افغانستانخبرونه

د یمن په اړه د افغان حکومت اعلامیه : امریکا او شریکان یې باید له خپلو تیرو تجاوزونو او ناکامیو څخه عبرت واخلي.

د افغانستان اسلامي امارت له مسلمانو هېوادونو څخه غواړي چې له فلسطین او نورو مسلمانو هېوادونو څخه ملاتړ وکړي او په دا ډول حساسو شرائطو کې خپل منځي واړه واړه اختلافات څنګ ته کړي او د یوه امت په توګه د مظلومانو په وړاندې خپل مکلفیت ادا کړي.

 

نن ټکی آسیا ( شنبه د مرغومي ۲۳مه ۱۴۰۲)د افغانستان حکومت په یوه اعلامیه کې د امریکا او بریتانیا له لوري پر یمن بریدونه غندلي او ویلي یې دي چي دا

حمله د نړيوالو اصولو ښکاره نقض او په سيمه کې د کړکيچ د لا پېچلتیا لامل يې بولو چې د منځني ختیځ او د سيمي ټولو هيوادونو امنيت او ثبات یې عملاً له جدي خطر سره مخ کړی دی.

افغان دولت په خپله اعلامیه کې دا هم ویلي چي امریکا او شریکان یې باید له خپلو تیرو تجاوزونو او ناکامیو څخه عبرت واخلي.

اعلامیه زیاته وي : له بده مرغه سيمه‌ييز او نړيوال اغېزناک دولتونه ونتوانېدل چې په غزه کې د صهيونيستي رژيم لخوا د فلسطینیانو د نسل وژنې مخه ونيسي او په دې اړه د مؤثرو اقداماتو نشتون د دې لامل شو چې نورو هیوادونو ته جګړه پراخه او سيمه په نا امنۍ او بې‌ثباتۍ کې ښکېل کړي.

اسلامي امارت ویلي چي د اسرائیلي جنایاتو له ملاتړه را نیولی پر یمن تر برید پورې، ټولې کړنی غیر انساني، پارونکي او په مسلمانو ملتونو باندې مخامخ تیری  دی.

امریکایي او بریتانوي ولسونه باید خپل حکومتونه سرکښۍ، تمرد او بشر ضد کړنو ته برېنږدي، ځکه د دغسې ظالمانه اقداماتو په پایله کې نوموړي ملتونه هم زیان او صدمه ویني.

د افغانستان اسلامي امارت له مسلمانو هېوادونو څخه غواړي چې له فلسطین او نورو مسلمانو هېوادونو څخه ملاتړ وکړي او په دا ډول حساسو شرائطو کې خپل منځي واړه واړه اختلافات څنګ ته کړي او د یوه امت په توګه د مظلومانو په وړاندې خپل مکلفیت ادا کړي.

همدا راز  له تاثيرګذاره هېوادونو غواړو چې د سيمې د لا زياتې بې‌ثباتۍ د مخنيوي په موخه لاس په کار شي او پر صهيونيستي رژيم او ملاتړو يې ټول فشار وارد کړي ترڅو د فلسطيني ولس ټول‌وژنه او پر يمن بريدونه په عاجل ډول متوقف او د فلسطین قضیې ته دایمي حل را وباسي.

 

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
سنان عارف

سلامونه
د جلال اباد د ګمرک د مسولینو د خوست ګمرک د خرلاچی د ګمرک په مسولینو نظرساتل زمونږ ایمانی وظيفه ده
ځکه چې دا خلک له تجارانو رشوتونه اخلی
زه خپله یو تجار یم
ثبوتونه هم لرم
خو نشر کولای یې نشم

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx