افغانستانخبرونه

یوه روسۍ الوتکه د افغانستان او تاجکستان په پوله کې د رادار له صفحې ورکه شوه

یوه روسۍ الوتکه د افغانستان او تاجکستان په پوله کې د رادار له صفحې ورکه شوه

نن ټکی آسیا ( یکشنبه د سلواغې ۱ /۱۴۰۲د افغان دولت ویاند ذبیح الله مجاهد د خپل ایکس پر پاڼه خبر ورکړ چي تیر ماښام د روسیې اړوند RA-09011 الوتکه، چې له هند څخه یې د ازبکستان په مقصد الوتنه کوله د افغانستان او تاجکستان پولې ته څېرمه له رادار څخه وتلې ده.
د افغانستان د هوايي ځواک اړوند د ژغورنې ټیمونه سیمه کې په پلټنو بوخت دي، چې د څېړنې له نهايي کېدو سره به معلومات خپاره شي.

آخوا ته بیا د ترانسپورټ او هوایي چلند وزارت د خپلو لومړنیو معلوماتو په اساس د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي، چې يوه (FALCON -10) ډوله روسي شخصي جېټ الوتکه تېر ماښام شاوخوا اووه بجې د تخنیکي ستونزو له امله د بدخشان د زیباک او کران و منجان ولسوالیو اړوند سیمه کې غورځېدلې ده.
یاد وزارت زیاته کړې، چې د دې الوتکې د سپرليو شمېر شپږ تنه وو، چې د هندوستان څخه تاشکند ته د تګ په موخه يې الوتنه کړې وه.
دغه راز یاد وزارت زیاتوي، چې د دې الوتکې مسير د افغانستان په فضا کې نه وو پلان شوی او ښایي له خپل مسير څخه د تخنيکي ستونزو له کبله اوښتې وي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx