افغانستانخبرونه

مالیزیا؛ د ا.ا.ا لوی سفارت سرپرست د «المعهد العالمي لوحدة الأمة» له رئیس سره ولیدل

نن ټکی آسیا ( یکشنبه، ۲۴مرغومي، ۱۴۰۲ل): په مالیزیا کې د ا.ا.ا. لوی سفارت سرپرست ښاغلي نقیب الله احمدي د مسلمانانو د یووالي نړیوال انسټیټیوټ له رئیس ښاغلي پروفیسور دوکتور داوود عبدالملک یحیی الحدابي سره ولیدل.

دې لیدنه کې د افغانستان په وروستیو حالاتو خپلواکي، امنیت، پرمختګونو، لاسته راوړنو او په ځانګړې توګه د تحصیلي بهیر اړوند لنډ معلومات وړاندې شریک کړل شول.

دوکتود داوود د یاد انسټیټیوټ په اړه هر اړخیز معلومات وړاندې کړل، هغه زیاته کړه چې د یاد انسټیټیوټ موخه د اسلامي امت وحدت، فکري سمون او یو ځل بیا د امت را پورته کول دي.

په وینا يې په افغانستان کې د اسلامي امارت د جهاد بریا د امت بریا ده او پر موږ باندې لازمه ده، چې څه مو په وس پوره وي تاسې سره همکاري وکړو.

په پای کې دواړو لوریو د ګډې همکارۍ او هماهنګۍ ډاډ څرګند کړ.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx