افغانستان

بادغیس: طالبانو د نهو پوستو په نیولو لاهم جګړه روانه ساتلې

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، زمري ۲۹مه، ۱۳۹۳ل): له پرون راهیسې د بادغیس  ولایت په غورماچ ولسوالي کې د طالبانو له لوري په امنیتي پوستو بریدونه روان دي.

د یادو بریدونو پخلی د بادغیس سیمه ایزو چارواکو هم کړی دی او ويلي يې دي چې امنیتي ځواکونه يې په وړاندې مقاومت کوي. مګره پخپله د غورماچ امنیتي مسوولین په اندېښنه کې دي.

د طالبانو ویاند قاري محمد یوسف احمدي وايي چې د دوی ملګرو له پرون راهیسې د غورماچ ولسوالي مرکز ته څېرمه په ګڼو امنیتي پوستو بریدونه پیل کړي دي چې تر اوسه يې نهه پوستې نیولې دي او لاهم جګړه په شدت روانه ده.

رسنیو ته په لېږل شوې خبرپاڼه کې طالبانو ويلي دي چې دوی پخپله پرونۍ جګړه کې پنځه پوستې تر خپل واک لاندې راوستې او نن يې تراوسه پورې څلور نورې پوستې نیولې دي.

ویل کېږي چې د غورماچ ولسوالي د مرکز په ګډون امنیتي مرکزونه ترمحاصرې لاندې دي او لاهم جګړه دوام لري.
یاده دې وي چې د هېواد په ختیځ کې هم د نورستان والي د یوې ولسوالي له لاسه وتل منلي دي.

په ورته وخت کې په روزګان، کندوز، هلمند، زابل او پکتیکا کې هم د ځینو ولسواليو د کمزوري کېدو خبرونه ورکړل شوي دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x