افغانستانخبرونه

له ایران څخه یو حقوقي او قضایې پلاوی کابل ته را بلل کیږي

له ایران څخه یو حقوقي او قضایې پلاوی کابل ته را بلل کیږي

نن ټکی آسیا ( سه شنبه د مرغومي ۱۹مه ۱۴۰۲)د افغانستان لپاره د ایران ځانګړي استازي او کابل کې سفیر ښاغلي حسن کاظمي قمي او مل پلاوي د ا.ا.ا د بهرنیو چارو له وزیر محترم مولوي امیر خان متقي سره وکتل.
‏د لیدنې په پیل کې محترم متقي صاحب د کرمان د پیښې په اړه ایراني پلاوي ته تعزیت وړاندې کړ او خپله همدردي یې ورسره شریکه کړه، همدا راز یې ایران ته د خپل وروستي سفر په اړه د خوښي اظهار او د ایران اسلامي جمهوريت د درانه استقبال او ښې میلمه‌پالنې څخه مننه وکړه.
د بهرنیو چارو وزیر د افغانستان او ایران د وروستیو اقتصادي دوه اړخیزو پرمختګونو، د ډیپلوماتیکو اړیکو پر پراخولو، په ایران کې د افغان مهاجرینو لپاره د قونسلي خدماتو پر تسهیل ، د افغانستان-ایران د ګډ سرحد د لا خوندیتوب او ګڼو همکاریو په اړه مفصل بحث وکړ.
محترم متقي صاحب ایراني پلاوي ته څرگنده کړه چې ایران کې د افغان مهاجرینو د حقوقي او قضايي ستونزو د جدي حل او په حقوقي او قضائي موضوعاتو کې د همکاريو لپاره به د ایران څخه یو با صلاحیته قضائي او حقوقي پلاوی کابل ته د ا.ا.ا د ستري محکمې لخوا رسما دعوت سي.
‏ښاغلي حسن کاظمي قمي د خپلو خبرو په پیل کې ایران ته د بهرنیو چارو وزارت وزیر او ورسره پلاوي له ورتګ او په ترڅ کي یې په دوه اړخیزو همکاریو کې د پرمختګ یادونه وکړه، دغه راز یې پر سیمه اییز اتصال، د چابهار بندر د فعالیت، د چین-افغانستان او ایران کریدور او د ګډو اقتصادي همکاریو په اړه د ایران پر چمتوالي بحث وکړ.
ښاغلي قمي وویل؛ د افغانستان اوسني مثبت وضعیت ته په کتو د ملل متحد لخوا د افغانستان لپاره د ځانگړي استازي ټاکنه نامناسبه ګڼي او په اړه یې د افغان حکومت دریځ پر ځای بولي.
ناستې په لړ کې دواړو لوریو ښه وبلله چي په کابل د افغانستان لپاره دسیمي د هیوادونو د خاصو استازیو ګډه غونډه وشي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx