افغانستان

غزني: يوې چاودنې د اندړو ولسوالۍ امنيه قومندان ټپي کړ

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، زمري ۲۹مه ۱۳۹۳ل): د غزني ولايت امنيتي چارواکي وايي، چې د اندړو ولسوالۍ امنيه قومندان په يوه چاودنه کې سره له خپلو ساتونکو ټپي شو.

د غزني د امنيت آمر اسدالله انصافي وايي، چې د اندړو ولسوالۍ امنيه قومندان لطف الله کامران خپلو ساتونکو سره روان و، چې لاره کې د ځای پر ځای شوي ماين د چاودنې له امله ټپي شو.

انصافي زياتوي، چې دغه چاودنه کې د کامران موټر په بشپړه توګه له منځ تللی، دوه ساتونکي يې ټپيان دي او يو يې وژل شوی دی.

انصافي د لطف الله کامران د روغتيايي حالت په اړه له څه ويلو ډډه وکړه.

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x