې له خطا څخه توبه ده
عمران همزولی

په خوله هو زړه کې باغي غوندې چلندکړي
نه پوهېږم چې دا کومه فلسفه ده
سیحان کندهاری

په ګولۍ د زردالو څانګه زخمي وه
ځکه جوړه ترې غمجنه سرينده ده
پیر محمد کاروان

پای.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx