خبرونهنړۍ

پر یمن د متحده ایالاتو او برېتانیا له لوري  برید او غبرګونونه

د امریکا او د ایران تر ملاتړ لاندي یمني  حوثیانو (انصارالله) ترمنځ هغه وخت کړکیچ په نظامي شخړه واوښت چي د انصارالله ډلي له لوري په باب المندب تنګه کې د اسرائیلو پر سوداګریزو کښتیو پر لپسې بریدونه تر سره شول

 

نن ټکی آسیا ( جمعه د مرغومي ۲۲مه ۱۴۰۲) امریکا  او بریتانیا د جمعې په سهار په یمن کې پر ۱۲ هدفونو د برید اعلان وکړ ،  انصارالله  الجزیرې تلویزیون ته د حملې په لومړیو شیبو کې وویل چې په صنعا، حدیده، صعده او ذمار ښارونو کې د چاودنو خبرونه ورکړل شوي دي.

له دغو بریدونو وروسته یوه امریکايي چارواکي له الجزیرې سره په مرکه کې وویل چې پر یمن هوايي بریدونه پای ته رسېدلي دي هغه ادعا وکړه: “که ګواښونه دوام ومومي موږ د ځواب ویلو حق لرو.”

امریکایې چارواکو ویلي چي بریتانیا او متحدینو یې د یمن انصارالله د روزونی ځایونه ، هوایې اډې او د بې پیلوټه الوتکو د ساتني مرکزونه په نښه کړي دي .

خبري منابع وایې چي په دغه برید کې  استرالیا، کاناډا، هالنډ او بحرین هم له امریکا او انګلستان سره مرسته کړې ده.

د امریکا او برېتانیا له بریدونو وروسته نړیوالو سرچینو خبر ورکړ، چې د یمن  انصارالله ځواکونه په سور سمندرګي کې د امریکا پر مواضعو  بالستیک توغندي توغولي دي .

په امریکایې رسنیو کې پریمن د برید جزیات:

وال سټریټ ژورنال د یوه امریکايي چارواکي په حواله ویلي چې د امریکا په مشرۍ ایتلاف په یمن کې د انصارالله پر مرکزونو له ۱۲ زیات بریدونه کړي دي.

CNN د امریکايي چارواکو په حواله راپور ورکړی چې د انصارالله تر کنټرول لاندې له ۱۲ زیاتي اډې په نښه شوي دي ، د دغه راپور له مخې، د یمن رادار سایټونه، بالستیک توغندیو ، کروز توغنديو او ډرون مرکزونه په نښه شوي دي.

د CNN په وینا، په دغو بریدونو کې جنګي الوتکي ، جنګي بیړیو، اوبتلونه  او تام هوک توغندي کارول شوي.

پر یمن د برید په اړه د متحده ایالاتو او انګلستان د مشرانو څرګنده وني :

د امریکا ولسمشر جوبایډن په یوه بیان کې ویلي: “د بریتانیا په همکارۍ او د استرالیا، بحرین، کاناډا او هالنډ په ملاتړ، موږ په یمن کې پر څو هدفونو بریالي بریدونه ترسره کړل.”

د امریکا ولسمشر ادعا وکړه چې دا بریدونه د انصارالله د ګواښونو او دریځونو په مقابل کې دي .

له بایډن وروسته د برتانیا لومړي وزیر ریشي سناک هم یو بیان خپور کړ. هغه ویلي : “شاهي هوايي ځواک په یمن کې د حوثیانو تر کنټرول لاندي نظامي تاسیساتو باندې هدفي بریدونه ترسره کړل. زموږ عملیات د ځان د دفاع لپاره اړین، محدود او متناسب بریدونه وو.

د امریکا او بریتانیې د تجاوز په مقابل کې د یمن د وسلوالو ځواکونو غبرګون :

د یمن د وسله والو ځواکونو ویاند یحیی سریع نن (جمعه) په یمن باندې د امریکې او برېتانیا د حملې په باره کښې ویلي :  د امریکې او انګلیس د  ۷۳ دښمنانه حملو سره په یمن باندې تیری وکړ. دغه تیری د یمن د وسله والو ځواکونو د ۵ کسانو د شهادت او د ۶ کسانو د ژوبلیدو سبب شو. موږ به  ټولې هغه  خواوې په نښه کړو  چې موږ ته ګواښونه متوجه کوي ، دغه تیری به هیڅکله موږ د فلسطین د مظلوم ولس له  ملاتړ څخه وانه ړوي .

د یمن  پوځ په بیانیه کښې راغلی دی:  امریکا او برېتانیا  د یمن ولس پر خلاف د دغه جنایتکارانه تیری مسئول دی. د امریکا او برتانیا برید به بې ځوابه پاتې نشي او سزا به ورکړل شي. موږ به د یمن او د هغه د حاکمیت د دفاع په موخه  په ځمکه او سمندر کې د دښمن ټول اهداف په نښه کړو.

پر یمن د برید په اړه  د ځینو هیوادونو غبرګونونه :
افغانستان :

د افغانستان حکومت په یوه اعلامیه کې د امریکا او بریتانیا له لوري پر یمن بریدونه غندلي او ویلي یې دي چي دا

حمله د نړيوالو اصولو ښکاره نقض او په سيمه کې د کړکيچ د لا پېچلتیا لامل يې بولو چې د منځني ختیځ او د سيمي ټولو هيوادونو امنيت او ثبات یې عملاً له جدي خطر سره مخ کړی دی.

افغان دولت په خپله اعلامیه کې دا هم ویلي چي امریکا او شریکان یې باید له خپلو تیرو تجاوزونو او ناکامیو څخه عبرت واخلي.

اعلامیه زیاته وي : له بده مرغه سيمه‌ييز او نړيوال اغېزناک دولتونه ونتوانېدل چې په غزه کې د صهيونيستي رژيم لخوا د فلسطینیانو د نسل وژنې مخه ونيسي او په دې اړه د مؤثرو اقداماتو نشتون د دې لامل شو چې نورو هیوادونو ته جګړه پراخه او سيمه په نا امنۍ او بې‌ثباتۍ کې ښکېل کړي.

 اسلامي امارت ویلي چي د اسرائیلي جنایاتو له ملاتړه را نیولی پر یمن تر برید پورې، ټولې کړنی غیر انساني، پارونکي او په مسلمانو ملتونو باندې مخامخ تیری  دی.

امریکایي او بریتانوي ولسونه باید خپل حکومتونه سرکښۍ، تمرد او بشر ضد کړنو ته برېنږدي، ځکه د دغسې ظالمانه اقداماتو په پایله کې نوموړي ملتونه هم زیان او صدمه ویني.

د افغانستان اسلامي امارت له مسلمانو هېوادونو څخه غواړي چې له فلسطین او نورو مسلمانو هېوادونو څخه ملاتړ وکړي او په دا ډول حساسو شرائطو کې خپل منځي واړه واړه اختلافات څنګ ته کړي او د یوه امت په توګه د مظلومانو په وړاندې خپل مکلفیت ادا کړي.

همدا راز  له تاثيرګذاره هېوادونو غواړو چې د سيمې د لا زياتې بې‌ثباتۍ د مخنيوي په موخه لاس په کار شي او پر صهيونيستي رژيم او ملاتړو يې ټول فشار وارد کړي ترڅو د فلسطيني ولس ټول‌وژنه او پر يمن بريدونه په عاجل ډول متوقف او د فلسطین قضیې ته دایمي حل را وباسي.

 

ایران :

د ایران د بهرنیو چارو  وزارت ویاند کنعاني د یمن پر تاسیساتو د برتانیې-امریکا بریدونه غندلي دي.

هغه وویل: موږ د یمن په څو ښارونو د نن سهار د امریکا او انګلستان پوځی حملې په کلکه غندو او دا یو خپلسری اقدام، د یمن له ملی حاکمیت او ځمکنۍ بشپړتیا څخه ښکاره سرغړونه او د نړیوالو قوانینو او مقرراتو خلاف ورزی ګڼو. ”

موږ له نړيوالې ټولنې غوښتنه کوو، چې په مسوولانه غبرګون او کړنو سره په سيمه کې د جګړې، بې ثباتۍ او ناامنۍ د خپرېدو مخه ونيسي.

روسیه :

روسیې د یمن پر ځینو برخو د امریکا او د هغه د متحدینو له بریدونو وروسته، د دې مسئلې د څېړلو لپاره د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د بېړنۍ غونډې غوښتنه وکړه.

سعودي عربستان:

د سعودي د بهرنیو چارو وزارت په X ټولنیزه شبکه کې د زغم او د تاو تریخوالي د زیاتیدو څخه د مخنیوي غوښتنه کړي ده .

د عربستان د بهرنیو چارو وزارت د سره سمندرګي د سیمې د امنیت او ثبات د ساتلو په اهمیت ټینګار کړی دی.

سعودي عربستان تر دې مخکې په سور سمندرګي کې له امریکايي ایتلاف سره له یوځای کېدو ډډه کړې وه.

چین :

همداراز چین هېواد هم د دې بریدونو غبرګون کې ویلي، چې د کړکېچ زیاتوالي مخه دې ونیول شي.

د امریکا او د ایران تر ملاتړ لاندي یمني  حوثیانو (انصارالله) ترمنځ هغه وخت کړکیچ په نظامي شخړه واوښت چي د انصارالله ډلي له لوري په باب المندب تنګه کې د اسرائیلو پر سوداګریزو کښتیو پر لپسې بریدونه تر سره شول ، د انصارالله بریدونو په سور سمندرګي کې سمندري  ټرانسپورټ له جدي ستونزو سره مخ  کړ .

تر دې دمه په نړۍ کې 5 لویو  او نړیوالو بار وړونکي شرکتونه له دې لارې څخه کار اخیستل بند کړي دي چې دوه یې په نړۍ کې ترټولو لوی  شرکتونه دي ، د نړۍ 40٪ سمندري ټرانسپورټ د باب المندب له تنګي څخه تیریږي چي دا مهال د یمن حوثیانو د دې تنګي کنټرول په لاس کې اخیستی دی.

 

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx