لویه څارنوالي: د نیویارک ټایمز خبریال له افغانستانه نشي وتلای

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، زمري ۲۹مه، ۱۳۹۳ل): د افغانستان لویه څارنوالي وايي چې د نیویارک ټایمز هغه خبریال له افغانستانه بې پوښتنې نشي تللای، چې د ملي ګټو خلاف يې راپور خپور کړی دی.

د لويې څارنوالي ویاند بصیر عزیزي وايي چې دوی د نیویارک ټایمز خبریال نن لويې څارنوالي ته له خپل مدافع وکیل سره یوځای غوښتی دی.

ویل کې چې د نیویارک ټایمز خبریال ماتیو روزنبرګ دوه ورځې وړاندې د روانې میلادي میاشتې پر اتلسمه نېټه داسې راپور خپور کړی و، چې د لويې څارنوالي د مسوولینو له قوله د هېواد له ملي ګټو سره په ضد کې و.

ویل کېږي چې ماتیوروزنبرګ  پخپل راپور کې ویلي و چې یوه ډله چارواکي د امنیتي ارګانوسره په هغمږۍ غواړي روان په ټپه ولاړ سیاسي حالت له منځه یوسي او قدرت په واک کې واخلي.

د لويې څارنوالي ویاند بصیر عزيزي وايي چې د نوموړي دغه راپور بې بنسټه او له ملي ګټو سره په ټکر کې دی.

تر دې وړاندې هم نیویارک ټایمز درې ځلې له افغانستانه د ناسمو خبرونو د خپرواي له امله ملامته بلل شوې وه.

تراوسه ماتیو روزنبرګ او د نیویارک ټایمز ادارې خپل غبرګون نه دی خپور کړی.

یاده دې وي چې د نیویارک ټایمز یاد راپور ځینو افغان امنیتي سرچینو کره بللی او ويلي يې دي چې ځینې لوړپوړي دولتي چارواکي د واک په لاس کې اخیستو لپاره په طرحو بوخت دي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د