د نن سرلیکنه

د فلسطين په اړه د اسلامي هيوادونو چوپتيا به دغه جنګ نور هم پراخ کړي

اسلامي  هيوادونو لپاره پکار ده چې د خپل سرنوشت ټاکلو لپاره په خپلو کې سره یو شي  او خپل نا معلوم برخليک معلوم کړي

هیواد ورځپاڼه:
د غاصبو اسرایلي صهيونستانو له لوري د بې ګناه فلسطيني مسلمانانو عام وژنه او د اسلامي هيوادونو خاموشي  او چوپتيا او په دغه جنګ کــې د امريکا تر قيادت لاندي د ناټو د ائتــیلافي ځواکونو ګډون او پر غزه يرغل او د بمباریو دوام که څه هم د حماس  په وړاندې اسرایلي  يرغلګر له ماتې سره  مخ کړي او په سره سمندر کې د یمن د حوثيانو له لوري اسرایلي ځواکونو ته د امريکا پوځي مرستې رســول او پر امريکايي کښــتيو بريدونه او د لبنان د حزب الله له لوري پر اسرایلو  د توغنديو توغول د دې لامل شــوي ، چې دغه جګړه پراخه او د ســيمې هيوادونو ته وغځوي. وړمه ورځ پر یمن  د امريکا او بريتانيا هوايي حملې څرګندوي چې دغه جنګ به هغو اسلامي  هيوادونو ته چې د فلســطین  د بې ګناه مسلمانانو  پر نســل وژنه يې سترګي پټې او خوله چوپه وه هم سرایت  وکړي . لکه چې د ترکيې ولسـمشر رجب طيب اردغان وویل : امريکا غواړي ، چې ســور سمندرګی د وينو پر ســمندرګی تبديل کړي. که څه هم د اسلامي هيوادونو لپاره د فلسطین پر سپېڅلې خاوره د غاصبو اسرایلي  صهيونستانو يرغل او وحشيانه حملې مسلمانانو ته د یو والي  يو زرين چانس و، چې په خپلو کې بايد سره يو موتی شوي وای او له فلسطني څخه يې خپل ملاتړ اعلان  کړی وای، خو برعکس چوپه خوله دي او امريکايانو او د ناټو ایتلافي ځواکونو ته يې د دې جرئت ورکړ ، چې بريدونه پراخ او نــورو هيوادونو ته لکه لبنان او یمن هم وغځوي.دا چې په دغه جنګ کې به څوک بریالي کیږي ، دا به د جنګ دوام ثابته کړي ، خو لکه چې وايي:(( اې وروستيه عقله ، کاشکي چې ته خو لومــړی وای. )) که څه هم د نړۍ په بیلابیلو  هيوادونو کې د اسرایلو يرغلګرو ځواکونو دغه وحشــيانه بريدونه وغندل شول او د غندلو دغه لړۍ اوس هــم دوام لري . وړمه ورځ د يوه افريقايي هيواد مشر د دغه جنايت د غندلو ترڅنګ د بنيامن نتنياهو په اړه نړيوالې محکمې ته د نوموړي د محاکمې غوښتنه هم وکړه . په هر صورت  اسلامي  هيوادونو لپاره پکار ده چې د خپل سرنوشت ټاکلو لپاره په خپلو کې سره یو شي  او خپل نا معلوم برخليک معلوم کړي. مخکې له دې چې د دغه جنګ په لمبو کې وســوځي او د دغه اور خاشاک شي، د خپلو هيوادونو او ملتونو لپاره دې د نجات پر لارو چارو غور وکړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx