افغانستانخبرونه

د هیواد د بهرنیو چارو وزیر د ایران دقضایه قوې له مرستیال سره وکتل

د هیواد د بهرنیو چارو وزیر د ایران د قضایه قوې له مرستیال سره وکتل

نن ټکی (شنبه دمرمي ٣٠مه ١٤٠٢)د ایران اسلامي جمهوریت د قضائي قوې مرستیال دکتور غریب ابادي د یو لوړ رتبه قضائي پلاوي په مشري د ا. ا. ا. بهرنیو چارو له وزیر مولوي امیرخان متقي سره وکتل.
متقي صاحب هغوی ته ښه راغلاست ووایه او په ایران کې د میلیونونو افغان مهاجرینو د کوربتوب له امله یې ترې مننه وکړه، د هیواد په روان سیاسي، امنیتي او اقتصادي وضعیت یې رڼا واچوله او د دواړه هیوادونو تر منځ د زندانیانو ستونزو ته د رسېدو، د زندانیانو د استرداد د موافقتنامې پلي کولو، په اعدام محکوم شویو افغانانو ته د بدیلو میکانیزمونو پیداکولو او د افغان مهاجرینو اړوند حقوقي او جنایي برخو کې له یو بل سره د همکاریو ترسره کولو مفصلې خبرې وکړې.
متقي صاحب په ایران کې د افغان بندیانو د وضعیت ارزونې په موخه د سیاسي او قونسلي استازولیو له خوا له زندانیانو سره د کتلو او په یاد هیواد کې بندي افغانانو ستونزو ته د لاسرسي د زمینې مساعدولو غوښتنه وکړه.
ورپسې د ایراني پلاوي مشر ښاغلي غریب آبادي د افغانستان له امنیتي وضعیت او له مخدره موادو سره د اغېزمنې مبارزې په تړاو د اسلامي امارت له موقف څخه خوښي وښوده د نوموړي په وینا چي ویې ویل؛ موږ دا درک کړې چې د افغانستان حکومت د مخدره موادو سره د قاطع مبارزې سیاست مخ ته وړي، چې له نېکه مرغه له امله یې په ایران کې د پخوا په پرتله د مخدره توکو د قاچاق کچه کمه شوې چې دا یو مثبت ګام دی.
نوموړي په ایران کې افغانانو د شکنجې په اړه وویل چي موږ په دې برخه کې خورا جدي موقف لرو او د لازمې همغږۍ او معلوماتو شریکولو په مرسته به په راتلونکې کې لازم اقدامات ترسره شي، په پای کې ښاغلي غریب آبادي د افغانستان له اسلامي امارت سره په قضائي برخو کي د همکارۍ او همغږۍ ژمنه تکرار کړه، دا لیدنه د هغو دوه اړخیزو ناستو لړۍ ده، چې تېر کال د ا.ا.امارت یو پلاوي د همدې موخې لپاره تهران ته هم سفر کړی وو.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx