نړۍ

اسلامي دولت د امريکايي ژورناليست د سر غوڅولو ويډيو خپره کړه

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، زمري ۲۹مه ۱۳۹۳ل): د عراق او شام اسلامي دولت بيګا شپه ناوخته يوه ويډيو خبره کړه، چې له امريکايي ژورناليست جيمز فولي څخه سر غوڅوي.

د جيمز فولي په نوم دغه امريکايي ژورناليست ۲۰۱۲ م کال کې په سوريه کې ورک شوی و.

د امريکايي ژورناليست د سر پريکولو پر مهال د اسلامي دولت يو غړی په انګريزي ژبه امريکا ته وايي، چې دغه ژورناليست يې د اسلامي دولت پر ځواکونو د بمبارۍ په غبرګون کې وژلی دی او که امريکا خپلو بريدونو ته دوام ورکړ، نو دوی پر امريکا داسې بريدونه وکړي، چې تاريخ کې به ساری نه لري.

امريکايي چارواکي وايي، چې سي ای اې د نوموړې ويډيو د رښتونولي په اړه پلټنې کوي.

سپينه ماڼۍ وايي، چې که دغه ويډيو رښتيا وي، نو دوی به ډېر ژر په دې اړه خپل توند غبرګون وښيي.

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x