نظــر

د افغانستان او پاکستان اړیکې او په اړه یې د وفدونو تک راتګ!

 

لیکنه: م حماد شیرزاد

له کله چې د پاکستان وجود راغلی، انګریز له دغه سیمې لاړ شوی، د ډیورنډ درنده مسئله په ځای پاتې شوی او بیا وروسته له افغانستان څخه د کډوالۍ سلسله شروع شوې، نو د دغه دوه ګاونډیو هیوادونو تر مینځ وخت ناوخته په اړیکو کې ترینګلتیا راځي او راغلې، د ۱۹۶۷ راپدیخوا د دواړو حکومتونو تر مینځ بیلابیل منازعات منځته راغلي، چې د وخت حکومتونو یې په اړه تکراري ناستې، خبرې او اترې کړي او د حل لاره یې ورته راویستلې او حالات یې پخپل وخت سره ارامه او پرسکونه کړي، که څه هم زیاترو ستونزو ته دایمي حل لاره نه ده لټول شوی، بلکې په ځای پریښودل شوي.

 

د سیمې د دواړو هیوادونو اړیکو رغېدل د دواړو حکومتونو لپاره تر هر څه مهم دي، ځکه د دواړو هیوادونو تر ۵۰فیصد زیات خلګ سره راشه درشه، خپلوۍ لري، له دې ورهاخوا په کلتوري، فرهنګي، دیني او ټولنیز لحاظ دواړه هیوادونه زیات مشترکات سره لري، د یو بل او همدا راز د د دواړو هیوادونو له ګاونډیو هیوادونو سره د تجارتي راکړې ورکړې لپاره هم د ښو او غوره اړیکو ساتل مهم دي، تر څو دواړه طرفه ګټې خوندي او خپلو ولسونو لپاره تل اسانتیاوې برابري کړي.

 

د اسلامي امارت د حکومت د قیام وروسته ستونزې د پخوا په پرتله یو څه ډیرې شوي، تر ډیره بریده مسائل د پاکستاني طالبانو پر شتون او نه شتون، د اسلامي امارت له لورې بیا د داعش پر فعالیتونو ګوته نیونه او د کډوالو سره د پاکستاني حکومت د بد وضعیت په اړه راڅرخي، چې زیاتره شنونکي بیا په دې نظر دي چې که پاکستانی نظامي حکومت یې د افغانانو په اړه خپله دغه روانه پالیسي تغیر نه کړي، نو تر هغې اړیکې سمې لورې ته نشي تللی.

همدا راز د دواړو هیوادونو اړیکې هغه وخت ډیرې خرابې شوې چې پاکستاني لوري افغان کډوال په ډیرې بې عزتۍ سره په لږ او ستونزمن وخت کې له خپل هیواد څخه وویستل، یاده فیصله یې یو جانبه وه او د افغان لوري سره هیڅ کومه ناسته نه وه ترسره شوې، چې په پای کې د افغانانو پاکستاني حکومت څخه لا کرکه زیاته او اړیکې یې ترینګلې شوې.

زما په نظر افغانستان تل د خیر په لټه کې دی، غواړي چې هیواد کې یې هیڅوک مداخله ونه کړي او نه هم ورته څوک ستونزې ایجاد کړي او همدا راز نه غواړي چې د کوم هیواد په چارو کې مداخله وکړي او یا هم خپله خاوره یې پر وړاندې وکاروي، خو که وکتل شي پاکستاني لوري زیاتره وخت د افغانستان په مسائلو کې د نړیوالو سره خبرې اترې کړي او همدا راز یې په داخلي چارو کې زیاتره د مداخلې شتون راغلی او له ډیره وخته راهیسې یې نظامي او سیاسي مشران د افغانستان په اړه په بیلابیلو کنفرانسونو کې نازیبا او غیرسیاسي ویناوې کړي او تر دې چې افغانستان کې یې د بریدونو کولو اشارې هم کړي، چې اړیکې ورسره لا پیچلې او خرابې شوي.

 

د اسلامي امارت د دوه کلن حکومت پر مهال د غټو او وړ لارو بیا بیا بندېدل، په پاکستان کې پر بیلابیلو نظامي ځایونو بریدونه او داسې نورې ستونزې هم راولاړې شوي، چې په اړه یې وفدونو ناستې ترسره کړي، خو تر اوسه یې کومه مثبته نتیجه نه ده ورکړې، خو د ځینو معلوماتو پر اساس د ملاشیرین اخند په مشرۍ په ترسره شوو ناستو کې زیات پرمختګ شوی او اړیکې د ښه کیدو پر طرف روانې دي.

بل طرفته د پاکستان د جمعیت علماء اسلام د مشر مولانا فضل الرحمن په مشرۍ د راغلي پلاوي راتګ هم د دواړو هیوادونو تر مینځ د شته فاصلو د لرې کولو، اړیکو رغولو او د دواړو هیوادونو تر مینځ د رامینځته شوو شکونو او سوء تفاهماتو د ختمولو په هدف ترسره شوی، چې نتایج به یې وروسته په ډاګه او ښکاره شي، که څه هم زیات شنونکي مولانا فضل الرحمن د پاکستان د نظامي حکومت یو کلک ملاتړی بولي، خو زما په نظر که داسې وي نو د اړیکو په رغولو کې بیا ښه کردار اداء کولای شي.

خو یو ډار چې کیږي د پاکستاني علماؤ د یاد وفد د راتګ وړاندې د یاد هیواد خارجه وزارت ویلي وه د یاد پلاوي تګ شخصي سفر دی، خو د معلوماتو پر اساس له راتګ وړاندې مولانا فضل الرحمن د پاکستان د ځینو مهمو نظامي او استخباراتي مشرانو سره لیدلي وه او زیاته تمه کیږي چې یاد پلاوی به د دواړو هیوادونو پیغامونه یو بل ته په ښه توګه ورسوي او شته ستونزې به له منځه لاړې شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx